ټولنیزه برخه

د شخصیت تعريف او پر هغه تاثیرکوونکي عوامل درېیمه برخه

دماشوم په شخصیت دچاپیریال اوهمزولو اغیزه:

دکورنۍ او د کورنۍ  دغړو نه  راوروسته دکوڅې او چاپیریال خلک اوهمزولي دي چه ماشومان دژوند حساس اونازک وختونه ورسره تیروي،له هغوي سره راشه درشه لري اودهغوي له کړو او خبرو څخه متاثیره کیږي. په اخلاقو،افکارو ټولنیزو اړیکو اوتحصلي کچه يي اغیزه کوي، که په شعوري ډول نه وي په لاشعوري ډول ډیر څه ورڅخه زده کوي اوله هغوي څخه تقلید کوي.

هغه ځوانان چه دبلوغ په دوره کي دجنسي انحراف، اخلاقي بیلاري اوګډوډیوښکار کیږي اساسي اوپه کوته کیدونکی علت يي هم هاغه دنه روزل شوي او په جنسي انحراف اخته همزولي اوملګري دي چه ماشومان دژوند دچارو دزدکړي اودهویت دجوړوني دوره ورسره تیروي.

 که ماشومان په کورنۍ کي ارام،هوسا اوډاډه ونه اوسي اویاهم دکورنۍ دغړوله خوا سمه رویه ورسره ونه شي،کوشش کوي خپل زیات وخت د کوره بهر له همزولو اوملګروسره تیر کړي تر څو ارام،ډاډ اوهوسايي ترلاسه کړي.انسان په طبعي ډول هڅاند،څیړونکی اوځان پوهونکی موجود دی،که دماشوم دغه دځان پوهوني او په حقیقتونو دخبریدا په اړه ورسره پیداشوي پوښتني دوالدینو اوښوونکو له خوا په سمه توګه ځواب نه شي ،ماشوم کوشش کوي ځان وپوهوي نوپه  چاپیریال کي د بیلاري همزولو اوانحرافي افرادو له خوا غلط پوهول کیږي چه دماشوم ټول ژوند څه چه ټولنه دخطر اوفساد سره مخ کوي. د فاسدو ملګرو سره ناسته ولاړه هغه څه دي چه ډیري بدي پایلي لري،نه یواځي داچه په دنیوي ژوند کي ناخوالي اوکړکیچونه پیداکوي  بلکي داخروي ژوند په تاوان هم تمامیدا شي.لکه په دي اړه چه  الله جل جلاله  فرمايي: (الاخلاء یومئذ بعضهم لبعض عدو الا المتقین)۶۷ .

ژباړه: دوستان اوملګري به دقیامت په ورځ دیو بل سره دښمنان وي بغیر دمتقیانو اوپرهیزګارانوڅخه،چه دهغوي دوستي به دتل لپاره وي.  همدارنګه رسول صلی الله علیه وسلم ښه ملګری دعطر خرڅوونکي اوبد ملګری داهنګر سره تشبه کړی دی،بخاري.له عطر خرڅوني سره که راشه درشه ولرو یابه عطر ورڅخه واخلو اویابه دعطروبوي حس کړو،ولي که د ټټار یا اهنګرسره ناسته ولاړه ولرو ضرور به یاتور رنګ ورڅخه اخلو اویابه دلوګي بوي حس کوه .مندي اوپلرونه باید له اولاد سره دملګرو په ټاکنه کي لازمه همکاري وکړي.

ډیری پلرونه چه خپل اولادونه  سرکش اوبي لاري وویني اویاهغه دلار ښووني څخه سروغړوي نوپه دي هرڅه کي ټوله ګرمه اوملامتیا په اولادونواچوي،خپله دنده اومسئولیت نه شي درک کوي اونه په ځان کي ددي توانايي اووړتیاویني اویابه يي نه لري چه اولادونوته سمه لاره وښايي، چه په دي کار سره اولادونه ناهیلي ،غوسه ناک او په همیشني تهدید کي لوییږي.دابه ښه وي چه ماشومان دجاهلو خلکو سره له ناستي ولاړي څخه وژغورل شي اوله ناوړه مجلسونو څخه منعه شي اودهغوي په نازکوالي اوبدلونونو دومره باور هم نده په کار چه سبا دبي لاري توب ژوري ته پری نه وځي.

زمونږ په بي وزله ټولنه کي ډیری پلرونه دمزدورۍ په نیت په کلونو کلونو له کوره وځي او اولادونه يي نه یواځي داچه له پلرنۍ میني اوخواخوږي څخه بي برخي کیږي بلکي دژوند حساس پړاونه بي لارښوده تیروي چه دټولني دفاسدو افکارو او نفسي غوښتنو ښکار کیږي. که د ماشومانو دروزني اوپه سمه لاره دروانولو لپاره دماشوم دروزني اوتربيي په لاروچارو پوه اومناسب ښوونکی اوپالونکی وجود ونه لري په دي باید باور ولرو چه ټولنیز بدلونونه او تغیرات دماشومانو دژوند ټولي سمي لاري له کړاونو او ستونزو ډکوي او دهغوي دبي لاري اوانحراف سبب کیږي.  له پیړیو پیړیو چه غیري اسلامي اوفاسدو حرکتونو دي ته نه یو پریښي چه  په ماشومانو اونویو ځوانانو کي مو اخلاقي،عقیدتي اوکلتوري ارزښتونه په خپل حال پاتي شي اويا هغوي ته ژمن واوسي . دي ټولني هروخت له غیري اسلامي ټولنو څخه درنګ اخیستو حاکمانو څخه رنګ اخستی اودځان دجوړښت لپاره په ارام نده پاتي شوي.

