نظــر

داسې به ونه شي؟

 نصیب ځدراڼ

د کابل نه جلال اباد ته روان وم، بل ملګری هم راسره و. سهار وختي راوتلی وم، ولې چې څه کار مې و. ما ویل ژر ورسېږم.
سروبي ته چې ورسېدو له کاروان سره مخ شو .

زمونږ څخه مخکې موټر ورو ورو روان و سخت زړه مې تنګ شو، ما ویل خپل کار نه ناوخته نه شم.

مخکې مې وکتل لوی لوی ټانګونه روان دي، په منځ کې مو د پنځو موټرو فاصله وه، بیړه مې وه موټروان ته مې وویل چې لږ کوشش وکړه، چې ور مخکې شې. دغه رنګ مزل چې کوو نو مشکله ده چې مازدیګر ته هم ورسېږو !

موټروان موټر ور مخکې کړ، د لویو ټانګونو او زموږ په منځ کې فاصله د دوو موټرو پاتې شوه، د لوی ټانګ نه یو سور انګرېز چې مخ یې زموږ طرف ته را اړولی و او ګوته یې د پیکا په ماشه باندې ایښې وه او د لاس په اشاره یې راته وویل: رانږدې کېږئ مه !
موټر مو لږ ورو کړ. فاصله مو منځ کې راغله، لږ وروسته بیا موټروان هڅه وکړه، چې ځان ترېنه مخکې کړي چې ورنږدې شو د لیزر رڼا یې راواچوله، څنګ کې مې ناست بل نفر چې په فارسي ژبه غږېده؛ غوسه شو او ويل يې «کې موږ څه له باندې وژنې بابا خیر یو ساعت دې ناوخته ورسیږو»

موټروان وویل چې د لیزر رڼا په چا ور واچوي د هغه دا مطلب شو چې نور مه رانږدې کیږئ او که ډز یې درباندې وکړ نو د مړو او زخمیانو هېڅ پور پیغور نشته. څو ورځې مخکې په لوګر کې هم دغه رنګ پېښه شوې وه.

بس نو موږ ورو ورو ورپسې روان وو. دوی راته مخکې وو، مخه نه به چې موټر راغی، د اردو موټر مخته ورته روان و، د اردو عسکر به اشاره ورته وکړه، موټر به پوخ نه خام سړک ته کُوز شو.

په ټول مزل کې سوچونه راتلل، ما ویل دا خپل وطن ګوره او د انګرېز بدمعاشي وګوره، د کوم وطن نه راغلی او دلته زما په خاوره او فضاء واکمن دی.

دوی د جلال آباد هوایي میدان ته ور تاو شول، موږ ورته ودریدو او وروسته مو تیز مزل پیل کړ خو خپل کار ته ونه رسېدلم.
دغه رنګ پېښې کیدای شې د هر دويم افغان سره شوي وي؛ خو ماته اوس رایادیږي کله چې ټرمپ امریکا ته د مسلمانانو په ورتګ بندیز ولګاوه علت یې د خپل امنیت خوندي کول دي.

په کومو هېوادونو باندې چې امریکا ته په سفر کولو بندیز لګول شوی اکثر د امریکایانو د شیطانیت د لاسه تباه دي. نه د شام مسلمانانو په امریکا برید کړی، نه عراقیان ورپسې ورغلي دي، نه یمنیانو په دوی ډرون بریدونه کړي، نه د لیبیا مسلمانانو په امریکا بمبار کړی؛ خو د کندوز روغتون، د بغداد پوهنتون، د وزیرستان کلي، د شام ښارونه، د یمن جوماتونه هر شي ته دوی د ترهګرو دښمن د میراث په سترګه کتلي او ډېر په وحشت سره یې په نښه او له منځه یې وړي.

ټوله نړۍ کې یو هم داسې مسلمان هیواد نشته چې په امریکا یې یرغل کړی وي، هر ځای کې مسلمانان د ځان د دفاع په جنګ لګیا دي، امریکایان او ملګري یې کورونو ته ورپسې ورغلي او وژني یې خو بیا هم ترهګر او ملامت مسلمانان دي.
په خپل کور کې ناست مسلمان باندې دوی د پینټاګون نه پرته له کوم عدالت او محکمې فیصله وکړي چې ترهګر دی او د ډرون د یوې بټنې په حرکت سره يې د مرګ په لور روان کړي.

د تأسف ځای دا دی چې موږ همدا وحشیان په خپل وطن کې ساتلي، دوی پرته له کوم پاسپورټ او ویزې دلته ځي او راځي، لویې هډې مو ورکړي، د دوی د نظامي موټرو د قطار مخ ته موږ روان وو، خپل تربور خپله ور په نښه کوو، چې طالب دی، کور یې بمبار کړه. باګرام کې ترجمانان موږ یو او د بندي افغانانو نه پوښتنه کوو چې ولې دې په امریکایانو بریدونه کول، بیا د هغه ځواب امریکایانو ته ژباړو.

خو داسې به ونشي؟ چې د افغانستان ولسمشر هم اعلان وکړي چې د نظامي او غیر نظامي امریکایانو په راتګ بندیز ولګیده؟

ورته ووایي چې یو افغان هم ترهګر نه دی، نوم یې د تور لیست نه وباسه؟

په خپل کور کې ناست هر افغان حق لري چې په عزت سره ژوند وکړي نور یې په ډرون بریدونو مه وژنه؟

او اعلان وکړي د امریکایانو نظامي او غیر نظامي هډې دې ختمې شي، پنځلس کاله مو د دوی نه څه خیر ونه لیده؟

ټول هغه زندانیان چې امریکايانو سره د جنګ په وخت کې نیول شوي دي خلاص شي او خپلو کورونو ته ولیږدول شي؟
داسې به ونشي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x