syrian child

په عراق کې دوروستیو خونړیو پیښو پړه د چاپرغاړه ده؟ – سرمقاله

نن ټکی آسیا – سرمقاله: له نیږدې دوو اونیوراهیسې د عراق د الانبار ولایت په فلوجه ،رمادي اوسامراء سیموکې ولسي خلګو د المالکي دولت په خلاف په وسله وال پاڅون لاس پوري کړی چې له امله یې په سلګونو کسان ژوبل او وژل شوي دي.

د یادوسیمو سُني میشتو اوسیدونکو هغه وخت په وسله وال پاڅون لاس پوري کړ چې د المالکي حکومت د هغوئ مشروعو غوښتنوته په منفي ځواب ویلو سره د هغوئ د سوله ایزو لاریونونو مخنیوی وکړ.

په عراق کې د سُني میشتو سیمو اوسیدونکي له (۸) میاشتو راهیسې د بغداد له حکومت څخه د هغو زرګونو بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي چې د بیلابیلو تورونو له امله په محبسونوکې پراته دي .

د دغو بندیانو له جملې څخه یې ۷۰۰۰ ښځینه بندیانې دي چې په زندان کې ورسره ډیر نامناسب چلند کیږي او عراقي عشائر(قبیلې) د د غو ښځو په اسارت کې ساتل د خپلو قبیلوي عنعناتو او اسلامي ارشاداتو خلاف عمل بولي .

په عراق باندې د امریکايي یرغل په مهال د مقاومت سیمې هم ، همداسُني میشتې سیمې وې چې نن یې د امریکايي پلوه مالکي حکومت خلاف پاڅون پیل کړی ،او دفلوجې ښار په شمول یې د الانبار ولایت ګڼې سیمې ترخپلې ولکې لاندې راوستې.

فلوجه ښار چې د پلازمینې بغداد په ۶۰ کیلومترې کې شمال لویدیځ لورته پروت دی په کال ۲۰۰۴ کې یې له امریکايي پوځیانوسره د شدید مقاومت له امله نړیوال شهرت پیدا او امریکایانو ونکړای شول چې له خپل ټول مجهز پوځي ځواک سره نوموړي ښارته داخل شي . د فلوجې په دې بی ساري مقاومت کې دعراقي مقاومت د احصایو له مخې ۲۲۰۰ امریکايي پوځیان او د هغوئ پوځي قراردادیان ووژل شول او د هغوئ د وحشیانه بمبار په نتیجه کې ۱۴۰۰ دفلوجې مقاومت کوونکي اوسیدونکي هم شهیدان شول .

اوس چې بیا د الانبار په سُني میشته ولایت کې د مالکي حکومت په ضد پاڅون شوی د فلوجې اوسیدونکي ورکې اساسي رول لري او د مالکي حکومت د دغه دمقاومت دله منځه وړلو لپاره له امریکايي چارواکو د مرستې غوښتنه کړې چې د هغوئ له خوا هم منل شوې او د یاد مقاومت د ځپلو لپاره یې له هغوئ سره داباچې پوځي اونورو بي پلوټه الوتکو دورکړې ژمنه هم کړې .

اوس پوښتنه داده چې د امریکایانو له وتلو وروسته په عراق کې د خپل منځي جګړې پړه دچا پرغاړه ، او ولې د دې تباه کوونکې جګړې لمبې ورځ تربلې د دې هیواد نورو سیموته غزول کیږي؟

ځواب واضح دی او هغه داچې امریکایانو د خپل اشغال په مهال په عراقیانو هم یو متعصب ، مزدور او بیواکه نظام د پوځي زور په وسیله داسې تحمیل کړ ی لکه د کرزی فاسد او بیواکه نظام چې یې په افغانستان تحمیل کړی .

اوس په عراق کې د کورنۍ جګړې د پیلولو اصلي پړه د امریکایانو پرغاړه ده ؛ځکه هلته هم د هیواد سُني مذهبه اوسیدونکي ټول له خپلو سیاسي او اداري حقونو څخه محروم او داسې معامله ورسره کیږي کیږي لکه په افغانستان کې چې د دې هیواد لوي اکثریت پښتانه له هرڅه محروم او په مختلفو نومونو ټکول کیږي .

دعراق له ادارې او سیاسي واک څخه د سني مذهبه عربانو محرومول او په مختلفو تورونو د هغوئ ځورول په لوي لاس په دې ګڼ توکمه هیواد کې کورنۍ جګړې ته د زمینه سازي په معناده .

امریکایان غواړي همدغه خطر ناکه دسیسه له افغانستان څخه تر وتلو وروسته د افغانانو ترمنځ هم عملي او په دې وسیله په افغانستان کې دکورنۍ جګړې پیلیدوته لاره پرانیزي .

د عراق او افغانستان په اړه د امریکايي توطیو اوسازشونو تسلسل او نوعیت بلکل یو بل ته ورته او په دغو دواړو هیوادونوکې دکورنۍ جګړې دپلیدو امکانات او شرائط هم له یوبل سره مشابه دي .نور دا د افغانانو په تیره د هغوئ د سیاسي واکمنانو په بصیرت پوري اړه لري چې څرنګه کولای شي خپل هیواد او ولس د یرغلګر د ښمن له دغې تباه کوونکې دسيسې څخه وژغوري ؟

ویمکرون ویمکر الله … و الله خیر الماکرین .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د