دانسانو ژوند دهماغه ټولني  داصولو او پرنسپونو دمعیار سره سم اوتابعداره په مخ ځي او انسانان هم دي اصولو ته ژمن اوسیږي،همدا اصول دوقراردادونه که دټولني دوګړو لپاره ارام اوهوساینه بښونکي وي وګړي يي هم په ارامه ژوند کولاي شي ژوند وکړي،په داسي ټولنو کي مندي او پلرونه هم کولاي شي دخپلو ماشومانو لپاره دروزني اوتربيي لپاره مناسبي لاري وکاروي اوپه ښه ډول يي وروزي.

دوګړپوهني ځیني پوهان په اند دمور ارام اوهوسا ژوند چه دحاملګي په دورکي يي تيروي دماشوم په رواني حالاتو: عاطفه،احساساتو اوادراکاتو ژوره اغیزه لري اوترخپل تاثیر لاندي يي راولي که یوه مور ارام اوسوکاله ژوند ولري ماشوم به هم اراوم لرونکی اوهوساوي ولي که یوه مور دحاملګي په وخت کي دکړاونو اوناخوالو سره مخ شي اونا ارام ژوند تیر کړي ماشوم هم نا ارامه او له پخواڅخه متضرر شوی دنیاته راځي او راتلونکی ژوند به يي هم له هویتي اوشخصیتي نمګړتیاوو سره مخ وي.

په دي اساس والدین بایدبه یوه داسی ټولنه کي ژوند وکړي چه هغوی پکي له روحي او جسمي لحاضه خوشحاله او سوکاله ژوند وکولايشي او هم د خپلو اولادونو لپاره یوه نمونه واوسیږ.دمسلمانانو دښه ژوند کولو لپاره ښه بیلګه دبشریت غوره لارښود،دکائناتو سردار نبي کریم صلی الله علیه وسلم ده، لکه چه الله  جل جلاله فرمايی:  (لکم فی رسوالله اسوه حسنه) ستاسو لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم دژوند کولو ښه نمومه اوبیلګه ده.ځکه نو اصحابو کرامو داخلاقو په جوړښت کي تر هر ځه مهم دهغه صلی الله علیه وسلم عملي ژوند لوبولی او نبي علیه سلم په هره معامله کي د تقلید او اتباع یوه نمونه وه په هیڅ کار اومرحله کي دهغه په قول او عمل کي تضاد اوټکر نه لیدل کیده چه څه به يي ویل هغه به يي کول اوچه څه به يي کول هغه به يي ویل هم اوهمدارنګه هیله يي درلوده چه صحاله کرام هم دنورو لپا ره ښه نمونه واوسیږي او مونږ دا ورڅخه درک کولاي شو چه دروزني اوتربیت په برخه کي که یوڅوک (ښوونکی) دنورو لپاره ښه بیلګه وي باید کوشش وکړي چه خپل  تر روزني لاندي کسان دنورو لپاره یوه ښه نمونه وروزي .

په همدي اساس والدین باید دخپلو اولادونو لپاره داخلاقو،ښه کردار اوعمل کولولپاره  ښه نمونه وي تر ځو اولادونه  له هغه څخه دښه عمل اواخلاقو دزده کولو په برخه کي له هغوي څخه تقلید وکولاي شي اونیک عمل کول ورڅخه زده کړي.حضرت انس رضی الله عنه وايي چه له رسول صلی الله علیه وسلم سره یو سړی ناست وه چه دهغه سړي یو زوي راغی اوخپل زوي يي ښکل کړ اوپه زنګانه يي کښیناوه وروسته يي لور راغله هغه يي مخ ته کښینوله رسول صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : تاولي دخپلي لور اوزوي ترمنځ له انصاف او عدل څخه کار وانه خست؟

حضرت عایشه رضی الله عنها فومايي چه دیوکلوال اوصحرايي رسول صليالله علیه وسلم ته راغی او ويي ویل ستاسو خلک خو خپل اولادونه ښکلوي،مونږ يي نه ښکلوه. رسول صلي الله علیه وسلم وفر مایل: که الله جل جلاله ستاسو له زړونو څخه مینه اومحبت ویستلی وي نو په دي برخه کي زه څه کولاي شم. په دي کړنو او خبرو سره نبی کریم صلی الله علیه وسلم اه یوی خوا په اولادونو د شفقت او مینه کولو سپارښتنه کوله او له بلي خوايي دا ښودله چه باید دخپلو اولادونو لپاره ښه نمونه واوسو ترڅو بیا اولادونه زمونږ په قدم قدم کیږدي اودنورو لپاره ښه نمونه واوسي. له ماشومانو سره باید داسي څه ونه شي چه دهغوي دخپګان،نا امیدي او دیواځيوالي او تنهايي د احساس سبب وګرځي اویا دهغوي دعاطفي او طبعت دخرابیدا سبب شي.او همدارنګه ماشومان باید په ښه سلیقه اومنظم پلان وروزل شي.

ډي وټ هم په د نظر دی چه د بریال توب پرمختګ او ښي سلیقي غټه نښه همداده چي هر کار په خپل وخت تر سره شي.دماشومانو دروزني په برخه کي باید دهغوي دعمر دوهت ارزښت ته په درنه سترګه وکتل شي او دهغوي دروزني لپاره له هر مناسب وخت څخه ګټه واخستل شي،دنن کار يي سباته پرينه ښودل شي.دانګلستان مشهورمشر نلسن وايي چه : زمادپمختګ ستر راز په دي کي دی چي زه به هر کار ته له کاره پنځلس دقیقي وړاندي تیار وم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x