
شتمن څنګه فقير او فقير څنګه شتمن کيږي «له پنده ډکه کيسه»
ژباړه: فضل باري مشفق
علامه ابن جوزي (رح) فرمايي، يوه ورځ په اصفهان کې يوه شتمن سړي له خپلې ميرمن سره په کور کې ډوډۍ خوړله چې په دې وخت کې يوه فقير د خيرات غوښتلو له پاره غږ وکړ.
دغه شتمن سړي خپلې ميرمنې ته امر وکړ چې د دغه دسترخوان ټول خواړه دغه فقير ته ورکړي.
ميرمن يې د خپل خاوند امر عملي کړ او د دسترخوان ټول خواړه يې راټول او فقير ته ورکړل.
کله چې د شتمن سړي ميرمن فقير ته خیرات وويست ګوري چې فقير ژاړي او اوښکې يې بهيږي.
شتمن سړي له خپلې مېرمنې څخه وپوښتل چې فقير څوک و؟
میرمن يې ځواب ورکړ دغه کوم فقير چې اوس زموږ دروازې ته راغلی و تر دې وړاندې ددې ښار يو ډير شتمن سړی او زموږ ددغه کور مالک او زما خاوند و.
ميرمن يې زياته کړه: څو کاله وړاندې چې موږ په دې کور کې اوسېدو يو فقير سړی راغی او زموږ د کور دروازه يې وټکوله ويل يې چې له دوه ورځو راهيسې يې څه نه دي خوړلي او له سختې لوږې سره مخ دی، له موږ څخه يې د خوراک له پاره د الله (ج) په نامه څه وغوښتل، زما خاوند ور ووت ملنګ يې دومره وواهه او وراټه چې په وينې يې پرې وبهولې، مګر پوی نه شو چې هغه فقير زما پخواني خاوند ته څه ډول بد دعا وکړ چې اوس هغه خيراتونه ټولوي؟
له هغې ورځې وروسته زما ددغه شتمن خاوند حالات بدل شول، کار روزګار يې ختم شو، خپل کور يې هم له لاسه ووت، د غربت او فقر لوري ته يې مخه شوه، ماته يې هم طلاق راکړ او بيا له څو کلونو وروسته ستا په نکاح کې شوم.
خاوند چې دخپلې ميرمنې دغه خبرې واورېدې ويې ويل: ايا زه تاته له دې زياته حيرانونکې خبره ونه کړم؟
ميرمن يې ورته وويل: هو ولې نه.
خاوند يې وويل: هغه فقير چې ستا پخواني خاوند وهلی او رټلی و هغه بل څوک نه و مګر همدا زه وم.
د زمانې اوښتون يوه نا اشنا صحنه وړاندې کړه، الله (ج) هغه کبرجن شتمن دومره ذليل کړ، چې د مال او دولت ترڅنګ يې ورڅخه ميرمن هم واخيسته، بيرته يې دغه فقير شتمن کړ او هغه شتمن يې ددغه فقير دروازې ته د خيرات غوښتلو له پاره ودراوه.
الله هغه ذات دی چې په هر څه باندې قادر دی، هر څه کولای شي.
درس: دغه پيښه زموږ له پاره داسې يو عبرت دی که چېرته يو چاته الله(ج) مال او دولت ورکوي، په کار دی چې د الله (ج) مسکينان بنده ګان له پامه ونه غورځوي، په هغوی رحم او زړه سوی وکړي، او هغوی سره د خپلې شتمنۍ څخه مرسته وکړي، کنه الله (ج) ملنګان پاچاهان کولای او پاچاهان ملنګان کولای شي.
ډیره ښکلی او له پند او عبرت ډکه قیصه وه ، الله ج دی اجرونه درکړی فکر کوم چه همدا قیصه په همدی ماهیت مګر د قیصی متن کی یی لږ غوندی بدلون رامنځته شوی زه نه پوهیږم چه لیکوال به یی همدا او که بل څوک ووی . د ښه څه خبرول که بی شمیره هم وی ښه کار دی ، هغه وخت می هم دا قیصه په ډیر ه لیوالتیا ولوستله او او س می هم په ډیره لیوالتیا ولوستله
که هر چالبکلی وب
په گوتوتوقلم موبرکت شه بالکل لوی اوتکبریوازی الله ج لره ده
په گوتوتوقلم موبرکت شه بالکل لوی اوتکبریوازی الله ج لره ده