افغانستان

لوګر: ذبیح الله مجاهد د یوه ملکي کس سر او لاس پرې کېدل وغندل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغه ۱۰، ۱۳۹۵ل): د لوګر ولایت د مرکز اړوند د پادخاب شانه په سیمه کې نامعلومو وسلوالو د یوه ۱۹ کلن ځوان سر او لاس پرې کړي او مړی یې غورځولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې دوی دغه پېښه په کلکو ټکو غندي او د عاملینو د موندلو لپاره یې پلټني پیل کړي دي چې د موندلو په صورت کې به یې په خپله سزا ورسوي.

ویل کیږي چې دغه ۱۹ کلن ځوان څلور میاشتې تر مخه واده کړی وو، جان محمد نومیدی او په خپل کلې کې یې سلماني کول.

د لوګر په مرکز کې د پادخاب شانه سیمه د ولایت د مقام څخه په دوه کیلو مترۍ کې موقعیت لري، خو د د والي ویاند سلیم صالح دا پېښه طالبانو ته منسوب کړې او ویلي چې تېره شپه طالبانو د یوه سلمان څخه سر او لاس غوڅ کړي دي.
نوموړی ویلي چې ددې پيښې په تړاو دوی هم پلټنې پیل کړی دی خو تر اوسه یې څوک نه دی نیولی او نه هم ورته د پيښې اړوند نور درک لګېدلی دی.

د کلي خلک وايي چې دوی له دغه سي واقعاتو سخت اندېښمن دی، نن یې د جان محمد بې لاس او سر جسد خاورو ته وسپاره.

باید وویل شي چې تېره اونۍ د لوګر ولایت د مرکز اوسیدونکي د دغه ولایت د والي حلیم فدائي پر ضد لاریون وکړ، هغه یې په دغه ولایت کې د ملکي وګړو په وژنو تورن کړ او د محکمې غوښتنه یې وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x