دیني، سیرت او تاریخ

تنګ او نازک لباس عذابونه او تاوانونه !

 استاد حمزه افغان

الله تعالى (ج)فرمايي :يابنى آدم قد انزلنا عليکم لباسا يوارى سوأتکم و ريشا ولباس التقوى ذالک خير ذالک من آيات الله لعلهم يذکرون

ترجمه اى د ادم زامنو! بيشکه موږ نازل کړى په تاسو باندې لباس (کالي) چې پټ کړي عورت ستاسو او مونږ نازل کړى په تاسو زينت او لباس د تقوى چې دى همدا بهتر دى ، دغه د الله تعالى (ج) له دلايلو او احکامو څخه دي ، د دې لپاره چې دوى پند واخلي.

د لباس په متعلق خبرې ډيرې دي خو د نن زمانې له فتنو څخه د مال له فتنې څخه وروسته د ښځو د لباس فتنه ده، له همدى وجې په هر ځاى کې د خياطى او لباس دوکانونه ډير زيات شوي دي او قسم قسم لنډ ، تنګ ، خلاص ، بې ستره او بې حيا لباسونه پکښې جوړيږي چې لويې فتنې او ضررونه پکښې نغښتي دي

د ډاکټرانو نظريات

ډاکټران وايي چي تنګ لباس اغوستل لاندې صحي ضرورنه منځ ته راوړي :

1 _د بدن د آزادى تعذيبول 2- د بدن د خلاوو تنګول 3-په تناسلي جهازونو خاص منفي اثرات 4- بيړنى زړوالى 5- ډاکټر سمير (زمور) وايي: په اورپا کې څيړنو دا ثابته کړې چي د ښځو د جلدي سرطان لوى سبب دا دى چې ښځې د لمر شعاعو ته د برونزي رنګ دحاصلولو په خاطر لوڅې يا په نازک لباس کې کرزي• (عکاظ9952 ) ډاکټر محمد علي البار وايي: په صحراوو کې په لوڅ او نازک لباس کې ګرزيدل د جلدي سرطان د مختلفو قسمونو سبب کيږي • الأمة السلامية 56شماره •

شرعي حکم او د علماوو اقوال

امام مسلم (رح) له ابي هريرة (رضى)څخه روايت کړى چې رسول الله(ص) فرمايلي دي :

صنفان من اهل النار لم ارهمنا ، قوم معهم سياط کاذناب البقر يضربون بها الناس ، ونساء کاسيات عاريات، مملات مايلات، رٶوسهن کأسمة البخت •

(( نساء کاسيات عاريات ))

يعني د رنګارنګ لباسونه اغوستونکې او د ثوابونو له انواعو څخه محرومې ، په دې فقره کې له هغه لباس څخه شديده منع شوې ده چې بدن ترې ښکاريږي• (شريفيه للجرياني على المشکوة)

دا هغه ښځې دي چې بعضې بدن پټوي او بعضې نور د جمال او زينت د اظهار لپاره لوڅوي او هغه ښځې دي چې نرى لباسونه اغوندي چې د بدن رنګ يې ترې معلوميږي او يا داسې لباسونه اغوندي چې د بدن د اعضاوو حجم او حدود معلوموي• فتح الملهم 10_173،الفقه الحنفي 5_373

(( مميلات مايلات ))

دا هغه ښځې دي چې د جمال او زينت په اظهارولو سره د خلکو زړونه بد کارۍ او فحشاء ته رااړوي او زنا او د هغه دواعي ته مايلې وي او يا په غوره او خيال کې روانې او خپلې اوږې ښوروي چې دا کار د لوړپوندو بوټونو په پښو کولو سره ډير کيږي او يا د زناکارو ښځو په شان خپل ويښتان پر مخ او جبين باندې مايل راجوړوي او يا له خيال او چاغ والي کږه وږه روانه وي• (( ترتيب ابن حبان لابن بلبان ))

(( رٶسهن کأسنمة البخت ))

دا هغه ښځې دي چې خپل ويښتان راغونډ او بيا يې په ورميږه يا تندي باندې غوټه کړي چې د اوښ د بو کام په شان کټ مټ معلوميږي لکه څرنګه چې رسول الله (ص) ورسره تشبيه کړي دي

((المايلة لايدخلن الجنة و لا يجدن ريحها• فتح الملهم))

ترجمه: دوې ډلې د دوزخ له خلکو څخه دي چې ما دغه دواړې ډلې نه دي ليدلې يعني د دې دواړو ډلو خلک د رسول الله (ص)په زمانه کې نه دي موجود شوي بلکې د دي وجود له ده څخه وروسته دى

يوه هغه ډله ده چې له دوى سره به د فوايانو د لکۍ په شان متروکې وي ،خلک به پرې وهي او بله ډله هغه ښځې دي چې کالي به يې اغوستي وي خو لوڅې به وي ، د خلکو د زړونو به فحشاء ته اړوونکې د زنا ارتکاب او دهغه دواعي ته مايلې به وي، سرونه به يې د بختي اوښانو د بوکامونو په شان جوړ کړل شوي وي ، دا ښځې به هيڅکله جنت ته داخلې نه شي او نه به د دوى د جنت بوى پيدا کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x