writing

اسلامي ډيموکراسي، حقيقت او که خيال؟؟؟ دويمه برخه

تبلیغات:

ډموکراسۍ ته د رسېدو لپاره یو هم حکومتي تبلیغات دي.کاندیدان د خلکو د رایې د اخستلو لپاره له هر ډول کارونو څخه ګټه اخلي، او هیڅ ډول کار څخه درېغ نه کوي. په دې لاره کې نامحدوده اندازه سرمایه او پیسې لګوي. چې دا کارونه او لګښتونه د ځان یا د بل چا لپاره شرعاً روا نه دي.

 الله فرمایي: (32)النجم
ژباړه: د ځان د پاکۍ خبرې کوئ، په داسې حال چې الله ستاسو پرهېزګاران له هر چا ښه پېژني.
د ښه انسان کارونه د هغه د شخصیت څرګندوی دي، او یو مشهور سړی وایي:( مشک هغه دي چې خپله ووایي، نه دا چې عطار یې ووايي.) کیدی شي، چې څوک ووایي، چې په ټاکنو کې خپله تبلیغات نه کوم او نور خلک یې راته کوي. نو هغوی ته وایو، چې رسول الله فرمایلي دي: ( کله مو چې مداحین(ستایونکي) ولیدل، نو مخونو ته یې خاورې وروشیندئ. 

که د ټاکنو اوسني لګښتونه په نړۍ کې وګورو، نو وینو چې په نړۍ کې له اندازې زیات لګښتونه د ټاکنو لپاره کېږي، د نمونې په ډول د امریکا متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د یوه نوماند لګښتونه له پنځه سوه میلیونو ډالرو اوړي. او د اخوان المسلمین ګوند په پارلماني ټاکنو کې له څلویښت میلیونو جنیه وو څخه زیات لګښتونه وکړل.

خبره دلته ده چې له دومره زیاتو پیسو لګولو موخه څه ده؟ او که په رښتیا د خلکو خدمت یې موخه وي، کولی شي چې په دې پیسو نېغ په نېغه له خلکو سره مرسته وکړي، او په زرګونو خلک له لوږې او بې چاره ګۍ څخه وژغوري. چې د دیموکراسۍ یوه کمزورې نکته همدا ده. لېدل کېږي چې ماړه او بډایه خلک څوکۍ او مقام ته رسېږي، او بیا له بیت المال څخه څو برابره ډېر لګښت کوي، او دا لړۍ پای ته نه رسېدونکې ده. بل دا چې وایي هغه ډله بریالې شوه او دغې بلې ډلې وبیلله. او بیا ګټونکې ډله د خپلو جېبونو په ډکولو لاس پورې کوي.

بېوزلان او اړتیالرونکي په خپل حال پاتې کېږي، او بډایان به نور هم بډایه شي، نو د دیموکراسي یو څو ماړه او بډایه پلویان مالداره او غریب په خپل حال وي، د دیموکراسۍ د پلویانو د ادعا خلاف دلته یواځې یوه ډله مالداران او بډایان په قدرت کې وي، او غریب ترې خبر هم نه وي.
او هغه ډله خلک چې د ډلو ، شرکتونو او موسسو له لورې واک ته رسېږي، اړ دي چې د هغوی د اړتیاو او سهولتونو د پوره کولو په ځای ورته د بیت المال او خلکو مالونه او شیان ور وبښي، بیا هم په پیل او پای کې خلک زیانمن کېږي. او که د ډلو له لارو څوک واک ته رسېږي، نو د هغې ډلې ټول قوانین به مني، او د هغوی ډول ته به نڅېږي. د هغوی د افکارو او رایو بندي به وي، که نه نو بیا به په بله دوره کې یې د کاندیدو درک هم نه لګېږي.

د واک غوښتنه( د حکومت غوښتل)

د خپل فکر او رایې د پلي کولو لپاره په کار ده، چې حکومت ته شخص ځان ورسوي، او په تېر بحث کې مو چې څه شي د تبلیغاتو او قدرت طلبي په اړه ولوستل، اړین دي چې کار ترې واخستل شي، چې د عالم اسلام ستر پېغمبر له هغې منع فرمایلې ده:
 (( په خدای قسم که څوک امارت(مشري) غواړي، یا د واک په لټه کې وي، واک نه ورکوم،او هغه ته مسولیت نه سپارم.))

