sharmash ooza

وږی ليوه او سندرماره وزه…..!

وايي: د باستاني بلخ په يوه ورشو کې يوه ورځ يو ليوه سخت وږی شوی وو، درسته ورځ يې په ښکار پسې سرګردانه او لالهانده تېره کړي وه، خو قسمت ورسره ياري نه وه کړي، هيڅ يې نه وو موندلي، اوس په پراخه ورشو کې د ښکار په تمه سرګردانه ګرځيده، خو ورشو تشه وه، ماښام نژدې وو او شپنو خپلې رمې د کليو بانډو خوا ته سر کړي وې.

دغه مهال وږی ليوه متوجه شو چې د ورشو په ليرې سر کې هوسۍ ته ورته يو څاروی آخوا ديخوا لالهانده منډي وهي. د ليوه په زړه کې د تازه ښکار هيلو غزونې وکړې او سره له دې چې له سختې لوږې او تندې يې يو ګام هم نشوای پر مخ اخيستلای، د حرص او تمې پر مټ ډير په چټکۍ سره هغې خوا ته ورغی او د باد په څېر په څو شيبو کې د دغه څاروي سر ته ودريد.

دغه څاروی يوه وزه وه چې له رمې شاته پاتې شوي وه، لاره يې ورکه کړي وه او د رمې په لټه کې يې په ورشو کې آخوا ديخوا منډې وهلې.

کله چې څيرونکی ليوه وليد چې وتلي ژبه د دې تر سر ولاړ دی، نو په سترګو يې تور تم شو، فکر یې وکړ چې بس اجل دې راورسيد او هر څنګه چې وي، باید د ليوه پر وړاندې د تسليمۍ سر ټيټ کړي…!

خو وروسته یې له ځانه سره فکر وکړ چې زموږ د جنس بدمرغي همدا ده چې د ليوه پر لاس د ځانونو داړل کیدل مو د تقدير پريکړه ګڼلي ده او د دغه دود پر خلاف مو اصلاً د مزاحمت فکر هم نه دی کړی.

څه به وشي، که زه نن د ليوانو د دغه وژونکي دود پر خلاف مزاحمت وکړم،خير دی که سر وخورم، خپلو ملګرو ته خو به د ظلم او جبر، وحشت او قساوت، زورواکۍ او زبرځواکۍ پرخلاف د مقاومت يو بنسټ کيږدم، زه به د لیوه د وحشت خوراک شوي يم، خو له ما وروسته کيدای شي زما ملګري زما د قربانۍ پر مټ خوندي پاتې شي…!

زه بايد داسې څه وکړم چې د ځنګل د زورواکۍ دغه قانون مات کړم، په هڅه کولو کې خو کومه بدي نشته، هڅه به وکړم، که بريالۍ شوم، د خپل قوم د ژغورلو په لاره کې به اتله یم، که ووژل شوم، د يوه لوړ هدف په لاره کې به شهیده یم، يوه داسې ميړنۍ شهيده چې خپل قوم به مې تل په سندرو کې يادوي….!

وزې ليوه ته مخ واړاوه او ښه په غوړه مالۍ يې سلام ورته وکړ او ورته کړل يې: ښاغلی سرداره….! شپانه درباندې زښت زيات سلامونه ويل او ويل يې چې نن تاسې د خپلې مهرباني او شفقت له مخې زموږ رمې ته هيڅ ډول تاوان نه دی رسولی، ځکه يې نو ما ته چې په رمه کې د خپل خواږه سندرماري غږ له امله وتلي وم، امر وکړ چې ستاسې په خدمت کې پاتې شم او تاسې راباندې خپل د لوږې اور مړ کاندئ….!

څنګه چې زه يوه سندرماره وزه يم، ځکه نو ما ته شپانه دا امر هم وکړ چې څنګه چې تاسې سرداران له ډوډۍ مخکې د سندرو د اوريدلو شوق هم لرئ، نو یې راته وويل چې له تاسې سره په دې اړه هم مشوره وکړم چې که مو خوښه وي او خاطر مو نه درنيږي، تر خپلې وژل کيدا او ستاسې له لورې له خوړل کیدا مخکې به ستاسې په درانه حضور کې د سندرمارۍ د خپل هنر څرګندونه وکړم.

