نظــر

ولې په فساد اخته نړۍ له طالبانو ویریږي ؟!! – اسماعیل نثار

نن ټوله کفری نړۍ د صلیبي جګړې په ډګر او صف کی ولاړه ده د اسلام او مجاهد طالب په مقابل کې د یوه شیطاني یرغل لاندی جګړه کوي د مسلمانانو له هیوادونو او منځونو څخه هم له دوی سره ډیر ګمراهان یوځایی شوي دي، دغه د کفری یرغل جګړه د امریکا د ټول تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ثابته شوه چې دیارلس کاله یې ووتل خو دغو ټولو یرغلګرو او مزدورانو یی د مجاهد طالب قوی ایمان له ماتی سره مخ نه کړای شو او نه یی کوم ډول جهادي، فکری تغیر او شکست په طالبانو کی راوستی شو، د باطل لوری د حق اسلام په وړاندی له جګړی ستړي شو او د پراخو ځاني او مالی تاوانونو په ګاللو سره نور له پښو ولویده، یاده مو چې یرغلګرو په پیل کې د لوی کبر او شیطاني غرور له مخې طالبان له خبرو مستثنی کړي ول خ

و نن له دیارلس کالو جګړو او د ټول وحشي زور او ځواک استعمال وروسته یرغلګرو او مزدورانو یی د طالبانو په وړاندی آخر هم د خبرو لاره اختیار کړه ځکه یرغلګر کفار پدی وپوهیدل چې د اسلام د لاری ریښتینی لارویان له ماتی او نابودی سره هیڅکله نه مخ کیږی،  خو دغو کفارو د خبرو د عنوان تر شا هم بیرته د دیپلوماتیکو مهارتونو له مخی خپله باداری تحمیلول غوښتل خو د طالبانو لخوا د دوی بدمستۍ او خرمستۍ ته د رد ځواب وویل شو او طالبان په خپلو شرعي غوښتنو هماغسی ټینګ ودریدل لکه په پیل کې چې د یرغلګرو په وړاندی دریدلي ول.

د یرغلګرو شیطاني شرطونه نن نه منل کیږی ځکه دوی په پیل کې د خپلو شرطونو د منلو دعوی کولی چی لا جګړه شروع شوی نه وه او د یرغلیز وحشت له مخی د مسلمانو افغانانو وینی تویول یې نه ول شروع کړی خو دوی یرغل وکړ او پدغه یرغلیزه توره دوره کې یی ډیر مسلمانان ووژل او دوی هم ډیر مردار شول مګر نن د یرغلګرو طاقت او توان او د شرابو مغروره نشه یی له سره والوته نو  اوس یی بیخي هغه د پیل شرایط په کلکه رد کیږی کوم چې دوی د بدماشی په پیل کې ذکر کول، نن به دوی به د خپل تیري او وحشت ټول تاوان بیګناه افغانانو ته ورکوي او پوز  به په خاورو موښي، دا یی ستر حماقت دی چی دوی لا هم د پرون د ورځی د حماقت شرایط او مسایل د منلو لپاره وړاندې کوي.

د طالبانو د سیاسی دفتر په خلاصیدلو سره په شر او فساد اخته خلکو د سختی ویری احساس وکړ او په خپل له ماتی سره مخ شوی بادار امریکا باندې یی د رنګارنګ نخرو او نازونو نیوکی وکړی او خپله اندیښنه یی ورسره شریکه کړه ، دا ځکه چې په شر او فساد اخته خلک تل د یرغلګرو په شتون کې خپل منفعت ویني او څه نارواوی یی چې له وسه کیږی نو د یرغلګرو بادارانو د مټو په زور یې کوي او په مظلوم ولس خپل بابوتوب چلوي نو د یرغلګرو له ماتی وروسته د ټولو غداریو او ګناهونو د حساب او کتاب ویره ورسره وي او د هر داسې خبر په اوریدلو یې بدل ریږدي چې د حق د بریالیتوب آواز پکې راپورته کیږي، طالبان تل د حق په فرامینو عمل کوي او حق حقدار ته د سپارلو تکل یی الحمدالله لا هم ژوندی دی.  کفار، مرتدان، منافقان او ظالمان تل د مظلومانو په حق لوټمار او تیري کوونکي وي او طالبان د خپل معمول اسلامي عادت سره سم د تیري کوونکو، لوټمارو ، شر او فساد په وړاندی د شریعت په فیصلی پریکنده عمل کوی چی تل د باطل ظالم په زیان او د حقدار مظلوم په نفعه وي.

طالبانو ته د اسلام په دین د لا کلک دریدلو توان او صبر د الله تعالی له باقوته حضور څخه غواړو.. الله مو په ټولو کارونو کې با ایمانه په اتفاق او بریالي لره او د باطل په وړاندی د ذری په اندازی د تواضع ښکاره کولو څخه په امان اوسي.. تل مو ایمانی  شوکت په برخه اوسه .

 اسماعیل نثار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x