نړۍ

د ملک سلمان او ټرمپ تلیفوني اړیکه: د «تروریزم پر ضد جګړه» به په ګډه کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۱۱، ۱۳۹۵ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز سره پر تلیفون خبري کړي دي چې د ځینو سرچینو په وینا دغه خبري تر یوه ساعته غځېدلي دي او دواړه لوري پر خپلمنځي تعلقاتو غږیدلي دي.

سعودي عربستان چې د اسلامي نړۍ د مخکښو هیوادونو څخه شمېرل کیږي، تر اوسه یې د ټرمپ د هغو توکمپالو ویناوو او فرمانونو پر خلاف څه نه دي ویلي چې په ځانګړي ډول یې مسلمانان په کې هدف ګرځولي دي.

دواړو لوریو ته نیږدې سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ټرمپ او باچا سلمان تر منځ تلیفوني اړیکه تر یوه ساعته وغځېده، چې په دغه موده کې یې پر خپلمنځي اړیکو، په منځني ختیځ کې د امن او سولي، په سوریه کې د امن سیمې او د تروریزم پر ضد جګړې په اړه خبرې وکړې.

که څه هم تمه کېده چې ملک سلمان به له ټرمپ سره د هغه د وروستي فرمان په اړه هم خبرې وکړي کوم چې نوموړي د اوه مسلمانو هیوادونو په اتباعو د بندیز په اړه لاسلیک کړی او پر ضد یې په امریکا او نړۍ کې سخت غبرګونونه راپارولي دي، خو یادې تلیفوني اړیکي ته نیږدو سرچینو ویلي چې دوی په دې اړه معلومات نه لري چې ایا دواړو لوریو په دې موضوع خبرې کړي او که نه.

باید وویل شي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې له خپلې ژمنې سره سم د اوه اسلامي هیوادونو پر اتباعو او مهاجرینو بندیز ولګاوه چې د راتلونکو ۳ میاشتو لپاره به امریکا ته سفر نه شي کولای او همدارنګه یې د امریکا د مهاجرت پروګرام د څلور میاشتو لپاره معطل کړ. نوموړي وویل چې په دې توګه غواړي چې د اسلامي تروریزم څخه امریکا خوندي کړي.

د ډونلډ ټرمپ د دې وینا او فرمان پر اساس د لویدیځې نړۍ اکثرو هیوادونو د هغه په خلاف څرګندوني وکړې او دغه کار یې د بشري حقوقو د قوانینو خلاف وباله، خو تر اوسه په دې اړه د اسلامي هیوادونو ولسمشرانو او چارواکو خاموشي اختیار کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x