نظــر

ښاغلي سراج الحق وهاج نه څو پوښتنې

ظریف افغان

ما ستاسې د تېرې شپې ویډیو ولیده. ښه موضوع مو سپړلې وه. مختلف احادیث مو نقل کړل او وروستۍ نتیجه ګیري مو دا وه چې خروج د مسلمان حاکم پر ضد ناروا دی. یوازنی حالت چې خروج ته یې جواز ورکاوه، هغه تاسې د لمونځ نه قیام ذکر کړ. تاسو د اخوان المسلمین حرکت کنایتاً رد کړ او په یو ډول مو د ایران د خمیني له انقلاب سره پیوند کړ. افغانستان کې مو جمعیت اصلاح هم رد کړه. فکر کوم دلیل مو دا راوړ چې جمعیت اصلاح هم د اسلامي نړۍ ټول حکومتونه «نامشروع» بولي او لکه اخوان د حاکم مشروعیت خپل امیر پورې خلاصه کوي. که زه غلط نه یم، او ستاسې بحث دقیقاً همداسې وي، تاسې نه څو پوښتنې مطرح کوم:

اول: موږ په نژدې تاریخ کې څو خروجونه لرو. په مثالونو کې ځکه پوښتنه کوم چې ماته او بیا نورو لوستونکو ته مسئله واضح شي. افغانانو له داوود خان وروسته د نور محمد تره کي د حکومت پر ضد خروج وکړ. له تره کي ځکه شروع کوم چې له همدې وخته زموږ په وطن کې جګړه په شدت روانه ده. تره کی سره له ټولو مشکلاتو چې درلودل یې، خو جوماتونو ته یې کلپونه نه و اچولي، د کابل په شمول ټولو مهمو ښارونو په جامع جوماتونو کې د جمعې او نور لمونځونه په جماعت سره ادا کېدل. تاسې د تره کي پر ضد د افغانانو خروج له شرعي لحاظه څنګه ارزوئ؟

دویم: تاسې وویل چې مصر کې له انقلاب وړاندې دیني حالت ښه پرمخ روان وو او چا چې انقلاب راووست هغوی هم بدیل نه درلود. فکر کوئ چې د مبارک رژیم د مرسي له حکومت نه ډېر پروفیشنل او کارپوه و؟ یا یې ښه خدمات وړاندې کول؟دلته د بدیل د نشت مشکل و که د اخوانیانو پر ضد دسیسو د هغوی حکومت له منځه یووړ؟

درېیم: د مصر انقلاب کې اخوان الملسلمین یوه برخه وه. دا په حقیقت کې د ولس پاڅون و، اخوانیانو په خپله برخه په کې رول درلود. دا انقلاب کامیاب و. هغه وخت ناکام شو چې د سعودي، امریکا او سراییل مثلث دسیسې شروع کړې او بلاخره يې سیسي وهڅاوه چې کودتا وکړي. ستاسې به په یاد وي چې د مرسي له حکومت سره یوازې قطر او ترکیې شاوخوا شپږ میلیونه ډالر کومک اعلان کړ، خو له پوځي کودتا او د ولس له ډله ییزو وژنو وروسته، اماراتو، کویت او سعودي د سیسي پوځي حکومت سره دوولس میلیونه ډالر کومک وکړ! فکر نه کوې چې د مصري ولس د انقلاب د ناکامۍ عوامل زیات خارجي وو او په خارجي کې هم د سعودي، اسراییل او امریکا مثلث په کې محوري رول لوبولی و؟

څلورم: خمیني په هر صورت د یوه ولسي پاڅون له لارې حکومت ته رسېدلی. نن په ایران کې یو باثباته نظام حاکم دی. ستاسو په نظر د روحاني یا خامنایي د حکومت پر ضد خروج جائز دی؟ دا پوښتنه ځکه کوم، چې زما د معلوماتو مطابق ځینې سلفي وروڼه د امریکا او سعودي په مالي کومک او حمایت د ایران د حکومت پر ضد مطبوعاتي فعالیتونه کوي او هڅه کوي چې خلک یې پر ضد راوپاروي.

پنځم: ستاسې په نظر په سوریه کې د بشارالاسد پر ضد د ولس خروج جائز و؟ تاسې په خپلو خبرو کې اشاره کوئ چې اوس ځینې جهتونه کوشش کوي چې د سوریې مقاومت متحد کړي او د بشار له کشتارګاه څخه یې وژغوري. دلیل به څه وي چې دغه «جهتونه» د سیسي له کشتارګاه څخه د مصري ولس په ژغورنه کې پاتې راغلل؟

شپږم: تاسې د حل لار افقي کار بولئ. یعنې د فرد، کورنۍ او جامعې د اصلاح له لارې د ټول نظام اصلاح. دا کار خو په اسلامي ډلو کې اخوان المسلمین په مصر کې او جمعیت اصلاح یې اوس په افغانستان کې ډېر ښه کوي. تاسې د جمعیت اصلاح او اخوانیانو افقي کار تاییدوئ؟ فکر کوئ د مسلمانانو د نجات لار همدا ده؟

اووم: اوس طالبانو د ولسمشر اشرف غني د حکومت پر ضد جګړه کوي. د هغوی دلیل دا دی چې په ۲۰۰۱ کې زموږ حکومت وو، امریکا تجاوز وکړ او زموږ حکومت یې نسکور کړ او پر ځای یې یو لاسپوڅی حکومت راووړ. موږ د امریکا پر ضد «جهاد» کوو. ستاسې په نظر په ۲۰۰۱ کې د امریکا تجاوز په وړاندې د طالب دیني مسوولیت او ماموریت څه شی و؟ ایا د امریکا پوځیانو پر ضد د طالب جنګ «جهاد» بولئ؟ ایا د امریکا پر ضد هم د طالب جنګ هماغه «نامشروع خروج» دی چې تاسې مخکې یاد کړی و.

ستاسې له حصولې مننه، جزاکم الله خیراً

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

وهاج صاحب
ستاسو د ځواب په تمه مو د سر وېښتان سپین شول؟؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x