د دوبۍ د پولیسو پخواني مشر د ډونلډ ټرمپ اجرائات وستایل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۱۱، ۱۳۹۵ل): د متحده عرب اماراتو د دوبۍ ښار د پولیسو پخواني مشر «ضاحي خلفان» د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه اجراءات وستایل چې په دې وروستیو کې د امریکا او نړۍ په سطحه یې منفي غبرګونونه را پارولي دي.

ټرمپ د اوه اسلامي او عربي هیوادونو پر اتباعو باندي بندیز لګولی چې د راتلونکو درو میاشتو لپاره امریکا ته نه شي ننوتلای، چې له امله یې د غربي نړۍ اکثره مشرانو او د بشري حقوق سازمانونو د دنوموړي دغه پرېکړه وغندله او دایې د بشري حقوقو سره په ټکر کې وباله.

خو د دبۍ د پولیسو پخوانی مشر ضاحي خلفان بل نظر لري، نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، ټرمپ حق لري چې چا باندي بندیز لګوي او چاته اجازه ورکوي.

«هر هیواد حق لري چې خپل دامنیت خوندي کولو لپاره اجراءات وکړي، او د خپل ولس ژوند خوندي کړي».
په یوه بل ټویټ کې وویل: «متمدني نړۍ ته باید تروریستان پرې نه ښودل شي».

«امریکا اړتیا نه لري چې د وروسته پاته هیوادونو وروسته پاته ولسونو ته په خپل هیواد کې ښه راغلاست ووایی، بس یې دي ډیر لا له مخکې ورغلي دي، د ایران، عراق او صومالیانو په څېر خلک لیاقت نه لري چې امریکا کې واوسیږي».

«د صومالي حد مقدیشو، د سوري حد ترکیا، د عراقي حد مشهد دی، تاسو په امریکا کې څه غواړئ؟».

«وروسته پاته ولس امریکا ته ولي ځي؟ مړه ولسونه حق نه لري چې ژوندیو ولسونو ته ورشي».

نوموړي د ټرمپ ټول اجراءات وستایل او وې ویل: « ټرمپ ته د هغه د پر غیرتي پریکړو سلامي کوم.. دوی په بل ډول نه را ګرځي».

«ټرمپ د عربو پر خلاف نه جنګیږي، د خرابو پر ضد جنګیږي».

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

مړ دی وی داسی بی غیرته نظامی افسر چی دمسلمانی دعوه به هم لری بس دمسلمانانو په سر داسی بی شرفه او بیغیرته بی ایمانه واکمنان مسلط دی دا تنها دبی کی نه هرځای هر ملک کی داسی پست فطرته انسانان ډیر دی

احمد
میلمه
احمد

ضاحی خلفان غوندی مردار نجس او بی ایمان سړی کی اسلامی ملکونو کی وژنی بیا څه تعداد عوام خلک هم انتقاد کوی چی دغه کسان ملک تباه کوی فتنی جوړوی او داسی نوری اوتی بوتی وایی خو خلفان یا ده ته ورته نور بیغیرتان لکه دمونږ دملک سیافیان حضرتان مفکران ټلواله اوداسی ډیر نور که هره مرداری خوری او هر څه وایی اویا په لکونه مسلمانان په خپلو بی کاره ویناو خفه کوی په دوی بیا هغه کسان انتقاد نیوکه نکوی چی سپیه ولی داسی غاپی او خلک ځوروی

محمد عبدالله الخراسانی
میلمه
محمد عبدالله الخراسانی

دیر د شرم خبره ده چی داسی پست فطرته انسانان زانونه او خپل باداران متمدن بولی چی دغلامی او ظلم تر آخری درجی تنازل کړی دی او د دنیا دمادیاتو لاسته راوړل اصلی کامیابی بولی او همدغه ددوی پست فطرتی او رذالت بیشرفی به ددی سبب شی چی ددجال مخی ته ددجالی جنتونو په خاطر سر په سجده شی

سلطان صالحی له قزوینه سخه
میلمه
سلطان صالحی له قزوینه سخه

مرگ دوی په داسی پس پطرته ژندرالانو اودسی سپی فطرته نوکرانو.چه خپل کفری بادارا نوته داسی دچا فلسی اورزالته دکی خپره ونی کوی په بی غیرته نظا مونو کشی داسی بی غیرته سردمدان کار کوی چه هغه داسلا م اومسلمینو په عزت ندی خبر چه په هر زا ی کشی دسلیب یانو په خدمت کشی ولاروی …

ژوند په ایمان
میلمه
ژوند په ایمان

السلام علیکم.
دوستانو ستاسو نظرونه می ډیر په دقت په غور وکتل څرنګه چی خوګ پیغمبر (ص) ویلی دی چی کافر هیڅ وخت د مسلمان دوست نشی جو‌‌‌ړی دی بلکه هغه بیغرته مسلمان ځان مسلمان بولی د څو پیسو لپاره اروپایی هیوادونو ته زی د پخپله بی شرمی ځای دی تر سو چه عیسایی یا یهودی نشی اول هو درته قبولی نه درکوی بل زما په خپل شخصی نظر دا یو ښه کار وشو چی د مسلمان او کافر په مینځ کی واټن پیدا شو همدا د مسلمانانو لپاره پوهه او نصیحت ځای دی.

اسلم
میلمه
اسلم

خه کار ونشو