ټکنالوژي

دفلکي علومو لارښود (12) ګرنویچ (Greenwich) او نړۍ وال تاریخي خط (International Date Line)

مفتي احسان الله

ګرنویچ (Greenwich):

صفر درجه، یا هغه ځای چې نړۍ وال زماني خط ورنه پیلیږي، هغه دانګلستان دلندن ښار په جنوبي شرق کې د 9 میله فاصلي په لېريوالي وړوکی ښارګوټي ګرنویچ دی، چې اوس دلندن دښار یوه برخه تشکیله وي. په دغه ښار کې تر ټوله لویه شاهي رصدګاه هم شتون لري، په دې ښارګوټي کې يو وړوکی باغ (باغیچه) دی، په دغه باغ کې یو تار ځوړند دی (پر زمکه هم دخط نشان جوړ شوی دی)، له دغه تار نه دتاریخ یا زماني پیل کیږي، او دنړۍ پر مخ دټولو هیوادو وختونه ددغه تار له وخت سره برابر پیلیږي (التبة دځینو هیوادو وختونه ورسره جمع او دنور بیا ترینه منفي کیږي)، دا په 1884م کال کې، په واشنټن کې دیو نړۍ وال کمپرانس په ترڅ کې، نړۍ وال تاریخي خط ومنل شو.

دا خط نړۍ، یا زمکنۍ کره پر دوو برخو وېشي، یوه برخه يې دخط شرقي خواته او بله يې دغربي لور ته واقع ده، دې خطه اروپا او افریقا برسېره ځیني ملکونه يې هم پر دوو حصو سره جلا کړي دي لکه: جزائر، خپله انګلستان، مالي او غانا، البته تر ډیره حده کوشش شوی دی، چې خط تاریخ په داسي ځای له شماله تر جنوبه تیر شي، چې دهیوادو سرحدونه قطعه نه کړي.

داسلامي نړۍ تنزول او خط تاریخ:

کله چې دمسلمه نړۍ دعلم لمريزي وړانګي پر نړۍ خورې وي، په هغه وخت کې دګرنچ پر ځای، دبحر اقیانوس مشهوري جزېرې، چې په عربي کې ورته جزائر خالدات وايې، او اوس په کینري جزېرو سره شهرت لري، داوسنۍ اسپانيې په حدودو کې واقع او دلوی تاریخي حیثیت درلودونکي دي، دهغه وحت ساینس پوهانو عالمي تاریخي خط یا زماني صفر درجه خط له دغو جزېرو نه پیل بلی، تر 1884م کال پوري دفلک پوهانو ټول آثار، اطلسونه او نقشې دجزائر خالدات دصفر درجه خط پر بنا تیا شوي دي، او په دغو ټولو کې دزمانې پیل له جزائر خالدات نه شوی دی، دالبیروني او الادريسي ټولي نقشې دجزائر خالدات پر صفر درجه خط باندي بنا دي، دقدیمو نقشو صفر درجه خط جزائر خالدات، او دنويو نقشو هغه بیا ګرنچ دی، ددواړو په منځ کې 26 درجې فرق شتون لري، یعني جزائر خالدات له ګرنچ نه 26 درجې دمغرب خوا ته پروت دی، کله چې له قدیمو نقشو نه استعمال ضروري شي، هلته باید د26 درجو فرق لحاظ شي.

ډیری تاریخ پوهانو جزائر خالدات ته دزیات اهمیت له امله جزائر السعادت هم ویلي دي.

نړۍ وال تاریخي خط (International Date Line):

صفر درجه طول بلد خط یا خط تاریخ هغه فرضي نړۍ وال تاریخي خط ته ویل کیږي، چې دزمکي پر کره شاوخوا د180 طول البلد خط سره برابر راګرزېدلی وي، دا خط دزمکې کره پر دوو برابرو برخو وېشي، دخط تاریخ دشرق خواته يې شرقي حصه او دغرب خوا ته يې غربي برخه بلله کیږي، تر ډیره حده دا کوشش شوی، چې خط تاریخ یو ملک پر دوو برخو تقسیم نه کړي، ولي چې بیا به دیو ملک یو طرف ته یو تاریخ، مثلا حمل 10 وي، او بل خوا ته به يې دحمل 11 تاریخ وي، چې دا دخلکو دتشویش سبب ګرزي.

