نظــر

ښاغلی ظريف!

جمال الدين اديب

لومړی خو د ځنډ بښنه غواړم، زر ونه توانېدم چې ځواب ووايم. دوهم دا چې تاسې د خپل نقد لپاره هم عذر کړی و، زه د دې هم بښنه هم غواړم، ځکه چې ممکن زما له کومتعاملهمو دا حس کړې وي چې ګويا د نقد اورېدو حوصله نه لرم. زه خپله د “نقد” طرفدار يم او د نقد د زغملو کلچر بايد عام شي.

درېيم دا چې زه تاسې سره په دې اختلاف لرم چې ليکنه کې مو القاعدې او مولوي عبدالهادي مجاهد سره انصاف نه و کړی. پاتې شوه د طالبانو موضوع چې تاسې يې القاعدې سره پرتله کړې وه، هغه زموږ د بحث موضوع نه ده. نه په دې کې شک شته چې طالبان د حکومتولۍ تجربه کې له القاعدې پورته دي. نه دې کې شک شته چې طالبان په القاعده دومره احسانات لري، لکه مور او پلار يې چې پر زوی لري.

زه ستاسو د عرايضو په اړه مشخص څه ويل غواړم. ما چې ستاسې د ليکنې په اړه کوم برداشت درلود، هغه اوس هم لرم. دا برداشت مې په ټوله کې د ليکنې له محتوی اخيستی. بله دا چې تاسې په دوهمه ليکنه کې د ارماني او جنوني ډلو ځانګړی مثال القاعده ښودلای او بحث مو پرې غځولای. دا چې تاسې واياست، کېدای شي افهام کې نه ياست توانيدلي، منم يې او نور يې غځولو او اقتباساتو ته هم اړتيا نه وينم.

ستاسو يوه مشخصه پوښتنه هم ځوابول غواړم چې د نړيوال جهاد ګټې څه دي؟په دې رابطه اقلا درې داسې موجه دلايل شته چې ستاسو پوښتنه ځوابوي او که سړی تفصيلاتو ته کوزيږي، ممکن لسګونه دلايل ولري. لومړی وګورئ چې مثلا برما ته د القاعدې لاس نه دی رسېدلای، د برمايانو څه حالت دی؟ فرض کړئ هلته القاعده وای يا يې روزلي خلک وای، څه تخمين کوئ؟ همدغه وضعيت صومال کې هم دی. که القاعده نه وای، مسيحي لښکرو به هماغسې نخرې کړې وای لکه د نورې افريقا وګړي چې بې مقاومته او بې تړلو يې ذبحې ته څملوي. همداسې وضعيت په يمن، الجزاير او مالي کې درقياس کړئ.

دوهم دا چې زموږ جهاد کې د معسکراتو، متفجراتو او استشهادي دود له کومه شو؟ امريکا دغو درېوو ماته کړه. دا دود موږ درلود؟ دا د القاعدې برکت دی. القاعده وتوانېده چې د جهادي اساليبو نقل په ډېره مفيده بڼه يو ځای بل ځای ته وکړي. که نړيوال جهادي حرکت نه وای، عراق کې دې د امريکا په اړه بيا څه تخمين دی؟ هلته به مو امريکا لکه د برما بودايان په اعلاميو ماتول؟ که په سوريه او عراق دواړو کې داعش ستونزه نه وای زېږولې ممکن نن به هلته وضعيت ډېر بدل او ډېر مثبت و.

درېيم دا چې اسلامي اقليتونو ته يې د ځور او ذلت پر ځای د هجرت او جهاد داسې روحيه ورکړه چې د نجات بې بديله رُخ يې شو.ترکستانيان، تاجکان، ازبکان يې ښې بېلګې دي. د نړيوال جهادي فعاليت تاوان هغه چا ته ډېر مخې مخې ته کيږي چې اسلامي قضيه محض وطني کول غواړي. ستاسې د لاسته راوړنو پوښتنه هم له دغې روحيې ټوکيږي.دا نو بيا په واقعي دلايلو ثابته ده چې اسلامي قضيه په وطني کولو نه ګټل کيږي. فلسطين او کشمير يې ښې بېلګې دي. د تاجکستان عبدالله نوري بېلګه هم د پرېښودو نه ده. کله چې هغوی موضوع وطني کړه، داسې يې ورک کړل چې نوم او نښان يې هم نه ښکاري.

دلته که زه د بحث موضوع ته په اشاره ووايم چې په ترجيحي بنسټ د افغانستاند موضوع نزاکتونو ته پام جلا خبره ده چې څه ګنجايش هم لرلای شي او محض وطني کول يې جلا ده چې هيڅ شرعي ګنجايش نه لري، ځکه خو بايد زموږ مشران خپلو اتباعو ته موضوع په دغو ترجيحي دلايلو روښانه او تاصيل کړي، نه دا چې يا موضوع ګونګه پاتې شي يا يې يو څوک محض وطنګرايۍ خوا ته کش کړي.

تاسو د القاعدې په اړه د انشعابونو خبره هم کړې وه. ګورئ که انشعاب د کمزورۍ دليل وي نو فکر نه کوم که نړۍ کې ستاسې په معيار کومه ډله پاتې شي. البته په دې خبره کېدای شي چې انشعاب ولې او څنګهشوی؟ چې بيخي جلا موضوع ده. دا خبره د تکرار وړ ده، که د داعش ستونزه نه وای چې دلته يې هم ورته کار پسې پښې رابډ وهلي، نو حالات به بيخي بدل وو. په سوريه کې د جبهة النصرة انشعاب خو نو پوهېږئ، که تجاهل مو نه وي کړی. هغه نو په اصطلاح يوه خُدعه ده او زموږ د بحث موضوع هم نه ده.

