شعـــــرونه

بيت الله ته!/ رضوان الله فيضاني

 

رضوان الله فيضاني
خدايه ورمې وله ښکلي بيت الله ته
ورتلل غواړمه سپېڅلي بيت الله ته

چې شېبې شېبې رحمت مدام پرې اوري
کاشکې ورشم نازولي بيت الله ته

ذوالجلال د خپل غفران څادر پرې خپور کړي
بختور دي چې څوک تللي بيت الله ته

د دنيا ټول ښايستونه ترېنه هېر شي
چې په مينه چا کتلي بيت الله ته

هلته شته ده سکينه ناکرار زړه ته
ځي خوږمن او دردېدلي بيت الله ته

پاکه ربه هغه وخت به وي لا کله
ما چې سترګې وي نيولي بيت الله ته

اخ چې زه د مينې غېږ په مينه ورکړم
ډېرې اوښکې مې ساتلي بيت الله ته

( فيضاني ) خپله خو نشمه ورتللی
سلامونه مې لېږلي بيت الله ته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x