ادبي لیکني

ریښتينی لیکوال بايد څه وکړي؟

نصرت زرمتی
لیکوالي نن سبا یو معمول او د اکثرو خلکو پیشه ګرځیدلې ده او د دې عصر حالاتو هم خلک دې ته اړ ایستلي چې د یو ټولي او یو تنظیم او یا هم د یو قوت مدحه او یا هجوه ولیکي، خو که یو څوک د حقايقو د درک احساس لري نو باید متوجه واوسي چې د هر چا په لیکنه او تبصره خپل وخت ضایع نه کړي.

بعضي لیکنې بلکل د انسان په فکر او مسیر کې ستر بدلون راولي، ځيني لیکوالان او مبصرین زیاته استفاده له تقلید نه کوي او ډیری یې رسنۍ تعقیبوي او بیا د هغوی په تائید لیکنه کوي؛ خو په اصل کې د لیکوال او مبصر لپاره څو اهم خاصیتونه دي چې باید په ځان کې يې ولري.

سیاسي لیکوال او مبصر:
۱ سیاسي مبصر باید ژوره سیاسي پوهه ولري، مثلاً هر سیاسي لیکونکی او مبصر باید دومره سیاسي پوهه او دومره استعداد ولري چې د مستقبل او راتلونکې وخت حالات په خپله تجربه او ساسي بصیرت مخکې له مخکې بیان کړي.

۲ د هر چا ظاهري کردار ته په غور سره ځیر شي او د هغه ظاهري کردار ته په کتو سره يې مخفي او پټ اهداف افشا او څرګند کړي.

۳ د یو شخص په ناوړه کردار یعني چې ښه شخص وي خو ناسم او ناوړه کردار ترې صادر شي، او یا هم د یو بد شخص په ناوړه کردار، پوره تنظیم او قوت ته او یا هم ښه ټولي ته چې نور افراد یې اهل کار او ښه اشخاص وي، د دې یو شخص له کبله د هجوې او بدۍ نسبت ونکړي. او یو بد ټولي او ځواک ته یعني چې په زیاته کچه افراد یې نا اهله او د ناسم او ناوړه کردار صادرین وي، د یو ښه شخص او یا هم د بد شخص د یو ښه او نیک کردار له کبله پوره قوت او ټول ځواک او ادارې ته د ښه والي او مدحې نسبت ونکړي.

ریښتينی تاریخ لیکونکی: د ریښتوني تاریخ لیکوونکي لپاره ضروري ده چې لاندې خاصیتونه باید په ځان کې ولري.

۱ د مذهب او دین تر اغیزې لاندې به نه راځي.

۲ د سمت او ژبې تر اغیزې لاندې به نه راځي.

۳ د وخت او حالاتو تابع به ځان نه جوړوي.

۱ د مذهب تر تاثیر او اغیزی لاندې به نه راځی؛ ځکه چې د ده لپاره مناسب او لایقه دا ده چې یوازې او یوازې هغه څه ولیکي کوم څه چې د هر چا له خوا کیږي او هر هغه څه ولیکي چې پیښیږي، هغه که د هر چا له خوا وي؛ ځکه چې د ده دنده دا ده چې هغه څه صفت کړي چې حوادث او نوي پیښیدونکي وي؛ ځکه دا ورته د یو امانت په څیر دي؛ نو باید خیانت د کومې اغیزې له کبله پکې ونکړي. او که چیرې تر مذهبي اغیزې لاندې راشي نو بیا به د ده له تاریخي لیکنې یوازې هغه خلک استفاده کوي چې د ده هم مذهب وي او د نورو مذهبونو خلک به ورته د کرکې او نفرت په نظر ګوري.

۲ که چیرته د سمت او وطن او یا هم ژبې تر اغیزې لاندې راشي؛ نو بیا هم د ده له زیار او زحمت څخه یوازې هغه اشخاص استفاده کوي چې د ده وطندار او همژبي وي.

۳ که د وخت او حالاتو تر اغیزې لاندې راشي نو په اینده کې به یې د پاتې نسل پر وړاندې هر څومره زیار یې چې ایستلی وي، غیر مستفید او ناکاره وي، او دا تاریخي لیکنه به یې یوازې د یو ناول حیثیت ولري اوبس.

يادونه: هیڅ یو شخص دې دا فکر نه کوي چې زه تر کوم تاثیر او اغیز لاندې راشم نو څوک به راباندې نه پوهیږي، نه هيڅکله داسې نه ده، بلکې که څوک لږه پوهه هم ولري حتما پوهیږي چې لیکوال تر کومې اغیزې لاندې راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x