نظــر

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د مطبوعاتو او مخابراتو حال

 عبدالله ابن مبارک احمدزی

لکه څنګه چې تاسو ټولو ته مالومه ده طالبانو چې کله په ۱۳۷۳ هجري لمریز کال کې د داخلي جګړې پر ضد وسله پورته کړه بیا یې تر ننه پورې بېرته په ځمکه کېنښوده،که څه هم طالبانو ۵ کاله حکومت وکړ خو دا ټول وخت دوی د جنګ په حالت کې وو،بهرنیو استخباراتو به د افغانستان ځینې ډلې د طالبانو پر ضد حمایه کولې،همدا علت و چې ټول افغانستان د طالبانو په لاس کې نه و،دا په نړۍ کې یو معمول دی چې کوم حکومتونه په جګړه ایز حالت کې وي،هلته اقتصادي رکود،تخنیکي،صنعتي او کرنیزه وده په ټپه درېدلي وي،طالبان که څه هم په یو ډېر حساس وخت کې واک ته ورسېدل،سره له دې چې د شرق او غرب هېوادونو پرې اقتصادي او سیاسي بندیزونه ولګول خو بیا یې هم ځینې د پام وړ خدمتونه ترسره کړل چې له هغې جملې به یې مخابراتو او مطبوعاتو ته یوه ډېره لنډه کتنه وکړو.

مخابرات:
په دې اړه مې د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځې د استاد سید مسعود لیکل شوی کتاب وکوت خو له بده مرغه هغه د دې پر ځای چې حقیقت بیان کړی وای د تعصب او ژبنيو زاویو څخه یې خپل نیمګړی تحلیل وړاندې کړی دی.په هر صورت؛ هېڅ د ویښ وجدان خاوند به د هغه وخت په لاسته راوړنو سترګې پټې نه کړي، اوس به راشو خپا اصلي مطلب ته: دا هغه وخت و چې مخابراتي سیستم،ټیلفون،ټلګراف او په ځانګړي ډول پست لکه څنګه چې باید ساتل شوي وای هغسې و نه شول او ډېر یې له منځه لاړل،،د افغانستان مخابراتي سیستم په ۱۳۷۲ کال کې چې کابل د خونړیو جګړو شاهد و د برید لاندې راغی،ټول مهم وسایل یې یا غلا شول او یا هم له کاره وغورځول شول،له بده مرغه طالبانو هم د جګړه ایز حالت او اقتصادي کمزورتیا له امله ډېر وخت ته اړتیا درلوده چې دا سیستم بېرته په پښو ودروي،د افغانستان خلک په ځانګړي ډول د کابل ښار اوسېدونکي به د یوې ټيلفوني اړېکې له پاره ګاونډي هېواد پاکستان ته تلل،خو له اوږدې جګړه ایزې مودې را وروسته د افغان بسیم شرکت هغه لومړنی مخابراتي شرکت او سیستم و چې دا مهال فعال شو او د پاکستاني او جرمني شرکتونو ځای ناستی شو،په دومره لنډ وخت او لږو امکاناتو سره دا هم یو لوی خدمت ګڼل کېږي، چې د کابل اوسېدونکو ته دا حالت په ډېره آسانۍ د تحلیل وړ دی.او دا هم یوه لاسته راوړنه ګڼل کېږي چې طالبانو ټلګراف،مخابرات،ټلیفون او په پای کې انټرنټ په افغانستان کې لکه څنګه چې په کار وه او د هغوی په وس پوره وه په پښو ودرول چې هېڅ بې طرفه افغان به سترګې پرې پټې نه کړي.

مطبوعات:
مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي د مجاهدینو خپلمنځیو جګړو د مطبوعاتو په فعالیت او نشراتو هم منفي اغېز ښندلی و،د جګړو له وېرې تګړه ژورنالستان په کور کېناستل او یا یې بهر ته سفر وکړ،د مطبوعاتو فعالیت په ډېرو لږو ساحو کې هغه هم په مشروط ډول لېدل کېده،طالبانو ته د کابل له نیولو سره دا هم تر غاړې و چې مطبوعات بیا را ژوندي او فعال کړي،د عمده او مهمو ورځپاڼو په برخه کې کولی شو د هېواد او انیس نومونه یاد کړو چې په پرله پسې او منظم ډول به یې فعالیت او نشرات کول،او د شریعت ورځپاڼه د حقیقت ورځپاڼې پرځای چې د ثور د انقلاب له وخته پاتې وه فعاله شوه چې زرګونه نسخې به یې چاپېدلې او لوستونکو ته به په لاس ورتللې،په کندهار ولایت کې د طلوع افغان په نامه ورځپاڼې فعالیت کاوه او په هرات ولایت کې اتفاق اسلام ورځپاڼې،چې د طالبانو د هڅو او کوښښونو په پایله کې د هرات ادبي انجمن هم بېرته په فعالیت پیل وکړ او خپله نشریه یې د «اورنګ هشتم» تر نامه لاندې خپروله.

