دیني، سیرت او تاریخ

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۲۱)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
د نر او ښځې د مساوات په هکله د لويديځو پوهانو ليکنې او ويناوې
په لويديځ کي ډېرو ساينس پوهانو او روانشناسانو پر دې پلټنه او تحقيق کړي دئ چي آيا ښځه او نر په ټولو شيانو کي سره برابر دي او کنه؟ مونږ د نمونې او مثال په توګه د څو پوهانو ليکنې او تحقيقات دلته وړاندى کوو: .

١- د امريکا نامتو او مشهور پروفيسر چي په فزيولوژي کې دوکتورا لري او د نوبل جائزه يې هم اخستې ده. هغه د انسان په هکله يو کتاب ليکلې چي نوم يې( انسان نه پيژندونکي Homan the unknown )دئ، دا پروفيسر دوکتور الکسيس کارل Dr. Alexis carrel نوميږى، هغه دخپل کتاب په ٩١ پاڼه کي چي په نيويارک کي چاپ شوي دئ دارنګه ليکلي دي:

د ښځې او نر ترمنځ توپير يواځې د جنسي غړو د خاص شکل، د رحم په شتوالى، د حمل او اميدوارۍ او زده کړې په طريقو پورې تړاو نلري بلکې دا توپير او فرق ډېر ژور او عميق دئ، دا توپير او فرق د ښځې او نر په انساجو او حجراتو کي هم شتون لري.

هغه ځانګړي کيمياوي مواد چي د خصيوTestis او تخمدان Ovary څخه خارجيږي د بدن په ټولو حجراتو او انساجو اثر کوي او په هغې کي ځانګړي اثرات منځ ته راوړي .

ددې اساسي حقيقتونو څخه بې خبره انسانانو دا واويلا پيل کړې ده چي ښځو او نرانو ته بايد يو شانته زده کړه، مساوي اختيارات او يو شانته وظيفې او مسؤليتونه وسپارل شي .

په حقيقت کي ښځه د نارينه سره ډېر ژور او عميق توپير لري، د ښځې په هره حجره کي ښځه توب ( زنانه توب ) Hersex پروت دئ .
دا اصل او خاصيت دهغې د بدن په ټولو غړو کي هم شتوالي لري چي په ځانګړي توګه د هغې په عصبي نظام کي دا صفت ترټولو زيات دئ .

د انساني بدن دغړو او اعضاؤ قوانين دومره قوي او پاخه دي لکه څومره چي فلکياتي قوانين روښانه،پاخه او قوي دي،دا قوانين د انسانانو دخوښې او خواهش په وسيله نشي بدليدلاى.

مونږ مجبور يو څرنګه چي هغه دي هماغسې يې قبول کړو، ښځو ته پکار دي چي هغوى د خپل طبيعي جوړښت او فطرت سره سم ځان عيار کړي او پر مختګ وکړي، هغوى بايد د نرانو سره ځان برابر نکړي، د تمدن او تهذيب په پرمختګ کي دهغوى ونډه تر نرانو زياته ده، هغوى بايد خپله ځانګړې دنده او مسؤليت خوشي نکړي.

٢: په ١٢-١٦ جنوري کال ١٩٨٧م کي دهندوستان په پلازمينه نوي دهلي کي يو کانفرانس او سيمينار جوړشو چي په هغې کي د پنځلس هيوادونو څخه فيلسوفانو، ساينس پوهانو، ليکوالانو او نامتو مصورانو ګډون کړي وو . ددې پنځه ورځني سيمينار موضوع ( دنوي پيل په لوري Towards New Beginning ) وه او ټول ترتيبات يې د هندوستان مرکزي حکومت په غاړه اخستي وه . پدى غونډه کي د لويديځو هيوادونو څخه څو نامتو او مشهورو ښځواومېرمنو هم برخه اخستې وه چي اوس د پاخه عمر وې خوپه ځوانۍ کي يې د ښځو دحقوقو او ازادۍ لپاره ډيرې منډې ترړې وهلې وې .

پدى ښځو کي د استراليا نامتو او مشهوره مېرمن( جرمين ګرير Ms.Germaine Greer) هم وه چي په ځوانۍ کي د ښځو د حقوقو او ازادۍ پلوۍ وه، هغې پدى هکله يو کتاب هم ليکلې ؤ چي نوم يې (The Female Eunuch ) دى، هغې پدى کتاب کي د ښځو د ازادۍ څخه سخته او کلکه پلوي کړې وه .

