
غزل/ نظام کندهاری
نظام کندهاری
چې له سترګو بهيوم سېلاب د اوښکو
شايد ومومم يوه ورځ ثواب د اوښکو
پر ګرېوان چې مې دانه دانه توييږي
هجر وشلاوه زما تناب د اوښکو
فريادي چيغي بلبل وهي چې ويني
په لمن کې د ګلاب خوناب د اوښکو
له دې ژونده د دردونو باران ووري
ځکه نشته اوس زما حساب د اوښکو
ملغلره د وصال به په لاس درشي
پسې ولټوه سم درياب د اوښکو
د غفلت زنګ که دې باسې له سينې نه
تويوه پرې شپه او ورځ تېزاب د اوښکو
باب په باب فصل په فصل اوښکي غواړي
اې نظامه عشق وي ټول کتاب د اوښکو