fbpx
bairagh wadani
د طالبانو سیاسي دفتر

د قطر پر ځای په سعودي کې د طالبانو دفتر

د تیر میلادي کال د جون په ۱۸ د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر په رسمي توګه پرانیستل شو. د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستنې په سیمه ایزه او نړیواله کچه ګرم استقبال وموند، او په داخل کې د ګڼو احزابو، مخورو شخصیتونو او سیاسي څیرو د تایید سربیره په بهرنۍ نړۍ کې هم د سولې پر لور د طالبانو دا قدم وستایل شو.

 

خو د طالبانو سیاسي دفتر تر هر چا وړاندې کرزی او د کرزي د سولې شوری سخته نارامه کړه، د کابل د حکومتي چارواکو په وینا، کرزي امریکا ته د (اسلامي امارت) د نوم او بیرغ په اړه شکایت وکړ، او له هماغې ورځې څخه بیا تر نن پورې کرزی د امنیتي تړون په لاسلیک کې د مختلفو مبهمو لاملونو له مخې زړه نازړه بریښي.

د کرزي د ویاند ایمل فیضي په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر (جان کیري) کرزي ته ډاد ورکړ چې د قطر حکومت به ددوی په غوښتنه یو شمیر اقدامات وکړي. همداسې وشول، امریکا د قطر له هیواد وغوښتل چې د طالبانو بیرغ او لوحه د دفتر له ودانۍ راښکته کړي، د طالبانو د سیاسي دفتر له ودانۍ څخه د (اسلامي امارت) لوحه او بیرغ ښکته شول، او په تعقیب يې طالبانو تر نامعلومې نیټې پورې د دفتر او مذاکراتو د بندولو پریکړه وکړه.

د دفتر له بندیدو وروسته د کرزي او د سولې شوری دریځ:

کله چې د امریکایانو دفشار په نتیجه کې د قطر هیواد د طالبانو بیرغ او لوحه لرې کړل، د کرزي حکومت په ډیر افتخار سره د امریکایانو ددې اقدام نسبت خپل ځان ته وکړ او ویې ویل چې اوس ټولو ته ثابته شوه چې د افغانستان د حکومت نه پرته هر ډول مذاکرات ناشوني دي.

د سولې شوری د طالبانو سیاسي دفتر د سولې د بهیر ماتول وبلل، ددې شوری مشر صلاح الدین رباني د طالبانو سیاسي دفتر ته په اشارې وویل چې دوی اندیښمن دی چې د سولې بهیر په منحرف لوري روان شو.

داسې معلومیده چې د قطر له دفتر سره د کرزي او د سولې د شوری مخالفت د بیرغ او د اسلامی امارت د لوحې پر سر اصلا نه وه، بلکې له بیرغ او نوم څخه ئې د پلمې او بهانې کار اخیست. په هماغه وخت کې د سولې شورا غړي اسماعیل قاسمیار وویل چې د بیرغ او لوحې کوزیدل کافي نه دي. د نوموړي غوښتنه له امریکایانو دا وه چې د طالبانو تازه پرانیستل شوی دفتر په مکمله توګه وروتړي او طالبان مجبور کړي چې په کابل کې دفتر پرانیزي.

دا چې د کرزي مخالفت اصلا په قطر کې له دفتر سره وه، نه له بیرغ او لوحې سره، ډیر شواهد ئې په اړه شته، هماغه وخت، یعنې د دفتر پر سر له کړکیچ څخه دوه میاشتې وروسته د کوچني اختر له لمانځه وروسته کرزي خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې که طالبانو په کابل کې دفتر پرانیستی وی لوحه او بیرغ به ئې نه کوزیدل. د کرزي د دغو څرګندونو معنی دا ده چې د نوموړي مخالفت له ځای (مکان) سره دی، نه د امارت له بیرغ او نامه سره، لکه څرنګه چې خلک فکر کوي، او که دفتر په نوي ځای کې پرانیستل شي دوی ئې له نامه او لوحې سره مخالفت نه لري.

له هماغې ورځې څخه وروسته کرزي او د سولې شوری خپلې هڅې دومره ګړندۍ کړي چې د سوال او زاریو لپې ئې آن تر پاکستان او سعودي عربستان وغځیدې، ترڅو ددوی په خوښه یو بل هیواد کې د طالبانو لپاره سیاسي دفتر پرانیستل شي، په دې اړه د وروستیو هڅو په توګه د سولې د شوری د هیئت سفر سعودي عربستان ته، او ورپسې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر سفر پاکستان ته د یادولو وړ دي.

