ټولنیزه برخه

پر حضرت عبدالله أنصاري رضی الله عنه باندي قرض

أبوالزین ”حکیم اللّٰه صابر” الحنفي

له حضرت جابر بن عبدالله رضی الله عنه څخه روایت دئ : چی زما پلار عبدالله رضی الله عنه د اُحد په غزا کی شهید شو ، تر شا یې شپږ لوڼی پری ایښی وي او ډیر قرض هم پری پاته وو ، کله چی خرماوي پخی شوی او د راښکولو وخت یې راغی نو زه ورغلم جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته می عرض وکړ چي یا رسول الله صلی الله علیه وسلم تاته خو معلومه ده چی زما پلار د اُحد په غزا کی شهید شوی دی او ډیر قرض پری پاتی دی ، زه غواړم چی ته راسره ولاړ شي هغه أشخاص ووینی چی زما پلار یې پوروړی دی ، ددی لپاره چی هغوی یو څه رعایت راسره وکړی ، لیکن دا چی قرض خواهان یهودیان وه نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره یې رد کړه د پوره قرض غوښتنه یې کول.

وروسته جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته وفرمایل: ورشه له هر قِسم خرماوو څخه څه کوټي جوړی که ، زه ولاړم خرما می راوړه او جلا ــ جلا کوټی مي تری جوړی کړی،  وروسته می رسول الله صلی الله علیه وسلم او هغه قرضداران راوغوښتل،  هغوی چي محمد عربي صلی الله علیه وسلم ولیدی ، نور یې لا ډیره سختی پیل کړه .

جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم چی زموږ بی چارګی او د هغوي سختی ولیدل نو ډیر پریشانه شو ، دی مبارک راغی پر هغه غټه کَوټه دري ځلي شا وخوا راوګرځیدی،  بیا له هغی سره نژدی کشیناست او ماته یې وفرمایل : ورشه خپل قرض خواهان نژدی راوله دلته یې کشینوه ، ما هغوی را ټول کړه او ده مبارک په خپل لاس هغوی ته له کوټو څخه د خرماوو وزن کول پیل کړه ، د الله جل جلاله قدرت ته ګوره د تعجب خبره ده له دغو کوټو څخه د ټولو قرض دارانو پور ادا شو او زما د پلار غاړی خلاصی شوې ، ما خو صرف دا غوښته چی په یو ډول د خپل پلار غاړی خلاصی کړم ، لیکن تر ویش وروسته چی ما د خرماوو دوو کوټو ته وکتل په خداي جل جلاله قسم بلکل هماغسی غټی کوټي پرتی وي، په خاصه ټوکه بیا هغه کوټه چی جناب رسول الله صلی الله علیه نژدی ورته ناست وو،  ما چی هغی کوټی ته فکر  ورواچاوه نو می یقین شو چي یوه دانه خرما لا هم نده ځیني کمه شوی.
(مأخذ : صحیح البخاري جــ۱ صــ۳۹۰)

داوه زموږ د محبوب محمد عربي صلی الله علیه وآله وسلم معجزه {#بأبي_وأمي_یارسول_الله_صلی_الله_علیه_وسلم}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x