د هندوستان په سيمينار کي ميرمنې ( جرمين ګرير) بيا د خپلو پخوانيو نظرياتو په خلاف نور څه او د خپل ژوند په تجربو او حالا تو يې رڼا واچوله هغې داسې وويل:

مونږ په ځوانۍ کي خپلې مورګانې هېرکړې وې او هغه مو شاته غورځولې وې خو اوس چي مونږ خپله مورګانې شو او اولادونه لرو نو په زياتو خبرو پوه شو او ځمونږ اوسنې فکر او سوچ د مخکني فکر سره توپير لري،د لويديځ سره د نر او ښځې د توپير د منځه وړولو هېڅ حل او علاج نشته، د لويديځو ښځو داتصور او فکر غلط دى چي پرده لرونکو ښځو ته د هغوى حقوق ندي رسيدلي او کومې ښځې چي ځان سينګاره وي او په کوڅو او بازارونو کي ازادې ګرځي هغوى ته ازادي په برخه شوى .

اوس دا فکر او نظر بالکل ردول پکار دي، په پرمختللي لويديځه ټولنه کي هم د ښځو وهل او ټکول شته، په امريکا او برتانيا کي اوس هم ښځې په ټيټو درجو او کمو معاشونو کار کوي، په برتانيا کي چي څومره جرمو نه کيږي په هغې کي څلورمه برخه د ښځو په خلاف وي او په امريکا کي %١٥ ښځې د خپلو خاوندانو او يا ملګرو هلکانو لخوا څخه وهل او ټکول کيږي .

٣- دې غونډې ته د فرانسي يوه نامتو او مشهوره ميرمن( مس گيسل هليمي Miss Gisele Halimi (هم راغلې وه چي هغه په فرانسه کي د ښځو د حقوقو او ازادۍ لوى پلوي کوونکي وه، هغې وويل :

ښځو چي څه غوښتل هغه يې ترلاسه کړل خو سره ددې هم دهغوى ستونزې حل نشوې، ښځې د ځانګړو اخلاقي اصولو لرونکي دي، هغوى د انسانانو په هکله ځانګړى نظر لري، ددې دا مطلب نه دئ چي د هغوى نظر او فکر ښه او غوره دى بلکې مطلب دادئ چي هغوى جلا او ځانګړى نظر لري، ښځو ته پکار دي چي هغوى ځانونه ښځې او ميرمنې ثابتې کړي، داسي نه چي هغوى د ځان څخه نارينه جوړ کړي .

د مذهبي ښوونو په اساس ښځه دا دنده لري چي کور سمبال کړي او د ماشومانو روزنه وکړي، خو په نني وخت کي نوى نړۍ د ښځې لپاره دا ماډل جوړ کړ چي هغه بايد د کور څخه د باندى ووځې او د نرانو سره اوږه په اوږه کار وکړي، دا دويم ماډل د تجربو څخه وروسته د عمل او تطبيق وړ وبلل شو، په لويديځو هيوادونو کي ټولې پخې ميرمنې د لمړني ماډل او مذهبي ښوونې سره سم دهغې پلوي کوونکي دي، پداسې حال کي چي هغوى په ځوانۍ کي د دويم او نوي ماډل پلوي کوله ،ايا اوس هم دمذهب په ښوول شوي ماډل باندى دشک اړتيا شته؟

٤- د امريکا نامتو او مشهور پروفيسر ډاکتر سټيون ګولډ برګ پخپل کتاب ( سرداري نظام ته اړتيا) کي د ښځو او نرانو په هکله ډير شيان ليکلي دي چي د هغې څخه ځينې کرښې د نمونې او مثال په توګه دلته وړاندې کوو :