د دې ګټه به دا وي چې زموږ د شپانه هوډ او ميلمه پالنه به پر ځای شوي وي او له بل پلوه به له سندرو اوريدلو سره ستاسې اشتهاء هم راپاريدلې وي….!
ليوه چې د وزې له خولې د شپانه دغه خوږ وړانديز او ور سره جوخت د وزې د سندرمارۍ خبرې واوريدلې، نو په مغزو کې يې د غرور او مباهات څپو غزوني وکړې، ځان ورته په رښتيا سردار وبريښيده، پر خپلو بريتونو یې لاس تېر کړ او وزې ته يې ويل چې بيخي مې خوښه ده، بسم الله کړه….!

وزې ورته کړل: سرداره…! په دغه ورشو کې کيدای شي ستاسې د شوق پر وړاندې د زمري يا کوم بل ځواکمن ځناور له لوري مزاحمت وشي، ښه به دا وي چې لږ هاغه د غره ډډې ته تللي وای، هلته به مو زما له سندرو او وروسته له تازه غوښې په ډاډه زړه خوند اخيستی وای…!
ليوه ورته کړل چې بيخي سمه ده او په دې ډول دواړه د غره ډډې ته روان شول. وزه چې پوهيدله، له دې ځايه مې شپون غږ اوريدلای شي، نو يې ليوه ته کړل چې سردراه…! دا ځای راته تر ټولو وړ بريښي. تاسې هغه لوړ کمر ته ډډه ولګوئ، زه به غاړې تازه کړم او سندرې به پيل کړم…!

ليوه یې داسې ځای کمر ته کيناوه چې د شپانه د راتګ سمت نه ورمالوميده او شپانه په آسانۍ سره کولای شوای دی پيدا کړي او په خپله يې ځان سندري ته جوړ کړ…!
وزې غاړې تازه کړې، ستونی يې سره راټول کړ او په خپل ټول قوّت سره يې خپله هغه غمژنه چيغه وايستله چې وزې يې عموماً د مصيبت پر مهال باسي او شپانه هم له دا ډول چيغې سره پوهيږي چې وزه په مشکل کې ده….!

شپانه چې غوږ ونيو، نو يې د وزې غمژنې چيغې يو په بل پسې واوريدلې، د هغو سمت يې مالوم کړ او سوټی په لاس د غره ډډې ته په منډه شو، هلته له رسيدو سره يې په ډير احتياط او دقّت سره د ليوه لټه پيل کړه. ليوه یې د هماغه لوړ کمر شاته وموند چې يوه پښه يې پر بله اړولي، لکۍ يې ډانګه نيولي، په بريتونو لاس راکاږي او د سندرمارې وزې له سندرو خوند اخلي…!

شپانه له واره سره سم سوټی پورته کړ او د ليوه سر ته يې راخلاص کړ. د ليوه له سره د وينو داره راووتله او چې کتل يې شپون چې له ډيرې غوسې يې سترګې تکې سرې اوښتي دي، د ده سر ته سوټی په لاس ولاړ دی…!

څلور پښې يې خپلې کړې او څلور يې نوري کړې او په منډو یې پيل وکړ او په داسې حال کې چې وینو یې له سره دارې وهلې، له ځانه سره يې ويل: ناخلفه اولاد هغه دی چې د خپل پلار وصيّتونه يې هير کړي وي. زما پلار به تل ما ته نصيحت کاوه چې شکر تل تر نمړۍ وروسته باسه. پلار چې به مې کله ښکار وکړ، نو په کراره به يې پښې وغزولې او په اوږده خوب به ويده شو، نه يې د سندرمارۍ شوق کاوه او نه به يې هم د سرداري سودا په سر کې ساتله….!

زما نو څه بخت چپه وو چې مخکې له دې چې نعمت مې په برخه شي، کبر مې پيل کړ. رښتيا هم چې د کبرجن د کبر کاسه تل نسکوره وي، کټ مټ داسې چې نن مې د هيلو او حرص کاسه د شپانه له سوټي سره نسکوره شوه……!

لیکوال: عنایت الله کاکړ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د