شعـــــرونه

غزل/ ذوالقرنين پاچا

ذوالقرنين پاچا
زیروي مي دلته خلګ مهاجره کلــــــیواله
نيت دي څه دۍ څه پکار دي مسافره کلیواله

په دا نيمه شپه به کډي وس د چاه کلی ته يوسم
ستا په شاني درپدر سوم درپدره کليواله

زړه مي درد کوي پر دغه څو پيړي ستا مريدان وو
نن له هغو خيرات غواړي قلندره کليواله

نه د ږوند را باندي پام دي نه مو مرګ په غيژ کی اخلي
په ږړا یو له ګودره تر سنګره کلیواله

ددې کلی داسی دود دي خان لُنګی غواړی له دواړو
ځه په خپله به پخلا سو مروره کلیواله

چی پر مرګ د ذوالقرنین جایزه وانخلی له چانه
یو په بل مو سره وږنی ناخبره کلیواله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x