fbpx

د طالبانو په لیکو کې نوي تغیرات د څه ښکارندوینه کوي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تیره ورځ د رویټرز خبري آژانس په شمول یو شمیر خبري رسنیو رپوټ ورکړ چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله له خپل لوري د ۱۶ ولایتونو نومول شوي والیان، د هغوی مرستیالان او امنیه قوماندانان تبدیل کړي او د ځینو ولایتونو لپاره یې نوي مسؤلین ټاکلي.

دا لومړی ځل دی چې د طالب تشکیلاتو او په هغه کې د منځته راوړل شویو تغیراتو خبر په دومره لوړه کچه په کورنیو او نړیوالو رسنیو کې انعکاس مومي.

د طالبانو په لیکو کې د نویو تغیراتو خبر یواځې نشراتي انعکاس نه درلود ؛ بلکې دولتي چارواکو هم په هغه غبرګون وښود او په اړه یې بیلابیل توجیهات وړاندې کړل.

د معلوماتو له مخې د طالب مشرتابه له لوري یاد تغیرات خواوشا یوه میاشت وړاندې د هغوي د پوځي او اداري تشکیلاتو په منځ کې ترسره او عملا نافذ شوي، او دا د هغوی د تنظیمي تشکل خاصیت دی چې همیشه دغه ډول په لوړه کچه تغیرات او تعینات ورکي په داسې سادګي او آساني تر سره کیږي.

طالبانو به د خپلې واکمنۍ په مهال هم په لسګونو وزیران ، والیان، فرقه مشران او نور لوړ پوړي چار واکي د یوه عادي فرمان له مخې رد او بدل کړل او اوس هم د هغوی په لیکو کې د پوځي او اداري چارواکو عزل او نصب په داسې آسانۍ او سادګي تر سره کیږي چې نه يي نه څوک د عزل او نه يي هم د نصب د پریکړې مخالفت کولای شي.

د واکمني د مهال شرائط او حالات خو بیل وي خو په دغه ډول پوځي غیر مستقر وضعیت کې د دومره زیات شمیر لوړ پوړو چارواکو په دومره آساني سره عزل او نصب له شکه پرته چې د قیادت له پوره تسلط او هغه ته د افرادو له بشپړ اطاعت پرته بله هیڅ توجیه نه لري.

د طالبانو د مشر په توګه د مولوي هبة الله تر ټاکل کیدو وروسته دا د هغه څلورم داسې اقدام دی چې ویې کړای شول په اړه یې د نړیوالو پام ځانته را واړوي.

نوموړي له عام المنفعه تأسیساتو څخه د طالبانو په حمایت، د افغاني جهتونو (پوهنتوني استادانو او ژورنالیستانو) په منځګړیتوب د سولې په خبرو کې مشارکت ، له چین او روسیې سره سیاسي تفاهم او په داخلي کچه د یو شمیر مقتدرو طالب چارواکو په عزل او نصب سره د خپل قیادي صلاحیت په تظاهر سره دا ثابته کړه چې نوموړی هم په پوځي او هم په سیاسي لحاظ د طالبانو په لیکو کې د نوښت او پرمختګ اراده لري.

وبه ګورو چې د طالبانو دا نوی مشر په هیواد کې د جګړې د پایته رسولو او په ځای یې د سولې د ټینګښت په اړه هم کوم نوښتونه له ځانه سره لري؟

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
KIIR
میلمه
KIIR

دا تغيرات اى اس اى راوستى او كه تاليانو . اى خداى مو وشرموه لكى جى شرميدلى ياستى به ناروا جنك لكيا ياستى خبل زان او هيواد مو تبا كر

KIIR
میلمه
KIIR

نور دروغ نه لرى جى ويي واي. عامه المنفعه تاسيسات بندونه او بلو نه مونز ورانوو. تاسو مسول ياستى زكه امنيت تاسو خرابه كرى . به كابل كى بوهنتون او استادان تاسو د جتلستان به اشاره وتكاوه كوم غلط كار نه دى جى تاسو يي نه كوى. اسلام نه مو توره جوره كرى او دهر جا به خيته كى دخبلى كتى لياره وهى الله (ج) به ستاسو سره حساب وكرى.