افغانستان

هلمند: سنګین ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده، طالبان د پرمختګ خبر ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۱۱، ۱۳۹۵ل): طالبانو د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې درنه جګړه پیل کړې او ګڼ پوځي مرکزونه، قرارګاوې او پوستې یې تر بریدونو لاندې نیولي.

له سیمې څخه رارسیدلي راپورونه وايي چې پوځي مرکزونه او پوستې په پرلپسې ډول سقوط کوي او جګړه دا مهال د ولسوالۍ د ودانۍ څنډې ته رسېدلې.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک وايي چې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د طالبانو یو سرتیري بریدګر د ملي اردو په یوې پوځي قرارګاه برید وکړ.

نوموړي د برید په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې سرتیري بریدګر د یوې شوبلې په واسطه چې په ټنونو منفجره موادو بار وه، په پوځي قرارګاه برید وکړ او په بشپړه ډول یې له مینځه یووړه.

ښاغلي احمدي زیاته کړې چې د یاد شوبله بم برید وروسته په څلورو نورو قرارګاوو «سترې تاکتیکي چاودنې» ترسره شوي چې څلور واړه په بشپړه ډول له خاورو سره سمې شوي دي.

د هملند والي ویاند عمر ځواک وايي چې له ښوراب پوځي اډې او کندهار څخه ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي ترڅو د طالبانو پرمختګ تم کړي.

له بلې خوا عیني شاهدان د سنګین په فضا کې د الوتکو او هوايي بریدونو خبر هم ورکوي.

طالبانو په یوې تازه خبرپاڼه کې ویلي چې تر اوسه پنځه پوځي مرکزونو، ۲۰ لويو او ۵ وړو پوستو سقوط کړی او د دوی لاس ته لویدلي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په جګړه کې د تلفاتو په اړه ناخبري ښودلې، خو قاري یوسف احمدي وايي چې ځواکونو یې د ۱۰۰ په شاوخوا کې دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.

تراوسه مرکزي حکومت د سنګین جګړې په اړه هیڅ نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x