د کاناډا لومړی وزیر وایی پر مسجد برید «تروریستي برید» دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۱۱، ۱۳۹۵ل): تېره شپه دماخوستن لمانځه پر مهال د کاناډا په کیوبک ښار کې پر یوه مسجد ډزې وشوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۶ تنه مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د کاناډا لومړی وزیر «جسټن ټراډو» د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې ده او دا یې د مسلمانانو پر ضد یو تروریستي عمل بللی دی.

غربي میډیا عموما د مسلمانانو پر ضد امنیتي پيښو ته د تروریستي بریدونو نوم نه ورکوي خو دا لومړی ځل دی چې د کاناډا لومړي وزیر دغه اصطلاح وکاروله.

نوموړي وویل: «مونږ د عبادت او پناه په یوه اسلامي مرکز کې پر مسلمانانو تروریستي برید غندو، مسلمان کاناډایان زمونږ د هیواد او ملت مهمه برخه دي، دغه سي ناوړه اعمال زمونږ په ټولنو، ښارونو او هیواد کې هیڅ ځای نه لري».

باید وویل شي چې ددې تر مخه خبر ورکړل شوی وو چې په مسجد کې پنځه کسان مړه او نامعلوم شمېر نور هغه وخت ټپیان شول کله چې د ماخوستن لمانځه پر مهال نامعلومو کسانو پر مسجد ډزې وکړې.

د مسجد امام ویلي چې د ماخوستن لمانځه پر مهال شاوخوا ۴۰ کسان موجود وه چې پېښه را منځته شوه.

پولیسو ویلي چې دوه کسان په پېښه کې ښکېل وه چې دواړه نیول شوي او تحقیقات ورسره پيل شوي دي.

په کاناډا کې پر یوه اسلامي او دیني مرکز باندي وروسته تر هغه برید کیږي چې د دغه هیواد لومړي وزیر وویل چې دوی به په خپل هیواد کې مسلمان مهاجرینو ته ښه راغلاست وايي.

د کاناډا د کیوبک ولایت والي فلیپ کولارډ د پيښي وروسته رسنیو ته ویلي چې مسجدونو او دیني مرکزونو امنیت باندي به پولیس وګمارل شي.

نوموړی د ښار مسلماني ټولني ته په وینا کې وویل : «مونږ ستاسو سره یو، تاسو په خپل کور کې یاست، تاسو ته په خپل کور کې ښه راغلاست وایو، مونږ ټول د کیوبک ښاریان یو، مونږ باید ټولي هڅي جاري وساتو تر څو ارامه او هرکلی ویونکې ټولنه جوړه کړو».

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
این فوتو بسیار جالب است یعنی وقتیکه جوانان تحصیلکرده مسلمان بی ایمان و بی غیرت می شوند و از جهاد که فرض عین و حکم الله سبحانه و تعالی می باشد ترس دارند و از کشور های خود فرار میکنند دختران با حجاب مسلمان خود را در آغوش مردانه های صلیبی می اندازند ننگ شرم است به چوانان تحصیلکرده های ما !

عبدالواحداڅګزۍ
میلمه
عبدالواحداڅګزۍ

وروڼو ما۴۰کال دکفر په ملکو کی مزدوری کړی ده کفارو زموږ ومنافقینوته مسجدونه خلاص کړۍ دی ته به فکر کوی چه څونه لوی خدمت یی کړۍ دۍ دادونه مصرف کوی په حقیقت کی هغوی ملایان نه دی دهغو مخبران دی مصرف یی حکومت ورکوی چانده یی دوی پخپلو جیبوکی اچوی زه په نیویارک کی یومسجد ته دلمانځه دپاره ور وختم ډیر خوشحاله سوم چه داڅونه ښه مسجددۍ چه دلمانځه پروخت ګورم ملایی زه پیژنم چه دسی آی ای غړۍ یوفاسق دۍ بیرته ځنی راکښته سوم-داچه زه مسلمانانوته خواستۍ کوم چه قرآن حکیم شان ټکۍ په ټکی زده کۍ تفصیریی مه… نور لوستل »