همدارنګه یې حضرت عبدالرحمن بن سمره ته وفرمایل:
(( ای عبدالرحمنه! د واک او حکومت غوښتونکی مه جوړېږه، که واک دې وغوښته، نو دا دروند بار به دې خپله غوښتی وي، او که ویې نه غواړې، او مسولیت دروسپارل شي، نو الله به درسره مرسته وکړي.))

 د رسول اکرم دا خبره د واک ټول ډولونه ښیي، که د ټاکنو له لارې وي، او که له کومې بلې لارې څخه وي، او یا د خلکو په تایید، په ځانګړي توګه چې هغه خلک یې وټاکي، چې د رایې ورکولو اهلیت ونه لري.
شاید ځینې نور خلک په ځینو خبرو کې د واک په باره کې مسلمانانو ته شکونه پیدا کړي، کېدای شي ووایي: چې یوسف دا کار کړی دی، نو الله فرمایي:
ژباړه: (( ما د مالونو او د ځمکو د محصولاتو مشر کړه، ځکه چې زه ډېر امین او ساتونکی یم.))  (55) یوسف

مګر ددوي دا دلیل په دوه دلیلونو ناحقه دی، اول دا چې دا کلی قاعده ده چې له اسلام نه مخکې شریعتونه د هغوی د خپلو امتونو لپاره وو، او د اسلام په راتلو هغوی ټول منسوخ شول او له اسلامه مخکې شریعتونه لغو شول، په ځانګړي توګه هغه چې له اسلام سره په ټکر کې وو.

دویم داچې: یوسف په استثنایي توګه دغه غوښتنه له الله څخه وکړه، او دا خبره له اصولو او ارونو پورې تړلې نه وه، مګر دا  د یوسف شخصې دعا وه. لکه د فرعون په حکومتي دستګاه( لاسکارځای) کې د یوسف کار کول، په داسې حال کې  چې په اسلام کې د کفري نظام سره کار او همکاري کول، ناروا او حرام دي، په ځانګړي توګه هغه حکومتونه چې غلام حکومتونه وي، او د اسلام ټول علماء په دې په یوه خوله دي.:
ژباړه: ای مومنانو! یهودان او عیسویان( چې ستاسو په مقابله کې) یو له بله سره ملګري دي، له دوی سره ملګرتیا مه کوئ، او که له تاسو څخه هر چا ورسره دوستي وکړه، د هغوی له ډلې څخه دی، بېشکه الله ظالمانو ته لارښوونه نه کوي. المائدة 51

دا موضوع به د شکونو د رد په څپرکي کې په مفصله توګه وڅېړل شي.

د حزبونو او فکرونو ازادي( تعددګرایي)

یو په دموکراسي کې د افکارو او حزبونو ډېرېدل دي، چې په ښکاره ددې لاره هواروي، چې حزبونه(ډلې) یو له بله اختلافونه پیداکوي، او په ځینو مسئلو کې سره اختلاف کوي، خو په حقیقت کې د یوه بې ځایه او پوچ، ازاد او بې بندوباره، د بې قید وشرطه ازادۍ لپاره شرایط برابرول دي. چې په دې کې د غیر اسلامي او کفري افکارو ډېره برخه شامله ده. چې دا افکار د الهي دین په وړاندې دخلکو بې پروايي او د ډموکراسۍ په نوم د خلکو بې لارې کول دي. لکه په اوس وخت کې د ډموکراسي سرلاري امریکا، فرانسه، انګلستان او…… د هر فکر لرونکی د یوه حزب(ډلې) جوړولو او د نوماندکېدو حق لري، ان تردې چې همجنس بازان او منحرفین! خو که څوک وغواړي، چې رښتینې اسلامي حزب جوړ کړي، نو اجازه نه ورکول کېږي، او یاپه یوه نوم یا بل نوم له منځه وړل کېږي.

