
مصری عالم: ټرمپ خدای رالیږلی ترڅو مونږ له اسلامي خلافت څخه وژغوري
نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۱۱، ۱۳۹۵ل): د مصر یو اکاډمیک شخصیت او عالم «مراد وهبه» د مصري حکومت رسمي تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې الله جل جلاله د امریکا نوی ولسمشر ددې لپاره را لیږلی تر څو خلک د اسلامي خلافت څخه وژغوري لکه څرنګه چې یې د مصر ولسمشر «جنرال سیسي» د جون په ۳۰مه راولیږئ تر څو د اخوان المسلمین تروریستي ډلې مخه ونیسي.
د ۲۰۱۴م کال د جون په ۳۰مه د مصر پخواني دفاع وزیر جنرال عبدالفتاح سیسي د اخوان المسلمین د ډلې منتخب حکومت پر ضد پوځي کودتا وکړه او ولسمشر دکتور محمد مرسي يې بندي کړ. جنرال سیسي وروسته په ولسمشریزو انتخاباتو کې ځان کاندید کړ او د ولسمشر په توګه اعلان کړ.
مصري عالم «مراد وهبه» وايي چې که هیلري کلنټن حکومت ته رسېدلې وای، نو له مبالغې پرته به زمونږ متمدني نړۍ ته ناورین جوړ شوی وای او په وینا یې ځکه خو ټرامپ د ولسمشر سیسي ستاینه کوي چې ګویا تمدن یې په خپلې ځیرکتیا وژغوره.
نوموړی زیاتوي چې که چیرې سیسي مصر نه وای ژغورلی، لومړی به اسلامي خلافت په مصر او منځني ختیځ کې جوړ شوی وای او بیا به یې نوري نړۍ ته سرایت کړی وای خو په باور یې سیسي په خپلې ځیرکتیا سره دغه پلان شنډ کړ.
مراد وهبه وویل کله چې اوباما مصر ته راغی او د قاهرې په پوهنتون کې یې وینا وکړه، د پوځ مشر «طنطاوي» څخه یې وغوښتل چې حکومت اخوانیانو ته وسپاري، بل لوري ته د اخوان المسلمین لارښود محمد بدیع وویل، که مونږ حکومت ته ورسیدو، ډېر ژر به اسلامي خلافت راشي.
باید وویل شي چې په ټولنیزو پاڼو کې د نوموړي مصري عالم څرګندونو یو ځل بیا د مصر حکومت او د مصر رسنۍ تر سختو نیوکو لاندې راوستي، چې د اسلام او مسلمانانو پر ضد تبلیغاتو ته یې کار ویلي او د اخوان المسلمین په نامه یې په لسګونو زره مصري وګړي بنديان کړي او په سلګونو نور یې وژلي دي.
په اسلامی ملک کی داسی یو خره ته عالم ویل ګناه ده الله په قرآن کی هغه مسلمان ته منافق ویلۍ دۍ چه الله ته یومخیزنه وی لکه مرسی چه السیسی کمونسټ یی ښه پیژاندی اوله بیری یی هغه وزیر دفاع مقرر کۍ که یی قدرت ته درسیدو په وخت کی لکه اوردوان بیله بیری ټول صحیح مسلمانان په فوج او ملکی حکومت کی پر قدرت راوستلی وای نوبه الله ته یو مخیزوای هیڅ کله به کودتانوای ورته سوی اوکه سوی هموای دغسی به ناکامه سوی وای لکه اردوان ته الله هرمسلمان غیرله ده دبیری منع کړۍ دۍ – مرسی… نور لوستل »
دپورته لیکنی په تعقیب:وټولومسلمانووروڼوته خواست کوم چه قرآن مجیدپه معنی په یادکۍ هم ددی دنیامکمله کامیابی
ډیره شایسته وینا
عبدالواحداڅګزۍ صېب ته ډيرښه دقران په معني پوهيږي
مهرباني وکړه دقران په معني ته عمل وکړه
په داسی معنې لکه تاچي دقران عمل کړېدي
نور کسان مه ګومراکوه
ګیره خو نلری چی دسپینی ګیری عزت دی وکړو خو خیر عمر دی زیاد دی بیا هم ګذاره درسره پکار ده
نکتایی وهل او په سپینه ګیره زنا کول به دوی ته تمدن او دانسانانو د خه والی معیار خکاری
آیا دکافر دونالد ترمپ په فحاشی خبر نه یاستی
د قبر مړی غوندی خکاری زه لږ د الله ذکر وکړه بله ورز به قبر ته ننوزی دا تمدن او د سامری خوسی به دی پکار نشی
اڅکزی صاحب سلامونه می ومنه ! زه د اسلامی اخلاقو د چلند له مخی هر چا سره د هغوی د ګډو وډو په بنسټ ګډی وډی نه لیکم . ستاسی په اړه می د کوم ورور تبصره لوستله هغه درته لیکلی وو چه تاسی فکری ثبات نه لری ، کله یو څه او کله بل څه جوړیږی ، کله خپلی خبری خپله نفی کوی په یوه تصره کی دی له ملحد امان الله خان خلیفه جوړ کړی او کله بیا له ستر مجاهد څخه منافق جوړوی ، همدی عمل ته الله ج قران کی فرمایی چه دوی سترګی ، غوږونه… نور لوستل »