fbpx
silmiya

د اخوانيانو پر سوله‌ييزې مبارزې يوه تبصره – زاهد جلالي

د اخوان اوسنۍ سوله‌ييزه مبارزه نوې خبره نه ده. د دوی په تاريخ کې دې ته ورته يو بل مثال هم شته. بل مثال د تېرې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې واقع شوى، هغه وخت و چې د مصر مشر جمال عبد الناصر و. د مصر تاريخ کې د منشيې حادثه ډېره مشهور ده؛ ځکه له همدې وروسته د اخوان المسلمين او جمال دښمني شروع شوه. په منشيه کې پر ناصر بمي چاودنه وشوه، د چاودنې پړه چا پر غاړه وانه خيسته؛ خو حکومت اخوان تورن کړ. ناصر غوښتل اخوانيانو ته جزا ورکړي. نو يوه شپه کې يې په لس ګونو زره زاړه او واړه بنديان کړل. په زندان کې په ډېر غير انساني شکل تعذيبېدل او ځينې اعدام هم شول..

دا کشمکش د تېرې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې رامنځ ته شوی و. هغه وخت کې د اخوان المسلمين اول نسل لا ژوندی و. دوی هغه مهال هم د سوله‌ييزې مبارزې نارې وهلې.

له ناصره وروسته د سادات او مبارک په دورو کې هم حکومت او اخوان سره جوړ نه وو، د مبارک په دور کې خو اخوان غير قانوني و. اخوانيانو دغو درې دورو کې سوله‌ييز سياسي فعاليت کاوه. ځينو پرې نيوکه کوله، ويل يې دا هڅې ګټې نه لري؛ ځکه که دوی پارلمان ته هم ننوتلي وو، پارلمان به حکومت منحل کاوه، او په بله هره لار يې د دوی مخه نيوله.

کله چې د جنورۍ ۲۵مه انقلاب رامنځ ته شو، اخوان يو نوی سياسي حرکت هم جوړ کړ، او خپله پخوانۍ هغه خبره يې هم رد کړه چې ولسمشرۍ ته کانديد نه لري. دوی خپل کانديد محمد مرسي مخکې کړ، مرسي د شفيق په مقابل کې له نورو غير اخواني او سيکولرو ډلو په ملاتړ بريالی شو؛ خو په حکومت کې يې نورو ته چندان برخه ورنه کړه. په دې کار نور غوسه شول او د مرسي په ضد پاڅېدل، له فرصته په استفادې امريکايي، خليجي او نورو استخباراتو د سياسي مخالفينو مستقيم و غير مستقيم ملاتړ وکړ.

له دې کشمکشه په استفادې د دفاع وزير عبد الفتاح السيسي په مرسي کودتا وکړه او مخالفين يې له ځان سره کړل، له کودتا وروسته اسلامپال د سيسي په وړاندې پاڅېدل. سيسي د دوی د سوله‌ييزې مبارزې په مقابل کې ډېر توند عکس العمل وښود. دقيقې احصايې نه شته خو کېدای شي درې څلور زره کسان په مصر کې له کودتا وروسته وژل شوي وي.

اوس اسلامپال په دې بحث کوي چې اخوانيانو خو دا پنځوس کاله د دېموکراسۍ نارې وهلې او د دېموکراسۍ له لارې قدرت ته هم ورسېدل، مګر هغو کسانو چې د دېموکراسۍ او سيکولرېزم ټيکه دارن بلل کېږي، هغوی د منتخب ولسمشر په مقابل کې پاڅېدل او پر دېموکراسۍ يې پښه کېښوده، اوس بايد اخوان المسلمين خپله هماغه پخوانۍ پاليسي چې د سوله‌ييزې مبارزې پاليسي وه، مخکې بوزي او که ټوپک ته هم لاس کړي؛ ځکه مقابل لوري دېموکراسي ماته کړه او اوس هم د دوی د سوله‌ييزې مبارزې مخه په ټانګونو او ټوپکو نيسي.

ځينې وايي چې اخوان المسلمين بايد له زړې پاليسۍ تېر شي؛ ځکه مقابل کې يې ټوپک او ټانګ جنګېږي. دا نظر تر يوې اندازې معقول هم دى، ځکه مقابل لورى له دوى سره ديموکراسي، نه کوي او نه ورسره د قانون مطابق چلند کوي، بلکې وژنې يې نو دوى هم بايد له ځانه دفاع وکړي.  په دغه حالت کې ځينې صرېح نصوص امر کوي چې مسلمان دې له ځانه دفاع وکړي، دا اسلامي وجيبه ده او اخوانيان بايد له ځانه د ټوپک په مقابل کې په ټوپک عمل وکړي. که وجيبه نه وي، لږ تر لږه اجازه خو يې ټولو مذهبو کې شته.

