د کتاب: (ژړوي مي هغه تللي تللي خلګ) مخکتني په مناسبت ادبي غونډه

خبرتيا
ژړوي مي هغه تللي تللي خلګ په نامه تاريخي کتاب چي دږوب ديو ادبي او کلتوري تنظيم دګلو څانګه له خوا د زر ټوکه په شمېر تازه له چاپه راوتلی دی، دمخکتنې دستوره به د اتوار په ورځ د سپټامبر مياشتې پر۲۵مه نېټه سهار لس بجې په بي اېنډآر مېلمستون کي کېږي، غونډه پردوو برخو وېشلې ده، په لومړی برخه کي به ډاکټر لياقت تابان، ډاکټر نصيب الله سيماب، برکت شاه کاکړ، عبد الکريم بريالی، سيال کاکړ، قاري جمال الدين مساپر، ډاکټر شفيق، محمد نعيم آزاد، محمود آياز، عمر ګل عسکر، محمد آمين، مهر الله خپلواک، نظر پانېزی، ډاکټر نصر الله وزير، برملاخان برمول، داود بخت مندوخېل، حافظ رحمت نيازی اونورالدين عديم ثاني دامن،پښتنوته ورپېښې ستونزې اودحل لارې ترسرليک لاندې مقالې وړاندي کوي . اودوهمه برخه پښتومشاعرې ته ځانګړې سوې ده .

دغونډې دلومړی برخې مشر مېلمه به دخيريه موسسې اين ډي ايم اې مشر ښاغلی ظفر اقبال قادر او د دوهمې مشري به کمشنر مير اختيار بنګلزی او ايالتي وزير انجنير زمرک اڅکزی کوي .

په دغه پرتمينه غونډه کي به د ږوب په شمول دلر او بر پښتونخوا ګڼ شمېر ليکوالان، فرهنګيان او د ادب مينه وال برخه اخلي .

رفيع الله مندوخېل، ږوب
Cell # 0092-300-3937628



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.