gitmo

د ګوانتانامو د مظلومو بندیانو په یاد کی

د ۲۰۰۲ کال د جنوری په ۱۱ مه نیټه د شلو بی ګناه بندیانو لومړی ډله ګوانتانامو زندان ته انتقال شوه. د ګوانتانامو زندان د امریکا د پخوانی جمهور رئیس بش په وخت کی پرانستل شو. نوموړی زندان ته د افغانستان نه پرته د نړی له نورو هیوادونو څخه هم ټول ۷۷۹ بندیان لیږل شوی خو په مجموع کی له افغانستان څخه انتقال شوی بندیانو د دی زندان لویه برخه تشکیلوله. څه موده وړاندی د دریو ایغوری مسلمانانو له خلاصیدو سره اوس په دی زندان کی د بندیانو شمیر ۱۵۰ کسان دی.

د نوموړی زندان د خلاصیدو نه تر اوسه پوری په نوموړی زندان د بشر د حقوقو د ادارو له لوری نیوکی شوی او وخت په وخت د بندیانو د شکنجه کولو راپورونو ورکړل شوی دی.

په لومړی ځل د ۲۰۰۴ کال د جون په میاشت کی د آی سی آر سی موسسی څارونکو د ګوانتانامو له زندان څخه لیدنه وکړه. هغه راپور چی د همدی موسسی له لوری د جولایی په میاشت کی ترتیب شوی و او ورسته بیا نیو یارک ټایمز اخبار تر لاسه کړ په هغه کی له بندیانو سره د ناوړه او بد چلن یادونه شوی وه. پدی راپور کی ویل شوی و چی په دی زندان کی د بندیانو د اذیتولو لپاره له مختلفو شکنجو نه کار اخستل کیږی. پدی شکنجو کی بندیان خوب ته نه پریښودل، په لوړ اواز سره د سندرو غږول یا شور کول، غیر معمولی حرارت کی بندیان ساتل، وهل ټکول او نور روانی اذیتونه شامل و. د ۲۰۰۵ کال د جون په ۲۱ نیټه نیویارک ټایمز په خپله مقاله کی د ایف بی آی د یو مامور له قوله لیکلی و چی:

څو څو ځلی زه د تحقیقاتو اطاق ته په داسی حال کی داخل شوی یم چی هلته می بندی په لاسو او پښو کی ولچک شوی په ډیر بد حالت کی په فرش پروت لیدلی. نه چوکی وه، نه خوراک او نه هم اوبه. ډیر وخت داسی شوی چی بندی د تحقیقاتو په خونه کی له ۱۸ نه تر ۲۴ ساعتو یا له دی څخه هم زیات وخت پوری په دی اطاق کی همداسی تړلی پریښودل شوی. دوی به حرکت نشو کولی او په همدی ځای او په همدی حالت کی به یی متیازی کولی.

همداشان د تحقیقاتو په جریان کی د بندیانو د مذهبی او کلتوری ارزښتونو د توهین کولو راپورونه هم ورکړل شوی دی. په ۲۰۰۵ کال کی په لومړی ځل د ګوانتانامو څخه د قرآن کریم د بی حرمتی راپورونه خپاره شول.

له نوموړی زندان څخه دوه ځلی د خوړلو د اعتصاب راپورنه هم په مطبوعاتو کی خپاره شول. په ۲۰۰۵ کال کی د امریکایی ځواکونو له لوری زندانیانو سره د ناوړه چلن په ضد بندیانو د خوړلو اعتصاب وکړ. ویل کیږی چی ددی اعتصاب له کبله د بندیانو وزنونه تر ۴۵ کیلو پوری راښکته شول. د ۲۰۰۵ کال د جولای په ۲۱ نیټه د دفاع وزارت ویاند اعلان وکړ چی د نه خوړلو په اعتصاب کی ۵۰ کسان شامل وو. زندانیانو ۲۶ ورځو پوری خپل اعتصاب ته دوام ورکړی و. د ۲۰۱۳ کال په لومړیو کی زندانیانو یو ځل بیا د نه خوړو اعتصاب وکړ. ویل کیږی چی په دی وروستی پیښه کی ۱۵ کسان شامل وو چی دوی ټولو ته د پایپ په ذریعه خوراک ورکول کیده.

په تیر دسمبر میاشت کی امریکایی چارواکو اعلان وکړ چی نور به د خوراکی اعتصاب په اړوند د خبرونو د خپریدا مخنیوی کوی. چی دا هم د نړیوالو قوانینو خلاف یو بل ګام دی.

د ۲۰۱۴ کال د جنوری ۱۱ مه نیټه د ګوانتانامو د زندان د ۱۲ می کلیزی سره برابره ده. په دی ورځ په لسګونو کسانو د سپینی ماڼی مخی ته لاریون وکړ او له امریکایی چارواکو یی غوښتنه وکړه چی ژر تر ژره دی نوموړی زندان وتړی. دی ته ورته لاریونونه د امریکا په شیکاګو، میامی او نورو ښارونو کی هم تر سره شوی. باید زموږ په هیواد کی هم پدی ورځ پراخ لاریونونه شوی وای. په همدی حال کی د بښنی نړیوال سازمان هم اوباما ته یو لیک استولی او غوښتنه یی تری کړی چی د ګوانتانامو زندان باید وتړی او بندیان یی یا خو خوشی کړی او یا هم محکمی ته وړاندی کړی.

ددی زندان د پرانستل کیدو ۱۲ کاله پوره شول. له دی زندان څخه د خلاصو شویو زندانیانو قصی ډیری دردونکی او بوږنوونکی دی. ددی زندان پرانستی ساتل د دیموکراسی او بشر دوستی د دعویدارانو په ټنډه تور داغ دی. د امریکا دولت ته پکار دی چی ژر تر ژره دا زندان وتړی. دا د افغانانو او په مجموع کی د ټولو واقعی بشر دوسته انسانانو غوښتنه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د