تاریخ او شخصیتونه

د افغاني پاچاهانو لنډ ژوندليک: ايوب شاه

لیکوال : شهید بشیراحمد ریان

ايوب شاه دتيمورشاه زوى ، داحمدشاه بابا لمسى و ، کله چي په افغانستان کې ملوک الطوائفي جوړه شوه، نو محمد عظيم خان دتش په نوم واکمن په لټه کې شو ، له شاه شجاع څخه يي هيله وکړه،هغه نټه وکړه او دبې شرطه مرستې او هيڅ رنګه پابندي نه منلو په صورت کې چمتو و.[1]

په دې وخت کې يې ايوب شاه وموند او محمد عظيم خان هغه ته دپاچهي وړانديز وکړ،هغه هم ومانو اوځان يي د پاچا په توګه  اعلان کړ (١٨١٩ز)، خو دوست محمدخان د محمد عظيم خان ورور،سلطان علي شاه په تخت کېنولى وو،له همدې امله د دواړو واکمنانو ترمنځ مجادله پيل شوه.دايوب شاه زوى اسمعيل سلطان علي شاه وواژه او ايوب دواحد لاسپوڅي واکمن په توګه ومنل شو .

محمدعظيم خان په ٣٨ کلنۍ کې وفات شو او پر ځاى يي زوي حبيب الله خان دايوب شاه دوزيرپه توګه کېنوست، حبيب الله خان هم ايوب شاه بي لاس اوپښو کړى و،په اسمعيل داخبره ښه نه لګېده اوغوښتل يي دحبيب الله خان چاره وکړي،خوله کندهاره پردل خان راغى،شهزاده اسمعيل يې وواژه اوايوب شاه يي له پلازڅخه لري کړ، په دې توګه دلاسپوڅو سدوزئي شهزادګانو واکمني ختمه شوه.[2]

[1] – پښتانه دتاريخ په رڼا کې ٧٤٨مخ ، سيدبهادرشاه ظفرکاکاخيل ، يونيورسټي بک ايجنسي پېښور پښتونخوا ، ٢٠٠٩ ز کال چاپ .

[2] – رجال ورويدادهاي تاريخي افغانستان٦٠ مخ ،احمدعلي کهزاد، احمدعلي کهزاد، دانش کتابخانه ١٣٧٦ سرطان هـ ش.، پېښور،پاکستان.

About the author

د افغان پاچهانو لنډ ژوند لیک د شهید بشیراحمد ریان شهکار اثر دی، دا کتاب لومړی ځل په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې چاپ شو چي د لوستونکو له درانه استقبال سره مخ شو او په ډېره کمه موده کې د مينوالو له غوښتنو سره سم اوه ځله له چاپه راووت. تر دي دمه د یاد کتاب تر شل زره زیاتې نسخې د لوستونکو تر لاسونو رسېدلې.

د نن ټکی اسیا ویب پاڼې اداري وپتیله چي له دې کتاب څخه د یوه یوه واکمن ژوند ليک په قسط واره توګه د خپلو لوستونکو لپاره نشر کړي.

د نن ټکی اسیا اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x