د طالبانو په حکومت کې دهیواد په پلازمېنه كابل ،ننګرهار،کندهار،بلخ او هرات کې رسمي حكومتي اخبارونه فعال وساتل شول اوپه نورو ولايتونوكې يې (۹) عنوانه نوي اخبارونه خپرول.همدارنګه دنورو متفرقه كتابونو او رسالو پرچاپ يې برسيره دمختلفو ادارو له لوري په منظم ډول (۱۱) يوولس عنوانه مياشتنۍ اودوه مياشتنۍ مجلې په عصري كمپيوټري سيستم خپرېدې.

شريعت اونيزه (په اونۍ کې دوه ځله خپریده )، هیواد ورځپاڼه ، انیس ورځپاڼه ، په انګليسي ژبه کابل ټايمز اونيزه ، کتاب میاشتنۍ مجله دکمکیانو انیس روغتیا مجله ،دباختر اژانس خبري بلوټن بیدار ورځپاڼه په مزارکې، طلوع افغان اوونیزه په کندهار کې ، ننګرهاراونيزه ، وړانګه په پکتيا کې مهالنۍ اخبار ، پيام اسلام په هرات کې ، خلافت مجله ، کندهار مجله ، الاماره عربي او انګلش مجله ، الطالب عربي مجله ،خوست مجله ، کنړ مجله او…… )، چې په دې کې (۱۲) مجلي وې ، (۹) اخبارونه ، هغه چې فعالې وې داسلامي امارت تر کنټرول لاندي ټول هيواد ته په منظم ډول استول کيدې ، په هرولايت کې يې داطلاعاتو او کلتور په رياستونو کې د توزيع څانګې درلودې چې ټولو دولتي او غير دولتي ادارو ، پلورنځايونو ، ګډونوالو او مينه والوته رسيدې ، له دې جملې نه (۸) مجلې او اونيزې په مرکز کې خپريدې او (۱۲) مجلې او اونیزې په ولایاتو کې خپريدلې ، چې منځپانګه او محتوا يې ، دهیواد عليا ګټې ، اسلامي ارزښتونه ، ريښتوني خبرونه ، حماسي شعرونه او دهيواد د فرهنګ او ادب لپاره خدمت کول وو.
دا چې هغه وخت د راډيو نشرات څومره وو باید ووایو چې:

د اسلامي تحریک او اسلامي امارت په زمانه کې دراډيو ګانو تعداد (۱۴) شاوخوا ته رسيده.

دکابل دشریعت غږ راديو،چې په مختلفو ژبو (پښتو،دري، ازبکي، بلوچي،اردو،او انګليسي ) یې په خبري سرویس سربیره سیاسي تبصرې ،دیني ،معلوماتي ،روغتیایي ادبي او نورې ښې خپرونې درلودې.همداراز په مختلفو ولایتونو کې راډیوګانې فعالې وې چې ټول ټال (۱۲) ساعته خپرونې یې لرلې ، اسلامي،سياسي ، ټولنيز، او فرهنګي مطالب يي خپرول ، چې دهيواد او نړۍ وضعيت به يي تر تحليل او تجزیې لاندي نيوه او داسلامي امارت دپاليسۍ ښه ترجماني يي کوله .

دغه شان د باختراژانس لوی ریاست په ټولو ولایتونو کي مدیریتونه لرل اودټول هیواد د خبرونو ټولول اوبیا دیوه خبري سرویس په بڼه ټولوداخلي اوخاریجي رسنیوته دتلګراف ،ټليفون ،مخابري او په ورستیو کي دنیټ له لارې رسول ور تر غاړې وو.

په مركز او ولايتونو كې د كابل په مركزي پنځه سوه كيلو واټه راډيو سربيره طالبانو څوارلس پاېې غيرفعال راډيویي سټيشنونه فعال كړل حال دا چې ترطالبانو مخكې يواځې څلور سټيشنونو فعاليت درلود.

دکابل دشریعت ږغ راډیو، دکندهار رادیو ، دننګرهار راديو ، کنړ راډیو، دګردیز رادیو ،دغزني راډیو،بلخ راډیو ،هرات راډیو،زابل راډیو، هلمند راډیو اوکندز راډیو.

یاده دې وي چې مطبوعاتو ته وده ورکول او ملاتړ یې کول په ټوله کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت دنده ده چې په دې برخه کې هم د وزیرانو هڅې له پامه نه شو غورځولی، داطلاعاتو او کلتور لومړی وزير محترم ملا امیر خان متقي وو ، چې وروسته له هغه بل وزیر محترم ملا قدرت الله جمال داطلاعاتو اوکلتور وزير مقرر شو .

او د ټولو ولایاتو په کچه د اطلاعاتو او کلتور رياستونه فعال او هر یوه یې ځانګړی رئیس درلود.

