pasarlay11

د معاصر غزل سرلاری استاد پسرلی په حق ورسید

د پښتو ادب د هسک ځلانده ستوری، پياوړی لیکوال او د ځانګړي سبک او اُسلوب د مکتب باني شاعر اُستاد محمد صديق پسرلي، نن ورځ د خپلې ورپېښې ناروغۍ له امله په هند کې پور پرې کړ، او په دې ډول يې خپله کورنۍ، مينه وال او ټول ولس د وير پر ټغر کینول. انا لله و انا اليه راجعون.

ارواښاد اُستاد محمد صديق پسرلی د ارواښاد رمضان خان زوی، په ۱۳۰۷ هجري لمريز کال کې د غزني ولايت په قرباغ ولسوالۍ کې د لويې کلا په کلې کې وزيږيد. د ژوند لومړني پنځه کلونه يې همدلته په خپل کلي کې تېر کړل او وروسته يې کورنۍ د کندوز ولايت د چاردرې ولسوالۍ ته وکوچيدله.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړي يې په کندز کې د شېرخان په ليسه کې وکړې او همدلته يې د شعر او ادب له ښاپيرۍ سره اړيکه پيدا شوه. ارواښاد په کمه موده کې د يوه ښه شاعر او لیکوال په بڼه وځليده او لومړنۍ شعري ټولګه يې د کوکچې په نامه په ۱۳۳۰ لمريز کال کې په بدخشان کې چاپ شوه. له دې وروسته نو ارواښاد د شعر او ادب په ښيرازه ورشو کې د خپل بيساري او مقبول سبک پر مټ د خپل هُنر تيزګامه آس داسې وزغلاوه چې تر خپلو هم مهالو ملګرو ډير مخکې لاړ، دومره مخکې چې د ژوند تر پايه يې شا ته ونه کتل.

ارواښاد په ۱۳۵۹لمريز کال کې په هيواد کې د کمونستي اړو دوړ له پيل سره جوخت د ميليونونو نورو هيوادوالو په څېر ګاونډي هيواد پاکستان ته د هجرت لاره ونيوله، دلته يې د مقاومت په کرښو کې مطبوعاتي فعاليتونه پيل کړل او د مجاهدينو په رګونو کې يې د ازادۍ خوښونې اروا پوکړه.

دلته يې د ۶۰مو کلونو په لومړيو کې د سپيدې په نامه د مقاومت د مورچل د معتبري ادبي مجلې خپراوی پيل کړ چې تر ۱۳۶۴ لمريز کال پورې يې په پوره بریاليتوب سره په پرله پسې ډول د ادب د مينه والو تنده ورباندې خړوبه کړه. دغه کال مجله د اقتصادي ستونزو له امله بنده شوه خو په ۱۳۶۶ لمريز کال کې نه ستړي کيدونکي اُستاذ يو ځل بيا پيل کړه چې د مجاهدينو د حکومت تر دورې يې دوام وموند.

ارواښاد اُستاد په ۱۳۷۷ لمريز کال کې کابل ته راستون شو او د ژوند تر پايه هلته د پښتو ادب په چوپړ کې بوخت پاتې شو.

ارواښاد استاد پسرلي د کوکچه،غزلبڼ، د نی کوڅه په نامه د غزل ټولګې، د پسته وور په نامه د څلوریځو مجموعه، د زهرې په نامه منظومه ، د پرون نن او سبا په نامه د څلوريزو ټولګه، د رابندرانات ټاګور د ګيتانجلۍ منظومه ژباړه، د يوناني شاعرې بېلټس  ژباړل شوي ترانې، کوچی ملا او بخملي صحرا په نامه ناولونه، د داسې هم وو” او “سره غالۍ” په نومونو د لنډو كيسو ټولگې، او ګڼ نور چاپي او ناچاپ اثار لري.

ارواښاد اُستاد پسرلی که له يوه پلوه په هيواد کې د شعر په ډګر کې د هندي ډوله کلاسيک سبک بنسټګر ګڼل کيده، نو له بله يې په نثر کې  هم برلاسي تر چا کمه نه وه او د کوچي ملا او بخملي صحرا د ناولونو په لوستلو سره په داستاني نثر باندې د هغه د بشپړي برلاسي اندازه هم په آسانه کيدلای شي.

ارواښاد اُستاد پسرلي څلور زامن، لمسيان، کورنۍ، شاګردان، مينه وال او ټول ولس له شا غمژن پريښودل.

 د نن ټکی آسيا اداره، په داسې حال کې ځان د غم او مصيبت په دغو شيبو کې د ارواښاد له کورنۍ او ټول ولس سره ګډ بولي، له لويه خدایه جل جلاله غواړي چې ارواښاد ته د خپل رحمت تر سايې لاندې ځاي ورکړي، د هغه حشر د مهديينو، صديقينو، شهيدانو او صالحينو په ټولۍ کې وکړي او پاتې وارثينو، مینه والو او ټول ولس ته دې الله تعالی د دغه غم د زغملو توان ، صبر او اجر ورکړي، اللّهم امين

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د