ولې په سعودي کې د طالبانو په دفتر ټینګار کیږي؟

افغان دولت، امریکا، د سیمې او ګاونډ هیوادونه ډیر وروسته پوه شول چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په ريښتیا سره د هیواد د سولې او ارامۍ په لار کې موثر ثابتیدی شي، حال دا چې د دغو هیوادونو اټکل دا وه چې ښايي برعکس به دا دفتر د طالبانو په لیکو کې انشعاب راولي، د نظامي او سیاسي طالبانو په مینځ کې به د اختلاف کرښې وباسي، طالبان به د نظریې او تشکیلاتو په لحاظ په ډلو او ګروپونو تقسیم کړي، او بالآخره به د طالبانو واحد قوت په یو ویشلي او پاشلي ضعیف قوت باندې بدل شي.

خو څرنګه چې د قطر د دفتر ابتکار له لومړي سره د طالبانو په خپل لاس کې وه او له پیل څخه ئې هیڅ بهرنۍ او ګاونډۍ حلقې ته دا موقع نه وه ورکړې چې په دې بهیر باندې خپل تاثیر وغوړوي او یا په کې د خپلې خوښې رول ولوبوي، ددې سبب وګرځید چې له دې بهیر څخه په افغانستان کې د یوې واقعي سولې د راتګ طمع او توقع وشي، او دا هغه څه وه چې د کرزي په ګډون د ځیني هیوادونو، چې په یو سوله من افغانستان کې خپلې شخصي ګټې په خطر کې ویني، انديښني ئې راوپارولي او ډیر وروسته خپلې اشتباه ته متوجه شول او وئې لیدل چې د سولې په پروسه کې د اخلال ټولې دروازې ئې پرمخ بندي دي.

کرزي او پاکستان، چې ددغو هیوادونو په سر کې راځي، وپتییله چې خپله پخوانۍ اشتباه جبران کړي، او ددې اشتباه د جبران لپاره ئې دا غوره وبلله چې د سولې پروسه ددوی تر نظارت لاندې پیل شي او ددې کار لپاره ئې یوازینۍ لار دا ولیده چې په سعودي عربستان کې د طالبانو لپاره یو بل دفتر پرانیستل شي، او په دې توګه د سولې او مذاکراتو بهیر له قطر څخه، چې ابتکار ئې د طالبانو په لاس کې دی، سعودي عربستان ته، چې ویاړ به ئې د کرزي دولت ته راجع کیږي، انتقال او ولیږدوي.

بناء که طالبان په سعودي کې دفتر ومني ددې معنی به دا شي د سولې ټوله پروسه بیرته له سره پیل شوه، او دا ځل به  هغه اړخونه چې مخکې ئې ځانونه منزوي لیدل دا ګټه وکړي چې د سولې پروسې ته به له خپلو مادي او شخصي منافعو سره په موازي جهت حرکت ورکړي.

که په لنډه او واضحه ئې ووایو، په سعودي کې د طالبانو له دفتر څخه یو څو هیوادونه د خپلې هغې سیاسي انزوا د خاتمې په مقصد کار اخلي له کومې سره چې د قطر د دفتر د پرانیستنې له کبله مخامخ شوي، د سعودي، کرزي او پاکستان له دغو هڅو او کوښښونو څخه هدف په مطلق ډول د خپلو منافعو تحقق ګڼل کیږي، نه د دردیدلي او کړیدلي افغانستان لپاره د سولې او آرامۍ راوستل.

آیا سعودي عربستان د سولې په خبرو اترو کې د کوربه توب وړتیا لري؟

که پر حقیقت سترګې پټې نه شي، طالبانو په مذاکراتو کې د منځګړي او کوربه هیواد د انتخاب لپاره ډیر منطقي او پرځای شرایط ایښي. یو له دغو شروطو څخه دا دی چې منځګړي هیواد به په تیرو کلونو کې له طالبانو سره منفي چلند نه وي کړی. ښايي له دې شرط څخه هدف دا وي ترڅو مذاکرات په شفاف ډول ترسره شي ځکه چې دا شوني نه بریښي چې یو داسې هیواد چې له طالبانو سره د مخالفت او دښمنۍ  په موقف کې پروت وي، د مذاکراتو په جریان کې خپل شفافیت او بې پری توب وساتي.

که پر افغانستان له امریکايي یرغل څخه وروسته د طالبانو په اړه ددې هیواد موقف ته وګورو، د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د سعودي عربستان په نیت ګڼ شکوک او شبهات راټوکیږي، تر هرڅه وړاندې دا پوښتنه مطرح کیږي چې که له عربستان سره ريښتیا هم د افغانانو درد او غم وي ولې طالبانو ته د دفتر ورکولو پر ځای هغه افغانان له خپلو زندانونو څخه نه آزادوي چې له طالبانو سره د تړاو په جرم همدا اوس هم ددوی په پټو او ښکاره زندانونو کې پراته دي؟

بناء ویلی شو چې سعودي عربستان د خپل پخواني چال چلند او تصرفاتو له کبله د یو واقعي کوربه او منځګړي چانس له لاسه ورکړی، په سعودي باندې اوس نه طالبان باور کوي او  نه پرې د سولې په برخه کې عام افغانان زړونه تړلی شي.