له خط تاریخ نه ورځ او تاریخ پیلیږي، او دا خط چې دنړۍ پر کومه برخه تیر شوی دی، هغه به دتاریخ په اعتبار، سره بیل – بیل بلل کیږي، لکه ددایومیدي (Diomede Ïslands) په نامه دووې مشهوري جزیرې، چې په منځ کې تقریبا خواوشا پنځه کیلومتره فاصله ده، ددواړو جزیرو په منځ کې خط تاریخ تير شوی دی، یوه جزیره دخط زماني په شرق کې او بله په غرب کې واقع ده، په یوه جزیره کې که ددوشنبې ورځ 20 تاریخ وي، خو په بله کې بیا دیک شنبې او 21 تاریخ وي. همدا راز ددې خط مشرقي خوا ته سماوا (Samoa) او غربي لوري ته (Fiji) واقع ده، ددواړو په ورځ او تاریخ کې له ورایه فرق ښکاره دی، ځکه که په سماوا کې دپنجشنبې ورځ او دجنوري 10 تاریخ وي، نو په فیجي که به دچهار شنبي ورځ او دجنوري 9 ورځ وي، که په فيجي کې دپجشنبې دسهار 08:00 بجي وي، نو په سماوا کې به دجمعي دسهار 08:00 بجي وي، پوره 24 ساعت فرق لري، حلانکې ددواړو (سماوا او فیجي) په منځ فاصله هم دومره زایاته نه ده.

البته دزماني خط له امله که په تاریخ او ورځ کې فرق راځي، خو په وخت او ساعت کې بیا فرق نه لري، ځکه دنړۍ ټولو وختونه دګرینچ له وخت سره برابریږي، له ګریچ نه چې ملک پر هر نمبر طول بلد خط واقع وي، دهغه طول بلد په اعتبار سره یې وخت له ګرنچ سره دجمعي یا منفي په نسبت سره برابریږي.

در حقیقت خط تاریخ یو فرضي او وهمي خبره ده، یوازي له عام خلګو سره دځان دپوهاوي لپاره استعمالیږي، په حقیقت کې ورباندي کوم تغیر او تبدیل اړه نه لري، لکه زموږ دملک افغانستان مرز نه چې کله یو ګاونډي هیواد ته واوړو، هلته به ضرور خپل ساعت دهغه ملک له وخت سره برابره وو، که څه هم دمرز شاوخوا وخت په حقیق کې یو برابر وې، خو یوازي به خپل ساعت مخته او یا وروسته کړو.

اسلام او دخط تاریخ اهمیت:

له هره اړخه اسلام یو کامل او مکمل دین دی، داسي نه دی لکه مسیحیت، یا بل دین، چې هر وخت دحالاتو سره اوښتون په کې راغلی دی. دتاریخ په حساب کې هم اسلام تام پوره دی، دنړۍ والو فیصلو ته ضرورت نه لري، ځکه چې اسلامي احکام لکه روژه، حج، زکات لمونځ او داسي نور هر څه تر مشاهداتو پوري اړه لري، کله چې درمضان میاشت ولېدله شي، بس روژه ده، او کله چې دذي الحجي نهمه ورځ شي، عرافات دی او کله چې پر مال یو کال تير شي، زکوات ورباندي فرض دی، حاصل دا چې اسلام داحکامو په لحاظ خط تاریخ ته هیڅ ضرورت نه لري.

خو بیا هم تر کومه حده چې دزندګي دتعامل او معاملات خبره ده، او له یو بل سره دپوهاوي په اړه، روښتیا هم یو بین الاقوامي قانون اړین او لازم دی، البته ددې لپاره تر ټولو دا ډیره پر ځای او دعتبار وړ خبره ده، چې مکه مکرمه په نړۍ واله سطحه صفر درجه خط تسلیم کړل شي، او له هغه نه خپل معمولات پیل او ورباندي ختم وبلل شي.

زَمِني منطقې (Time zone):

زَمِني منطقې هغو علاقو ته ویلکیږي، چې وخت يې سره یو وي، دشمالي قطب نه بیا تر جنوبي قطب پوري زمني منطقې خپرې دي، خو خپله قطبان په کې داخل نه دي، ټوله نړۍ پر 24 زَمِني منطقو وشله شوي ده، هره منطقه پر 15 طول بلد خطونو باندي پرته ده، د24 زمني منطقو ټول خطونه 360 پوره کيږي، او دا هم معلومه خبره ده، چې لمر په څلور دقیقو کې له یو طول نه تر بل طول پوري مسافه طی کوي، او په 60 دقیقو کې تر پنځلس طول بلد خطونو نه تېريږي، چې پوره یو ساعت تشکیله وي، او په څلیرویښت ساعتو کې 360 طول بلد خطونه طی کوي.

کومي علاقې چې پر یوه زَمِني منطقه واقع وي، دهغو وخت هم سره یو وي، مثلا هغه مناطق چې له 60 طول بلد شرقي خط نه بیا تر 75 طول بلد شرقي خط پوري پرتې دي، ددغو ټولو منطقو وخت یو شان وي، یعني پر دغه ټولي منطقې له ګرنچ سره 05:00 ساعت فرق لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
موسی فرهاد

مفتی صاحب !
نړۍ وال تاریخي خط (International Date Line):که څه هم زه په انګریزي کې ښه وارد نه یم خو فکر کوم چې د پورتني انګریزي عباراتو ترجمه به داسی نه راځي .
بلکي نړیوال تاریخي خط د انګریزي د دې تورو (International Historical Line) ترجمه کیدای شي .
د پورتنۍ جملي مفهوم چې داسی وشی ښه به راشی ، د تاریخ یا نیټې بین المللي کرښه (International Date Line) .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x