د القاعدې په رابطه دا درې دلايل له هغو ښېګڼو پرته دي چې د امارت د قيام دوران کې او له تېر جهاده راسره په افغانستانکې اوږه په اوږه قرباني ورکوي. هغه افرادي قوت چې له نورې نړۍ موږ ته راغی، د همدوی د نړيوال حرکت برکت و. په اسلامي نړۍ کې چې موږ سره مسلمانان کوم انعطاف لري د همدوی د اخوت پر بنا دی.القاعدې روزلي حرکتونه زموږ لاسونو کې تاديبي قمچينې دي، خو که موږ يې د ادارې او استعمال حوصله لرلای.

يوه بله مهمه موضوع که د داعش ستونزې نه وای ځنډولې ممکن نن حالات نور وای. القاعده په ډېر مهارت توانېدلې وه چې دا جګړه غرب او اروپا ته کرار کرار واړوي، مګر له بده مرغه به ووايو چې د “البغدادي” د هجرت بلنې هر څه پر بله واړول.

تاسې د ايران د روابطو په اړه ويلي چې د پام وړ نه دي. ما محض د ورابطو خبره کړې او هغه مې يو مثال ويلای، دا چې اوس هغه روابط د روسيې او چين په پرتله څومره اهميت لري جلا بحث دی، البته د روابطو يو مثال خو دی کنه چې ستاسې د سياسي فلسفې پر بنسټ له نظره نه شي غورځول کېدای.

د مولوي صاحب عبدالهادي مجاهد د کتابونو په اړه چې تاسې کومه خبره کړې، خپله خبره مو بېرته درباندې دليل دی. توپير دلته چې دغه موضوعات موږ له فکري ابعادو وينو، تاسې يې د روشنفکرۍ له نظره وينئ، که نه د امريکايي پوهنتون په اړه ستاسې خبره له مجاهد صاحبه ډېره سخته ده.

هغه ويلي امريکايي پوهنتون عيسوي دی، عيسويت ته کار کوي، تاسې واياست نه، سيکولرزم او امريکاييتوب ته کار کوي، عيسويت ته يې نه کوي. ستاسې خبره که په فکري ژبه واړوو معنا يې دا ده چې امريکايي پوهنتون الحاد او اباحية ته کار کوي چې د استاد له خبرې په هر لحاظ سخته ده. ستاسې په دې خبره ما ته د يو چا مزاحي شعر راپه زړه شو :

ابۍ کوهي ته غورځېدلې ده نور خير خيريت دی
پښه يې چورلټه ماته شوې ده نور خير خيريت دی

سيکولرزم جمع امريکاييتوب دواړه د قتال قوي علت دی. زموږ جګړه په څه روانه ده؟ په همدې چې هفوی زموږ د اسلامي ثقافت پر ځای غربي ثقافت رواجول غواړي. تاسې څه واياست چې يرغلګر امريکايان کوم امريکاييتوب ته کار کوي؟ که نظامي يرغل يې د زغملو نه وي، نو فرهنګي يرغل يې د زغملو دی؟

د مجاهد صاحب کتابونو کې تاسو يوه نکته نظر کې ونيسئ چې هغه په کتابونو کې د يو ثقافت ترجمان دی او په يو دښمن ثقافت يې ورسره بحث کړی. سيکولرزم او امريکاييتوب سره دښمني کومه شخصي انګېزه نه شي لرلای، بلکې د فکري قواعدو پر بنسټ ورسره دښمني کېدای شي. ستونزه له دې فکره زيږي چې امريکا دښمنه ده خو امريکاييتوب نه. قربان شوم خدا را يک بام دو هوا را.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

په اسلامي نړی کې منځلاري مذهبي ولسونه انګریزانو په وهابي فتنه کې راګیر کړي او د اېل کولو هڅه یې کوي. یوې خوا ته یې له سلفي وهابي اجتهاد څخه په تفریط کې څڅېدلي سیکولر نظامونه پرې تپلي او له بلې خوا یې ورته له همدې مکتب له افراط څخه راټوکېدلی نړیوال جهادي تنظیمونه پنځولي دي. د طالبانو د روانې معتدلې پالیسۍ سره سم مونږ افغانانو ته په کار دي چې د خپل تاریخ په تسلسل کې د خپلو متبحرو علماوو په رهنمایی خپل هویت او مذهبي مشخصه په ټینګه وساتو او زمونږ د خلکو د مذهبي طبیعت خلاف پردیو… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

ادیب صاحب ، سلامونه می ومنه ! که زما د ورورۍ یوه خبره منی دا هوښیاره کی د بی هوښیاری کتاب مو نور پوری کړی، اسلام الهی دین دی د شخصی ګوندو د پاره ( که څه هم نومونه یی اسلامی وی ) مه کاروۍ څو ځلی ګناه کی ځانونه ننباسۍ . دا چه اسلام نړیوال دین او نظام دی زه باور لرم چه ظریف صاحب او مونږ ټول ورباندی او قانع او ایمان لرو ، مګر دا چه دا نظام څرنګه نړیوال کړو ، له کوچنی دایری پیل کیږی او لوی دایری ته رسیږی . که د القاعدی غړی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x