بله خبره دا ده چې لکه اوس غوندې هغه وخت د خپلواکو او شخصي رسنیو په نامه هېڅ یوه رسنۍ او ميډيا فعاله نه وه او نه هم وخت د دې خبرې غوښتنه کوله، ټولو رسنيو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ترچتر لاندې فعالیت کاوه ، البته دا دافغانستان په تاريخ کې پخوانی ميراث وو چې رسنۍ ټولې د حکومتونو تر چتر لاندي پاتي شوې وې او طالبانو هم په هغه حال وساتلې.

د طالبانو د وخت دټولو نشراتو ، اطلاعاتي خدمتونو ، او پرمختګونو په اړه داسلامي امارت دهغې زمانې آريشفونه که پيدا کړل شي په هغو کې لا ډيرمعلومات په لاس راتلای شي ،په هغه وخت کي ډیر کتابونه چاپ شول او ممکن په عامه کتابتون اوطلاعاتو او کلتور وزرات او ولايتي رياستونو کې په دې اړه ډېر څه شتون ولري.

تلویزویون د کابل له نیولو بیا تر سقوطه پورې له فعالیته ولوېد ځکه هغه اهداف چې د تلویزیون له لارې تر لاسه کېږي هغه ټول د راډیو له لارې تر لاسه کېدل نو اضافي مصرف ته په داسې حساس او جګړه ایز وخت کې څه اړتیا وه؟ ،کېدای شي هغه وخت به د دې مسألې وضاحت آسان وای،ځکه یو خو هېواد د وېش او تجزیې په څنډه ولاړ و او بل زموږ اکثره هېواد وال په اسلام او اسلامی ارزښتونو کلک ولاړ دي،او هغه وخت دومره امکانات،دومره کافي اندازه مسلکي او کارپوه ژورنالستان به نه وو چې یو دم دې تلویزوني خپرونې پيل کړي،خو لږ تر لږه په هغه وخت کې د شریعت راډيو د راډيويي خپرونو سره په څنګ کې عینا لکه یو تلویزون رول لوباوه،د ځینو راډیوګانو په خپرونو چې له بهر نه د بهرنیو او استخبارتي موخو له پاره یې خپرونې کولې محدودیت وضعه شو،د ډمانو اتحادیه وتړل شوه،او ټول په کورونو کېناستل،تیاتر.سینما،ټلویزون، د شیطانت لوازم ګڼل کېدل،او همدا د وخت غوښتنه هم وه،د طالبانو حکومت پرېکړه کړې وه چې ټولې سینما ګانې او د سازو سرود مرکزونه به ویجاړوي او پر ځای به یې جوماتونه جوړوي خو دې کار لږ وخت غوښت چې تر ډېره پلی هم شو خو چې حکومت سقوط وکړ نور یې همداسې په خپل حالت پاتې شول. که څه هم د افغانستان تر ټولو لويه سینما ((کابل نندارې)) مجاهدینو وسوځوله خو د طالبانو پلان دا و چې د دغسې مراکزو پر ځای باید مسجدونه ودان شي.

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

هر هغه څوک چی د طالبانو په واکمنی او حکومت بی ځایه نیوکی کوی زما په نظر ډیر بد او دمسلمانی نه وتلی شخص دی او الله دی په آخرت کی مخ توری او بویناکه راپاڅه یی د امارت حکومت د افغانستان په تاریخ کی یو زرینه واکمنی وه او تاریخ به یی په زرینو کرښو ولیکی دامارت واکمنی په افغانستان کی هر چاته لکه د لمر وړانګو ښکاره ده څوک چی پری سترګی پټه یی هغه به یو زلیل او مختوری انسان وی.

Zadran

فهیم صاحب،تاریخ د طالیب دوره د سقاو د زوی دوره پرتله کړی،او د سقاو زوی یی ښه په بللی،

Zadran

فهیم صاحب.د طالیبانو حکومت پسی بد وییل څه چه،د اصحابو کرامو حکومت پسی هم بد ووایی له اسلام څخه کفر ته نه ووځی،د بی ځایه فتوا ګانی څخه ډاده وکړه.

غ.حضرت

زموږ ورور چه دا پورته دوې لاسته راوړنی تشریح کړېدی دواړی ئې په هیڅ وجه د لومړیتوب د اصالت څخه برخمنی نه وې پدې معنی چه د مخابراتو او اطلاعاتو تر خدماتو نور ډېر مهم مهم کارونه وه چه باید تر سره شوی وای، لکه پوهنه او روزنه او کرنه او مالداری او روغتیائی چاری او نور.مخابراتو پدې خاطر هم پرمخ تګ وکړ او نن ورځ ئې هم پر مخ تګ کړیدی چه د پردیو تکنالوژیکی بازاریانو او دلالانو جیبونه په ډکېده او ډکېږی.

غوربندِي

طالبانو ته کڼډواله ښارونه په میراث پاته شول، له بلې خوا د شر او فساد سره د جګړې په سبب ددې موکه په لاس کې نه وه جې د بیاودانولو چارو ته پام واړوي،،، هغه سړکونه چې دوی په نشت امکاناتو قیر کړي دي تر اوسه محکم پاته دي خو د امریکایانو په ډالرو جوړ هغه لس وارې جوړ او خراب شوي دۍ.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x