د ښه احساس د ترلاسه کولو لپاره شپږ ښه عادتونه

ژباړن : عطا محمد میاخېل

خوشاله اوسېدل د هغو ښو احساساتو له ډلې څخه دی، چې نه شئ کولای، له چا څخه یې د ډالۍ په توګه واخلئ، ترڅو چې خپله یې د ترلاسه کولو له پاره هڅې ونه کړئ، نو تر لاسه به یې نه شئ کړای .

۱ ـــ د طبیعت غږونو ته غوږ نیول :

د امریکا د پنسلوانیا په پوهنتون کې ترسره شوې څېړنې ښيي، چې د طبیعت غږونو ته غوږ نیول، حتا که ثبت شوي هم وي، په ورځ کې د درې دقیقو له پاره، حتی د نا آراموونکي او خواشینوونکي فلم له لیدلو څخه وروسته هم کولای شي، ستاسو حالت ښه کړي .

۲ ـــ خندېدل :  

یوه عادي خندا، په هغه صورت کې چې دا خندا هدفمنده وي، کولای شي ستاسو د خوشاله کولو له پاره ټول شرایط برابر کړي . د امریکا د مشیګن په پوهنتون کې د ترسره شوو څېړنو پایلې ښیي : هغه کسان چې د ښو او مثبتو پېښو په اړه په فکر کولو سره خاندي، د هغو کسانو په پرتله ډېر خوشاله دي، کوم چې بې دلیله خاندي، نو د مثبتو خاطراتو په یادولو سره کولای شو، خپل حالت ښه کړو .

۳ ـــ د نورو خوشاله کول :

د یوې کوچنۍ ډالۍ ورکړه هم کولای شي، ستاسو زړه ته آرامتیا او خوشالي ور په برخه کړي . څېړنو ثابته کړې، چې د نورو له پاره لږ یا ډېر لګښت کول، کولای شي تاسو خوشاله کړي، دا خوشالي له هغه وخت څخه ډېره زیاته ده، چې تاسو د ځان له پاره لګښت کوئ .

۴ ـــ په خوښۍ باندې تمرکز :

خوښۍ او خوشالۍ ته د رسېدو له پاره هڅه، تاسو په ډېر چټک ډول دې موخې ته رسوي. موندنې ښیي، هغه ډله کسان، چې د قرآن عظیم الشان تلاوت ته غوږ نیسي یا یې خپله تلاوت کوي  او له دې سره هم مهال په خپلې خوشالۍ باندې تمرکز کوي، واقعاً خوشاله کېږي .

۵ ـــ د لمر وړانګو ته مخامخ کېدل :

که څه هم باید د لمر د زیان اړونکو وړانګو په وړاندې له خپل پوستکي څخه ساتنه وکړو، خو دا په دې مانا نه ده، چې په بشپړه توګه د لمر له ښېګڼو څخه ځان محروم کړو . په امریکا کې د یوې ترسره شوې څېړنې پر بنسټ، د لمر له وړانګو سره نه مخامخ کېدل، ښایي زموږ د بې حوصلګۍ سبب وګرځي . موندنې دغه راز ښیي، د لمر له وړانګو سره ډېر مخامخ کېدل زموږ اندېښنه او خپګان را کموي او د بدن د ویټامین ډي ( D ) کچه مو زیاتوي .

۶ ـــ  د خوشالۍ له احساس سره پلی مزل :

پلی مزل ستاسو د روحیې او حالت د ښه کېدو سبب ګرځي، که چېرې پلی مزل د لاسونو، مټو او اوږې له حرکتونو سره مل کړئ، ډېر به اغېزمن وي . په هغه ډول په لاره تګ، کوم چې تاسو خوشاله ښکاروي، د هغه پلي مزل په پرتله، چې آرامه او بې تفاوته وي، ستاسو د خوشالۍ حس زیاتوي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د