کراچي: پاریدلو خلکو یو غل ژوندی سوځولی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغه ۱۰، ۱۳۹۵ل): د کراچی ښار په لانډي سیمه کې خلکو د غله نیولو وروسته هغه ژوندی سوځولی دی.

د تفصیلاتو سره سم د کراچي ښار د لانډي په سیمه کې دوه غله د شیدو یوه دوکان ته ورغلي، د موبایل او د پيسو غوښتنه یې کړې.

د دوکان مالک چې سعد نومیږي، رسنیو ته ویلي چې ما ورته انکار وکړ، هغوی په هوا کې ډزې وکړې.

سمدستي د دوکان مخته خلک را ټول شول او غله یې ونیول او د هغو په وهلو یې پیل وکړ.

د پاکستاني رسنیو د خبر سره سم وروسته خلکو پر یوه غله باندي پټرول وشیندل او اور یې ورته کړ، دوهم غل په تیښته بریال شو.

د کورنګي سیمي د پولیسو قومندانۍ «تهاڼې» هم د پيښي تصدیق کړی او ویلي چې خلکو دوه غله ونیول، یو یې وسوځوی او بل ځیني وتښتېدی.

او ویلي چې د پيښې پر مهال په سیمه کې پولیس نه وه، خو له پيښي وروسته یې د سوځول شوي کس جسد روغتون ته رسولی او د پيښي تحقیقات یې پیل کړی دي.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې د کراچي ښار عام اوسیدونکي د موبایل او پیسو غله نیسي او سوځوي يې ، بلکې ددې تر مخه هم ورته پيښي تکرار شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د