شعـــــرونه

غزل/ نصيب رحماني

نصيب رحماني

شپه د غزل ،ساز د رباب، څه عجبه غوندي یم
توره تیاره، ښار کې تنها، داسې دغه غوندي یم

داسې احساس کوم ،چې بنګې خورم بنګې نشته
نه،نه نشه نه یم جانانه! لیږ نشه غوندي یم

تاته به څه ووایم پیره! چې زه څنګه یمه
تاته معلومه ده، چې چا پسي خفه غوندي یم

ګورم سپوږمۍ ته ستا د حسن ننداره کومه
ځان په کې ګورمه، او ځان آینه غوندي یم

پردی وطن او تنهایې، څه عجبه انصاف ده
داسې ولیږم لکه موم ،لکه لمبه غوندي یم

ژونده! راغاړې وځه جوړه په سمندر لاهو شو
رحماني ستړی یم ،ستومانه یم، خسته غوندي یم
ـــــــــ
نصیب رحماني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x