حنفي، راجح شافعي او راجح مالکي فقهي نظر دا دى، چې دغه وخت کې له ځانه دفاع کول اسلامي فريضه ده چې په پرېښودو يې سړی ګناهګارېږي. قرآن وايي “فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ” (البقره ١٩٤). همدا رنګه په يوه حديث کې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: “مَنْ أُرِيدَ مَالُهُ فَقَاتَلَ فَقُتِلَ فَهُوَ شَهِيدٌ”.. دغو او ځينو نورو نصوصو ته په کتو، د سوله‌ييزې مبارزې مخالفين وايي چې بايد وسله واخيستل شي. دا نظر تر يوې اندازې معقول دى او د اسلامي فقهې د اکثريت فقهاو نظر هم دى.

خو حنبلي علما، ځينې مالکي او شافعي فقها وايي، چې له ځانه دفاع فریضه نه ده، بلکې جواز لري، که څوک له ځانه دفاع ونه کړي نه ګناهګارېږي. د دوی دليل دغه قرآني آيت دی، “لَئِنْ بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِي إِلَيْكَ لأَقْتُلَكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ” (المائده 28). همدا رنګه هغه نبوي حديث چې وايي قاتل مه اوسه، مقتول اوسه. د دوی بل د ليل د عثمان رضي الله عنه کار دی. کله چې پرې بريد وشو، هغه له ځانه د دفاع وسه لرله، خو ويې نه کړه. (عوده، عبد القادر. التشريع الجنائي الاسلامي، ٢٧٩ مخ)
يعنې اوس کيسه اختلافي ده. څوک چې حنفيان او په بل هغه مذهب وي چې له ځانه دفاع واجبوي بايد له ځانه دفاع وکړي، خو سوال دا دى چې اخوانيان د کومې فقهې مقلدين دي؟

اخوان المسلمين له پيله تر اوسه د يوه معين مذهب تقليد نه کوي. د حسن البنا شهيد په ژوند کې شيخ سيد سابق د “فقه السنه” په نامه کتاب ليکلی و، تقريظ یې شيخ حسن البنا ليکلی و. دغه کتاب کې سيد سابق يوه مذهب ته ځان نه منسوبوي، بلکې د هر مذهب رايه چې ورته راجحه ښکاره شي هماغه نظر ورکوي.

شيخ غزالي د اخوان المسلمين له لومړنيو علماوو څخه و. ننني ډېری مصريان چې ځانونه د “وسطيت” لارويان بولي، د شيخ غزالي فقهې ته ځانونه منصوبوي. شيخ غزالي هم په مذاهبو کې راجح نظر باندې فتوا ورکوله، د معين فقهي مذهب تقليد يې نه کاوه. شيخ قرضاوي د غزالي شاګرد دی او اوسني ټول اخوني علما د غزالي په مذهب دي. دوی د يوه معين مذهب تقليد نه کوي، نو اوس دوی د فقهې دويم نظر اخيستی چې دوی ته له ځانه د نه دفاع اجازه ورکوي، دوي وايي چې همدا لار ډېره مؤثره ده.

د اخوان المسلمين اوسني مشر محمد بديع په رابعه العدويه کې وويل چې زموږ مبارزه سوله‌ييزه ده او سوله‌ييزه به وي؛ ځکه چې سوله‌ييزه مبارزه د دوی له ټانکونو او مرميو زوروره ده.

د دوی په اند که چېرته مصر کې وسله‌واله مبارزه شروع کړي، اول خو يې کول آسانه نه دي، ځکه دوی تش لاس دي او مقابل کې يې مجهز مصري پوځ دی. بيا فرض کړه دوی بريالي شول، مصري پوځ به له منځه لاړ شي او له دې سره به ستره ګټه اسراييل پورته کړي. اوس په سيمه کې د اسراييل په مقابل کې يوازې د مصر پوځ شته او اسراييل نه غواړي چې د دوی څنګ ته دې داسې پوځ وي. ځکه همدغه پوځ له اسراييل سره څو وارې جګړه کړې.

نو اخوانيان په دغه موضوع کې د اسلامي فقهې هغه نظر غوره کړی چې له ځانه د دفاع نه کولو اجازه ورکوي؛ ځکه د دوی حکومت ته رسېدل په دې لار شوني دي. په نړۍ کې ډېر انقلابونه شوي او د سوله‌ييزې مبارزې په پاليسۍ بېرته خلک واک ته رسېدلي.له دې لارې به د مصر په پوځ هم سلامت پاتې شي او دوى به خپلو اهدافو ته هم ورسېږي. ان شاء الله

لیکوال: زاهد جلالي، کالم: بغاوت – نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د