هېره دې نه وي، که ډلې په اسلامي اصولو برابرې هم وي، او د ډموکراسۍ په حکومتونو کې ګډون کوي، نو ددې اصل چې د ډېروالي(تعددګرایي) اصل دي، باید ومني، او قبول یې کړي، که ویې نه مني، دا د ډموکراسۍ له اصولو خلاف کار دی.
نو لیدل کېږي، چې همدا دموکرات مسلمانان له مشرکینو، ملحدینو، لائیکانو( بې دینانو)، سوسیالستانو او منافقینو سره د یوه چت لاندې کیني، او د اسلام او مسلمانانو خلاف هر څه په ډېر ذلت او رسوايي اوري، او د نیوکې حق هم نه لري، ځکه چې د ډموکراسي په نظام کې هر څوک ازاد دی، چې خپله رایه څرګنده کړي، حتی که دا د نورو د عقیدو او شعائرو سپکاوی هم وي.

    او که فرضاً یو اسلامي حزب یا ډله د ډموکراسي په نظام کې واک ته ورسېږي، نو مجبوره ده، چې ټول غیر اسلامي حزبونه په رسمیت ومني، او حتی که یو کمونستي حزب هم جوړېږي، نو مکلف دی، چې د جوړېدو اجازه ورکړي. چې دا کار په صریحه او ښکاره توګه داسلام د مبارک دین او د مبارکواسلامي اصولو خلاف دی. ځکه که په اسلامي دولت کې یو څوک مرتد شي، په هغه شرعي حد عملي کېږي، نه دا چې هغه ته اجازه ورکول کېږي، چې حزب جوړ کړي، او خلک خپلو ناپاکو او ملحدانه افکارو او عقیدو ته دعوت کړي، ځکه په اسلام کې هیڅ ډول اجبار( سختي او ظلم) نشته[لَاإِكْرَاهَفِيالدِّينِ «د دین( په منلو) کې هیڅ سختي نشته».

خو که چا د اسلام دین ومانه، نو باید د هغه د قوانینو پابند او پیرو واوسي،او له هغه څخه سرغړونه ونه کړي.
عجیبه ده، په دې پوه شئ، چې که د ډموکراسۍ فکر ته فکر وکړو نو ډېر عجیب او لوی اختلاف یې د خلکو تر منځ راوستی دی، د ډموکراسي په وینا باید په یوه ملک کې د یوه حزب په ځای څو حزبونه وي، او هغه بیا په خپلو کې د فکر او عقایدو په لحاظ توپیر ولري، او په هره خبره کې ان د یوه حزب دننه یې باید په هره خبره کې اختلاف وي، او یو د بل د سر او پښو وهلو فکر په ذهن کې ولري. چې د ډموکراسي رښتینې موخه لاسته راشي، چې هغه هماغه د افکارو او حزبونو ډېروالی دی.

درايې ډېروالي

د ډېرو رایه یا د رایي ډېروالی د ډموکراسۍ په نظام کې د ملت د ارادې او د هغوی د سم انتخاب ښودنه کوي، او د رايې کموالی د غلطي او سهوې ښودنه کوي. او د هر کار چې ډېرو خلکو رایه ورکړه، هغه د قانون برخه، او سم دی، او د اجراء ا ومنلو وړ دی. اقلیت اړ دی، چې هغه په ځان او کورنۍ عملي کړي، او نه شي کولی، چې ددې په خلاف راووځي، او په همدې ډول که پرون یو قانون سم وو، نن د رایو په ډېروالي( اکثریت) هغه له منځه ځي، نو په دې ترتیب دا او هغه کارونه هم داسې روان وي، او پای ته نه رسېږي، ځکه چې د ډموکراسۍ په نظام کې اکثریت( ډېر خلک) قانون جوړوي، او په خلکو عملي کېږي. ټول یې باید ومني، او که یوه ظالمه او بده ډله واک ته ورسېده، او که هر څه یې غوښتل د قانون په نامه به یې په خلکو تحمیلوي. د ډموکراسۍ په نظام کې له دې ظلمه د ژغورنې لاره نه شته. په ځانګړې توګه په هغو ټولنو کې چې مختلف قومونه ژوند کوي، او هغه څوک ښه وي، چې قوم یې لوی وي، ځکه چې حکومت ته رسېږي، او له هیڅه ډول ظلم او تېري څخه صرفه نه کوي.

