نړۍ

کاناډا: پر مسجد د ډزو له امله ۵ لمونځ کوونکي وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۱۱، ۱۳۹۵ل): د کاناډا هیواد په کیبیک ښار کې پر یوه مسجد او اسلامي مرکز باندي د لمانځه پر وخت ډزي شوي چې له امله یې لږ تر لږه ۵ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس ته عیني شاهدانو ویلي چې درې کسانو پر مسجد باندي هغه مهال ډزي وکړي کله چې شاوخوا ۴۰ کسانو په مسجد کې دننه د ماخوستن لمونځ کوی.

د ځینو غربي رسنیو په قول پولیسو د پيښې په تړاو دوه شکمن کسان نیولي دي.

باید وویل شي چې دغه پېښه په داسي وخت کې را منځته کیږي چې د کاناډا هیواد لومړي وزیر جاسټن ټروډو اعلان وکړ چې دوی د هر هیواد او هر دین اتباعو مهاجرینو ته په خپل هیواد کې ښه راغلاست وايي.

د کاناډا د مهاجرینو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې دوی به هغو مسلمانانو ته د هستوګني موقت جواز ورکوي چې اوس مهال په کاناډا کې دي او د ټرمپ د نوي فرمان له امله بیرته امریکا ته نه شي تللای.

باید وویل شي چې دوه ورځي وړاندي د امریکا په ټکساس ایالت کې یو مسجد وسوځول شو او د هغه تر مخه په کالیفورنیا کې هم د یوه مسجد د تخریب هڅه شوې وه.

په امریکا کې د ټرمپ د ولسمشر کېدو وروسته د مسلمانانو پر ضد تاوتریخوالی زیات شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x