دښځې او نر ترمنځ توپير او تفاوت د محيط او ټولنې پورې تړاو نلري بلکې په دواړو کي اساسي فطري توپير شتون لري، د نارينه مشري او غالب والي Male dominance په ټولنو کي د محيطي او ټولنيزو حالاتو پورې بالکل تړاو نلري، بلکې حقيقت دادى چي دا د نارينه په هغه ځانګړي هارمون تستوسترون Testosterone Hormones پوري تړاو لري چي د القاح او يوځاى والي څخه وروسته د ماشوم د جوړيدو په وخت کي موجود وي او خپل غالبيت Dominance ښکاره کوي، همدا لا مل دى چي کوچني هلکان د کوچنيو انجونو څخه تيز او زړور وي، پداسې حال کي چي هلکان او انجونې د محيطي او ټولنيزو اثراتو تر تاثير لاندي هم نه وي راغلې او نه پدى شيانو له سره پوهيږي، نارينه د ښځو څخه ډېر او زيات توپير او تفاوت لري، د نارينه دماغ او د ښځو دماغ په مختلفو طريقو سره کار کوي، کيداى شي ځينې ميرمنې د نرانو سره يو شانته والې ولري خو دا ډېري کمي دي .

٥- د پروفيسر سټيون ګولډ برګ په پلويتوب سره د ښځو د حقوقو پلوي کوونکي( ميرمن ډاکتر مارګريټ ميډ) چي په فزيالوژي کي دوکتورا PhD لري دارنګه وايې : ځينو خلکو دا ويلي دي چي په تاريخ کي ډېري ټولنې تيرې شوي چي ښځې پکښې مشرانې او سردارانې وې خو دا بالکل غلطه ده ، ددې د ثبوت لپاره هېڅ دليل نشته، په هر وخت کي نارينه د ټولنې د عامو کارونو مشر او لارښوونکي وو او په کور کي هم لوړ اختيارات د هغه سره وه..

٦- د نيويارک نيوز ويک د ١٨مۍ ١٩٨١م کال په ګڼه کي يو لوى را پور خپور شو چي په هغې کي د امريکا ډيرو نارينه وو او ښځينه وو پلټونکو او تحقيق کوونکو ګډون کړي وو، هغوى د خپلو پلټنو او تحقيقاتو څخه وروسته دا نتيجه او پايله را ويستله چي لا ندي توپيرونه طبيعي او فطري دي نه محيطي :

* هلکان د انجونو څخه په زياته زړورتيا سره لوبې کوي .

* په رياضياتو کي نارينه نسبت ښځينه وو ته لوړوالي لري .

* د قيادت او مشرۍ خصوصيت Leadership capacities په نرانو کي زيات دئ .

* په ښځو کي د نارينه هارمون تستوسترون داخلول د هغوى په سلوک او رويه کي بدلون راولي .

* د نارينه هارمون د نارينه په دماغ او مغز Brain باندى اثر کوي ځکه نو د ښځې او نر دماغ جلا جلا کار کوي.

٧- د امريکا يوې اونيزې( ميګزين ټايم) په ٢٠ مارچ ١٩٧٢م کي يو لوى راپور خپور کړ چي د هغې سره يو تحقيقي کتاب هم خپور شوى وو په هغې کي د امريکا نامتو او د لوړو زده کړو لرونکو شلو ښځو برخه اخستې وه، دې شلو نامتو او پوهو ښځو ( په نوې امريکا کي د ښځو حالت ) تر عنوان لاندي په ټولو ډګرونو کي تحقيقات وکړل او بيايې د خپلو تحقيقاتو پايله او راپور د اونيزې سره يوځاى د کتاب په توګه چاپ کړ چي په هغې کي لاندى ټکي د پاملرنې وړ دي :

* د تحقيقاتو سره سم نارينه غالب (حاکم) جنس Dominant sex دئ .

* د سلو کلنو د هلوځلو او کوښښونو سره سره د امريکا ميرمنې په هماغه ځاى کي ولاړ ي دي کومې چي سل کاله مخکي وې .

* په امريکا کي عملاً د نارينه سرداري او غلبه ده چي دا ټول توپير د محيطي شرايطو نه بلکې د فطرت او طبعيت دى . په کتاب کي ليکلې شوې چي د ښځې د پرمختګ په وړاندي خنډ د هغې طبيعي او فطري جوړښت دئ نه د ټولنې لخوا څخه زور زياتي، اوس هغوى پدې کوښښ کي دي چي داسي ښځې وزيږ وي چي د نرانو سره په طبيعي او فطري جوړښت کي يوشانته وي ، ددې معنى داده چي د توت ونه بايد مڼې ونيسي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x