
غزل/ ثاقب خپلواک
ثاقب خپلواک
چې د هلمند غیږ کې ، شوه ګرمه حماسه د غزا
هغه یاغي سیند یې وهلې بیا څپه د غزا
په دی حساس وخت کې، احساس بیا د زلمو ویښوي
چې د میوند د ملالۍ اوري ټپه د غزا
کړي به یې غوڅی د تورتم د کیږدۍ تورې مراندې
چې و پړکیږي ، د رڼا، توره ، تیره د غزا
مغرور میرڅي ته یې ، ویلی دئ ځواب په توره
لرو موږ دی ، غازي ، ټبر کې قافله د غزا
د حماسو د کتاب هر څپرکی بې ستایي زلمي
دننګ، تاریخ بې پرګنې کړي ، زمزمه د غزا
ها تاندې وینې چې په شور راولي تل ثاقبه !
په ترنم کې ، د تکبیر مسته نغمه د غزا
ثاقب خپلواک