نړۍ

یمن: د امریکایانو په چاپه کې د ملکیانو او القاعده په شمول ۳۰ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغه ۱۰، ۱۳۹۵ل): د یمن په جنوب کې امریکايي ځواکونو د چورلکو څخه په استفادې د القاعده تنظیم د یوه مشر پر کور چاپه وهلې چې له امله یې د رسنیو او عیني شاهدانو په وینا لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس ته ځیني ناتاييد شوي راپورونه رسیدلي چې د القاعده تنظیم ۴۱ غړي او ۱۶ کلیوال وژل شوي دي.

تر اوسه امریکايي ځواکونو د دغه چاپې په اړه رسما څه نه دي ویلي خو د کلي خلک او چارواکي وايي چې برید د امریکايي ځواکونو له لوری شوی.

دوی وايي چې لومړی ډرون الوتکو د القاعده تنظیم د یوه ځايي مشر پر کور باندي بمبار وکړ او بیا چورلکي سیمي ته راغلې او عسکر یې کښته کړه، څوک چې کور ته ننوتل او هلته یې ژوندي پاته ټول ښځي، ماشومان او نارینه ووژل.

د الجزیرې د خبر سره سم پېښه د البیضاء ولایت د «ولد ربیع» ولسوالۍ په «یکلا» سیمه کې را منځته شوې ده، چې له امله یې د القاعده تنظیم سره تړلي ۳ قبایلي مشران وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د «آل الذهب» قبېلې مشران عبدالرؤوف الذهب او د هغه ورور سلطان وژل شوي او د همدې کورنۍ ماشومان او ښځي هم وژل شوي دي.

په یمن کې د الجزیرې خبریال عبدالکریم الخیاطي ویلي چې په چاپه کې ۳ چورلکو برخه اخیستې وه، او د هغه تر مخه یې د بېپلوټه الوتکو په واسطه بمبار هم کړی وو، چې له امله یې لږ تر لږه ۶ کورونه ویجاړ شول.

نوموړي وویل چې امریکايي ځواکونو څو کاله تر مخه هم ورته دوه بریدونه کړي وه چې په هغه کې یوه چاپه یې د القاعده تنظیم پر غړو په «حضرموت» کې وهلې وه او شپږ کسان یې وژلي وه او یوه بله چاپه یې د امریکايي او جنوب افریقي د تښتول شویو اتباعو د خلاصون لپاره وهلې وه چې ناکامه شوه او دواړه تښتول شوي کسان ووژل شول.

باید وویل شي چې په یمن کې د سعودي په مشري د عربي ایتلافي ځواکونو د برید وروسته او همداسي په امریکا کې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشر کېدو وروسته دا لومړۍ مستقیم برید دی چې امریکايي ځواکونه په کښي برخه اخلې، ددې تر مخه د اوباما په حکومت کې امریکايي ځواکونو د ډرون الوتکو څخه کار اخیست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x