دیني، سیرت او تاریخ

اسلامي بانکوالي (پنځمه برخه)

محمد یعقوب نائل


ايا اسلامي بانکوالي چل دی؟

ځينې خلک بيا له ځانه سره وايي چې اسلامي بانکوالي يو چل دی او د همدې نوم څخه په گټه يو سودي تجارت روان دی، د دوی دا پرېکړه تر يوه بريده سهي ده؛ خو اتيا / ۸۰ فيصده بيا هيڅ حقيقت نه لري، ځکه چې خنډ د هغه چا لپاره وي چې تل ميانه روي کوي، هغه څوک چې وايي: ددې کار سر ته رسول فرض دي يا هم وايي: دا کار کول حرام دی، دا خبره د لومړی خبرې په پرتله اسانه ده.

په لويه کچه د اسلام د اقتصادي نظام د ستر بنسټ چې د ټولنې د اصلاح دروازه هم ورسره خلاصېدی شي او د نړيوال سرمايه دارانه، کميونيزم او سوشليزم د بې انصافه قوانينو څخه خلاصی او پاکې گټې ته لار موندلای شو هغه دا چې ټولې راکړې ورکړې بايد د شراکت او مضاربت سره وتړو.
د شراکت او مضاربت نه پرته نور هم داسې معاملات شته چې زموږ معاملات پرې سميږي، لکه: مرابحه او اجاره، خو په نسبت سره مرابحې او اجارې ته بايد د شراکت او مضاربت معاملې پرمخ يوسو.

ځينې خلک دا هم وايي: څه وجه ده چې شراکت او مضاربت ته د مرابحې او اجارې په نسبت پرمختګ ورکړو؟

دا ځکه چې د طب په اصطلاح ناروغ ته د لومړی تداوی پرمهال پين کِلر (pain killer) درمل د درد د کمولو په موخه ورکول کيږي، خو ولې همېش ناروغ ته دغه يو ډول درمل نه ورکول کيږي؟ ځکه چې د ناروغ تر تشخيص وروسته ناروغ ته د خپلې ناروغی اړوند درمل ورکول پکار دی ترڅو ناروغ په خپلو درملو ښه شي.

دغه ډول په بانکوالی کې د سود په څېر د حرام کار څخه خو د مرابحې او اجارې (د جواز) لور ته تگ دا خپله په بانکوالی کې د کاميابی گام دی، ځکه چې د ناروا څخه خبره روا ته راووتل، خو موږ بايد نور کوشش هم وکړو چې معاملې مو ټول په ټوله شرعي شي، په شراکت او مضاربت کې ښه لاسته راوړنه ولرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x