افغانستان

ذبیح الله مجاهد وايي په بغلان کې تسلیم شوي کسان طالبان نه؛بلکي نور وسله وال دي

نن ټکی آسیا: د طالبانو رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد د سولې د عالي شورا دا ادعا چې ګواکې د بغلان په اندرابو کې ورته ۸۰ تنه طالبان تسلیم شوي په کلکه ردوي.
مجاهد وايي په بغلان کې د دوی اړوند یو مجاهد هم چا ته تسلیم شوی نه دی او مقابل لوری یې د ناسمو ګزارشونو، تبلیغاتو او پروپاګندو په خپرولو تورن کړی.

نوموړي نن ټکي آسیا ته په را لېږلې خبرپاڼه کې کاږي :« دښمن دا څو ورځې کيږي چې د هيواد په مختلفو سيمو کې د مجاهدینو د تسلیمۍ رپوټونه ورکوي، خو په هيڅ ځای کې هم دغه رپوټونه واقعيت نه لري بلکې سوچه دروغ او تبليغات وي، نن د بغلان ولايت اړوندو سیمو کې ځينې هغه غيرمسئول وسلوال چې په سيمه کې يې د پخوانيو ټوپکمارو په حمايت وجود درلود،  غلاوې يې کولي، دخلکو سره يې ظلمونه کول، په چور او تالان يې لاس پورې کاوه، دخلکو له عزت سره يې لوبې کولي،  حتی په ډيرو محاذونو کې د کابل ادارې په ملاتړ له مجاهدينو سره هم جنګيدل د هغوی يوتعداد له خپلو وسلو سره راغلی اوپه رسمي بڼه د کابل په  اداره کې مدغم شوي دي، خو دښمن يې په کامله نامردۍ سره قضيه سرچپه تعبیرکړه او ياد لوچکان يې دمجاهدينو پورې تړلي وبلل، موږ دغه کسان د کابل ادارې پخواني خلک بولو او د مجاهدینو سره هر راز تړاوو يې په ټينکه ردوو.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x