نړۍ

امریکا ته د ورتګ په بندیز کې د ګرین کارت لرونکي نه دی شامل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۱۱، ۱۳۹۵ل): د سپینې ماڼۍ کې یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې د ډونلډ ټرمپ په هغه فرمان کې چې امریکا ته یې د اوه اسلامي هیوادونو د اتباعو په ننوتو بندیز لګولی، د ګرین کارت لرونکي شامل نه دي.

د ټرمپ دنوي فرمان له مخې د اوه اسلامي هیوادونو وګړي نه شي کولای چې تر راتلونکو ۴ میاشتو پوري دغه هیواد ته سفر وکړي او یا ویزه واخلي.

د سپیني ماڼۍ جګپوړي چارواکي «رانیس بریبوس» رسنیو ته ویلي چې د اسلامي هیوادونو د اتباعو په موقت بندیز کې هغه کسان نه راځي چې د امریکا د همیشنۍ استوګنې کارتونه «ګرین کارت» ولري.

نوموړي دغه خبري «ان بي سي» تلویزوني شبکې ته کړي او ویلي یې دي، هغه امریکایان چې په لیست کې نومول شویو هیوادونو ته مکرر سفرونه کوي، د هغوی پلټنه به نوره هم سختیږي.

باید وویل شي چې تر دې مخکې د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند «ګلیان کرستنسن» ویلي و چې د ګرین کارت لرونکو مسلمانانو باندې هم وروستی بندیز عملي کیږي، خو د سپینې ماڼۍ یاد چارواکي دا خبره رد کړه.

بریبوس وویل چې اوس خو د بندیزونو په نوملر کې عراق، سوریه، ایران، لیبیا، صومال، سوډان او یمن یاد شوي دي، خو په وینا یې کیدای شي ډېر ژر نور هیوادونه هم په دغه لیست کې شامل شي.

باید وویل شي چې د جمهوري ګوند دوه نورو مخکښو مشرانو او د کانګریس غړو «جون ماکین» او «لندسي ګراهام» هم رسنیو ته ویلي چې د ټرمپ لخوا په صادر شوي نوي بندیز کې باید د ګرین کارت لرونکي نه وي شامل.

ګرین کارت د امریکا د ملي امنیت له لوري هغه چا ته ورکول کیږي چې د امریکا څخه دباندي زیږېدلي وي، خو اوسمهال په امریکا کې په مستقله توګه استوګن وي. ګرین کارت هغوی ته په امریکا کې د کار کولو او اوسیدلو قانوني جواز ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x