نن په انځورونو کي

د ټرمپ پر ضد مظاهرې – انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۱۱، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د سپيني ماڼۍ مخته په زرګونو خلک را ټول شول او د ټرمپ وروستی پرېکړه یې وغندله چې له مخي يې د اوه مسلمان هیوادونو اتباعو ته اجازه نه ورکول کیږي چې امریکا ته سفر وکړي.

دغه لاریوون کوونکو په ګډه چیغې وهلې او ویل یې : مونږ ټول مهاجر یو او دا زمونږ کور دی.

باید وویل شي چې په ورته توګه د امریکا په ځینو مشهورو هوايي ډګرونو کې هم لاریوون کوونکي را ټول شوي وه او هغو خلکو ته یې د لارې پرانیستلو غوښتنه کول چې د ټرمپ د وروستې فرمان له امله په هوايي ډګرونو کې بند پاتې شوي دي.

د یادوني وړ ده چې د ټرمپ له لوري د نوي فرمان د لاسلیکېدو وروسته د سپینۍ ماڼۍ چارواکو ویلي وه چې په دغه فرمان کې د ګرین کارډ لرونکې هم شامل دي خو تېره شپه د ولسمشریزي ماڼۍ جګپوړي چارواکي او د ملي امنیت وزیر وویل چې په یاد فرمان کې د ګرین کارډ لرونکي نه دي شامل، خو بیا به هم د هغو خلکو سره سخته پلټنه کیږي چې نومول شویو هیوادونو ته زیات تګ او راتګ لري.

ویډیو او انځورونه:

https://www.youtube.com/watch?v=Wnvd9SeLumE

https://www.youtube.com/watch?v=ZMBVNb3NAKk

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x