که په سعودي کې دفتر پرانیستل شي، څومره موثریت به ولري؟

نن ورځ دا ټولې نړۍ ته جوته ده چې د طالبانو تحریک له نورو ګوندونو او احزابو سره په یو شي کې عمده او اساسي توپیر لري، ددې تحریک د افرادو او قیادت ترمینځ د اطاعت رسۍ ډیره غښتلې او په خپل مینځ کې په یو دیني روح سره پییلي دي، او دا هغه څه دي چې په معاصرو سیاسي ډلو او احزابو کې ئې موجودیت په نشت حساب دی.

که دغه واقعیت ته په کتو سره د طالبانو د مشر ملا محمد عمر هغه څرګندونې په پام کې ونیسو چې له برحال سیاسي دفتر څخه علاوه بل هیڅ چا ته دا صلاحیت نه ورکوي چې د طالبانو په استازیتوب دفتر خلاص کړي او یا ئې په نمایندګۍ له چا سره خبرې وکړي، په سعودي یا بل ځای کې د طالبانو د سیاسي دفتر رول، اهمیت، ارزښت او موثریت په مطلق ډول په اوبو لاهو کیږي. په ۲۰۱۳/۱۰/۱۳ نیټه د لوی اختر په مناسبت د طالبانو مشر په خپل پیغام کې داسې اعلان وکړ چې:

((له نړيوالو سره د تماس لپاره مو یوازې د اسلامي امارت  سیاسي دفتر ته دنده سپارلې ده، په دې برخه کې که بل هرڅوک په هر ځای کې د اسلامي امارت په نامه، د دفترخلاصولو کوښښ کوي هغوئ د اسلامي امارت نمایندګي نشي کولای، له غیر نماینده افرادو سره تماسونه د وخت ضایع کول دي او هیڅ ګټه نلري، همدارنګه که داسلامي امارت له رسمي ویندویانو او دسیاسي دفترله مسئولو کسانو علاوه بل څوک د اسلامي امارت په نامه داسلامي امارت پالیسي بیانوي، او یا له سیاسي دفتر پرته بل څوک له مخالفو لوریو سره تماسونه ټینګوي، یا څوک د اسلامي امارت په نامه دانتخاباتو ملاتړ کوي ،هغوی زموږنماینده ګان نه دي اونه هم له موږ سره تماس لري بلکي دا ډول کسان  دځان دشهرت او مادیاتو تر لاسه کولو په خاطر  دا کار کوي)).

له دغسې روښانه دریځ او صریحو څرګندونو وروسته ګمان نه کیږي په سعودي کې د سیاسي دفتر د رهبرۍ لپاره داسې شخصیتونه پیدا شي چې هغوی د طالبانو د تحریک له متن څخه راوتلي وي، او نه داسې ګومان کیږي چې ددغه دفتر پریکړې او تصامیم به د سولې په برخه کې طالبانو او بیا افغان ولس ته د ارزښت وړ وي.

د طالبانو په ډله کې یوازینی هغه څوک چې د دغسې یو دفتر لپاره د طالبانو د مخالف مثلت (امریکا، کرزي او پاکستان) سترګې وراوړي، ممکن ملا اغاجان معتصم وي چې یو وخت د طالبانو د سیاسي کمیټې مشر او بیا د طالبانو د مشر د یو فرمان پر اساس له دې دندې ګوښه او تر اوسه پورې د طالبانو په لیکو کې هیڅ کومه رسمي دنده په غاړه نه لري.

لکه مخکې چې اشاره وشوه، که د طالبانو د تحریک تاریخ ته نظر واچوو دغه تحریک د خپل واحد قیادت او د امیر د اطاعت له برکته په مختلفو پړاوونو کې له سختو نړیوالو دسیسو او توطیو څخه روغ وتلی. نو که په سعودي کې د نوموړي یا بل چا په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستو ته هم د یوې توطیې په سترګه وکتل شي، دا نتیجه لاس ته راځي چې د امریکا، کرزي او پاکستان له دغې وړۍ څخه هم د شړۍ کیدو طمع بې ځایه ده، د طالبانو په لیکو کې ترې د انشعاب هیله په دې معنی ده چې څوک په هوا کې شیندلو تخمونو ته د زرغونیدو په طمع کښیني، او که د سولې د یو واقعي کوښښ په سترګه ورته وکتل شي بیا هم د افغانانو مطلق اکثریت په دې باور دی چې د سولې دغه لاره د افغانستان پر ځای سیده ترکستان ته غځیدلې.

ګل احمد ویاړ

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د