    ډېر ځله لیدل شوي دي، چې د همدې ظلم او تیري په پای کې اقلیت(لږکي) یا د استعمار په خلاف را پورته شوي، او یا د هغوی د لاس اله ګرځېدلي دي، او د استعمار هره روا او ناروا خبره په مینه او شوق مني. په همدې سبب د ډموکراسي د اکثریت خبره په ټولنو کې د شر، فساد، تبعیض، او بې اتفاقي سبب ګرځي. چې په اسلامي حکومت او نظام کې تقوالرونکی، پرهیزګار اوصالح کس ته اعتبار او وخت ورکول کېږي، او هم هغه ښه مشر او حکومت کوونکي وي.
:
ژباړه: اې خلکو! ما تاسو له یوه نر او ښځې( ادم او حوا) څخه پیدا کړئ، او تاسو مې قوم قوم او قبیله قبیله  کړئ، چې یو بل وپېژنئ، بېشکه الله ته ستاسو له جملې تقواکوونکي بهتره دی. بېشکه الله عالم او خبردار دی. (حجرات13)

نو په دې حساب تل اکثریت په حقه نه وي، او د دوی فیصله د پلي کېدو وړ نه ده، کیدای شي، اکثریت سهوه وکړي. خو د ډموکراسي خبره او نظام اکثریت خوښوي، مګر په اسلامي نظام کې اکثریت د ښو اوبدو پرېکړه نه کوي، ټول دالله قانون مني او غاړه ورته ږدي. الله په قرانکریم کې ډېر وخت  داکثریت بدحالت بیان کړی دی.

ژباړه: او که له ډېرو خلکو څخه پيروي وکړي، تا به دالله له لارې لرې کړي، ځکه چې هغوی پرته له ګومانه د بل څه پیروي نه کوي، او پرته له دروغو او لاپو خبرې نه کوي. الأنعام: 116

ژباړه: هر څه چې کوښښ وکړې، ډېر خلک ایمان نه راوړي. يوسف: 103

ژباړه: ډېر خلک د خپل رب په لیدو ایمان نه لري. الروم: 8

ژباړه: او ډېر ددوی چې په الله د ایمان لرلو دعوه لري، مشرکین دي. يوسف: 106

ژباړه: او ډېر خلک شکر نه کوي. غافر: 61

ژباړه: او ډېر خلک دي، چې نه پوهېږي. الأعراف: 187
ژباړه: او ډېر خلک دي، چې ایمان نه راوړي. هود: 17

ژباړه: ولې ډېر خلک پرته له انکاره د حق( څه نه مني او ) نور هیڅ نه مني. الإسراء89
او اوس بیا هم ووایئ، چې اکثریت!!!!!

دډموکراسۍ نظام د خلکو او ملتونو د حقونو ښکاره کوونکی نه دی.

ډېر ځله شوی دي،چې نوماندان او نمائنده ګان خلکو ته تبلیغ کوي، او په دهوکې او چل باندې له خلکو رایه اخلي، او بیاپه دروغو او دوکو باندې له خلکو سره چلېږي، او پارلمان ته لاره پیدا کوي. او کله چې پارلمان ته ورسېږي، نو له خپلو وعدو او کارونو څخه چې وعده یې کړي وي، اوړي او بیا د ملت هیڅ کس هم نه پېژني، او خپل ټول فکر د خپلو جیبونو د ډکولو او د خپلو شخصي کارونو په سرته رسولو کې سرته رسوي. او چا چې هغه ته رایه ورکړي وي، نو هغه بیا ددې ډموکراسۍ په نظام کې له هغه څخه هیڅ ډوله پوښتنه نه شي کولای، او که کوي یې هم بیا نو د بلې دورې پارلماني او یا د شوراګانو د ټاکنو پورې به انتظار باسي. د ډموکراسۍ په قانون کې دا هم نشته، چې له وکیل څخه پوښتنه وشي، او د هغې فکر او تګلوري تغیر شي. په همدې خاطر ځینې ډلې په پارلمان کې د ډېر اکثریت سره سره بیا هم نه توانېږي، چې خپل فکر که سم هم وي، په نورو غړو باندې ومني. ځکه چې د ډلې(حزب) ځینې کسانو خپل فکر ته تغیر ورکړی وي. په هر حال کې زیان خلکو ته رسېږي، او تاوان ټول ملت ته رسېږي. بېچاره ملت نه توانېږي، چې د دورې د پایه پورې له وکیل څخه حتي پوښتنه هم وکړي، او تر بلې دورې او تر بل کاندیداو د هغه د دوکو پورې به انتظار باسي.

