روغتیا

امريکا: د والګي له امله ۲۱ تنه مړه شوي دي

په امريكا كې د اكتوبر له مياشتې راهيسې د والګي ناروغۍ له امله ۲۲ تنه مړه شوي دي. د متحده ایالاتو  په ۳۵ ايالتونو كې د ساري ناروغۍ نښې نښانې ليدل شوي دي او طبي کار بوهان وايي چې په راتلونكې میاشت كې به دا ناروغي لا زياته شي. د امريكا د ناروغيو د كنترول او مخنيوي د مركز د شمېرو له مخې تر اوسه پورې ۲ زره ۷۰۰ كسان د والګي د شكايت له امله روغتونونو ته د درملنې لپاره راغلي، چې ددې شمېر نيمايي برخه يې په تېره اوونۍ كې روغتونونو ته تللې ده. دا مركز خبر دارى وركوي چې د ۱۸ كلونو نه تر ۶۵ كلونو پورې عمر لرونكي كسان دې د والګي په وړاندې د ځانګړې پاملرنې نه كار واخلي. د شمالي كرولانيا په ايالت كې د والګي له امله د مړو شوو ۲۱ كسانو نه ۱۹ تنه يې ځوانان دي. ډاكټران اندېښنه لري چې په راتلونكو اونيو كې به ناروغي نوره هم پراختيا ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x