افغانستان

خوست: دوه پر لپسې چاودنې شوي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، سلواغه ۱۳، ۱۳۹۵ل): د خوست ولایت په مرکزي ښار کې نن سهار ناوخته دوه چاودنې وشولې چې د لومړیو معلوماتو سره سم د یو شمېر پولیسو په ګډون ملکیان هم په کښي ټپیان شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا لومړۍ چاودنه نن سهار پر لس بجې ۴۵ بالا د خوست ښار اړوند د فوټبال لوبغالي ته نیژدې د پولیسو پر یوه رینجر موټر وشوله، چې له امله یې یو شمېر پولیس ټپيان شول.

د پيښي عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې وروسته په همدې ځای کې یوه بله چاودنه هم وشوه چې له امله یې پر لاره تېرېدونکي او سیل کوونکې ټپيان شوي دي.

تر اوسه د پيښي په اړه چارواکو تازه معلومات نه دي خپاره کړې او نه هم د چاودنو پړه چا په غاړه اخیستې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x