په ډموکراسي کې اخلاق

د ډموکراسۍ نظام له اخلاقو خلاص او د یوه بې روحه ځان په شان وي، چې په حقیقت نه اخلاق لري، او نه د اخلاقو څه پروا کوي. چې دا خبره د امریکا، فرانسې او نورو اروپايي ملکونو په شان چې ډموکراسۍ اخلاق دومره وران کړي دي، چې ان تر دې چې نارینه او ښځینه په خپلو کې له بل نارینه او ښځینه سره واده کولی شي. هغوی لکه امریکا په خپل او بل ملت باندې هیڅ دریغ نه کوي،چې حالت یې په خپله تاسو وینئ. دا یوازې اسلامي او افریقايي هېوادونه نه دي، دا د نړۍ ډېر ملکونه دي، چې اکثریت یې مسلمانان وي، دا پورته ملکونه(امریکا، انګلستان، او اروپایي ملکونه) دي، چې ددوی اخلاق او ثروت یې ورڅخه واخست،او دا ددوی د ډموکراسۍ اخلاق دي، دوی ددې خلکو مالونه خوري، او لا هم روان دي.

 د ملکونو نیول، د دیکتاتوري حکومتونو ټاکل او ګوډاګي حکومتونه واک ته رسول، د خلکو مالونه لوټل، د بېولوژیکي او ټولېزو وسلو کارول، او د غیر نظامیانو په ټولیزه توګه وژل، د کورونو او ښارونو ورانول، د ممنوعه وسلو تولیدول، د بشر د حقوقو خلاف پټ زندانونه جوړول، جنسي تېري، ډله ایز جنسي تېري او وحشي تېري، چې ټول د ډموکراسۍ پیداوار دی، او د کمزورو او وروسته پاتې ملکونو دمغلوبولو لپاره یې کاروي.

که په یوه مسلمان ملک کې د ډموکراسۍ ددې معیارونو سره یو څوک واک ته رسېږي، نو حالات بدلېږي. او همدا د خلکو حمایت کوونکي شورا، پارلمان او حکومت په یوه مستبد او تېري کوونکي حکومت باندې بدلېږي، او د مسلمانانو د له منځه وړلو لپاره له هیڅ ډول وسلې او هیڅ وسایلو څخه دریغ نه کوي.  د خپلې دموکراسۍ ټول اساسات چې دوی یې د مسلمانانو دغولولو لپاره په کاروي، شاته غورځوي، ځکه چې دلته خبره د اسلام ده، او د مسلمانانو ختمول یې یوازنۍ موخه ده.

هغوی ان دې ته چمتو دي، چې د ډموکراسي په نظام کې هر څه ومني، خو د اسلام او مسلمانانو د ختمولو لپاره ان دیکتاتوري او د غیر دموکراسي له نظام سره کومک وکړي. د مثال په ډول په الجزایر کې د(نجات جبهه)، په ترکیه کې د فضیلت حزب، او په فلسطین کې د حماس نوم اخستلی شو. د دموکراسۍ د قوانینو سره سم اسلامي ګوند(حزب) او یا ډله جوړل منع دي، نو د موکراسي د قوانینو سره سم د اسلامي ګوند جوړول منع دي، که کومه اسلامي ډله قدرت ته ورسېږي، نو همدا به دموکراسۍ کې غرق خلک بیا له مستبدو ، ظالمو او دیکتاتورانو څخه مرسته اخلي او هغه اسلامي حکومت پرې له منځه وړي. مګر هغه څوک چې د اسلام په نوم له ګوډاګي حکومت سره پاتې کېږي، په حقیقت هغوی د کانفرانسونو( لکه بن، نیویارک، پاریس او لندن) ناجائز اولادونه دي.او د هغوی شتون د کفارو د پاتې کېدو او د استعمار دادامې لپاره اړین دی. هغوی داسې دي، چې کله د کفارو ارمانونه لاسته راشي، او موخې یې سرته ورسېږي، نو بیا لکه د کثافت او ګنده ګۍ ایسته په باطله دانۍ کې اچول کېږي.

لیکوال: ابوسعید انصاري،

ژباړن: سمیع الله مجاهد

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د