دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۴۴برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
د اسلام حقانيت د ډاکتر سټينګاس (Dr Steingass )له نظره:
اسلامي لارښوونې داسې ولولې او جذبات په ځان کې لري چې هر لوستونکی ځانته راجلبوي، بلکې ډېر خلک یې د دماغي پرمختګ لپاره لولي، په واقعیت کې دې لارښوونو یوه نړیواله فتحه هم خپله کړې ده، چې دا د حیرانتیا خبره ده، په بشري تاریخ کې دا نوې او په زړه پوري ده. د ټول بشریت لپاره په واقعیت کې اسلامي لارښوونې غوره او ښه فکري روزنه ده. حضرت محمدصلی الله علیه وسلم چې بشریت ته څه راوړي دي، هغه اغیزمن، په زړه پورې، رښتنې ، بشپړ او ساده دي، له همدې کبله یې اغیزه ډېره او پر دماغو باندې ژر خپله لمن راټولوي.

ښاغلی آرترجي اربري (Arthur J. Arberry) دقرآن کریم د حقانيت په هکله وايي:
که څه هم قرآن کریم داسې مغلق او لوړ معیار درلوده، چې زما لپاره ورباندې پوهیدل ناشوني وو؛ خو بیا مې هم وژباړه، زه په دې آند یم چې قرآن کریم د ځمکې پرمخ باندې د ټول انسانیت لپاره د ادبیاتو او سترو اخلاقو یوه ستره سرچینه ده.
د قرآن کریم د کلمو اسلوب، د معنا اعجاز او د حروفو امتیاز هغه څه دي، چې قرآن کریم په هغه ډول سره چې ښایي وژباړل شي، ناشونی کار دی.
نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x