افغانستان

حکمتیار خپلو حزبیانو ته په ټاکنو کې د پراخې برخې اخستنې امر کړی

نن ټکی آسیا: د حزب اسلامي د حکمتیار  ډلې مشر انجنیر ګلبدین حکمیتار له خپلو پلویانو څخه  په راتلونکو ټولټاکنو کې د برخې اخستو غوښتنه کړې.
د ګلبدین  حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سیاسي چارو مسوول ډاکټر غیرت  بهیر هم تائید کړه چې مشر یې خپلو پلویانو ته په انتخاباتو کې د پراخ ګډون امر کړی.

نوموړي نن  پژواک خبري اژانس ته وویل چې انجنیر حکمتیار دا  پریکړه څه موده مخکې کړې ده.
هغه زیاته کړه چې په دې اړه د ټولو ولایتونو مسوولینو ته دیوه مکتوب په وسیله سپارښتنه شوې ده، څو په راتلونکو ټولټاکنو فعاله او رغنده ونډه واخلي.
خو ډاکټر بهیر وویل ، دا چې به دوی دکوم کاندید ملاتړ کوي او په ټاکنو کې به څه ډول او په کوم نوعیت برخه اخلي، په دې اړه تر اوسه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.
دی وایي چې ګوند یې پریکړه کړې، چې په راتلونکو ټاکنو کې رغنده رول ترسره کړي.
د انجنیر حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ددولت او بهرنیو ځواکونو پر ضد وسلواله مبارزه کوي او تر دې مخکې یې د بهرنیانو په شتون کې په هر ډول ټاکنو  کې د نه ګډون دریځ یې خپل کړی و.
د یادونې وړ ده چې حزب اسلامي په څو ډلو ویشل شوې ده، یوه ډله یې دعبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ له حکومت سره یو ځای او ارغندیوال داقتصاد وزیر دی، ددغې ډلې د اجرايیه شورا غړی انجنیر محمد خان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله لومړی مرستیال دی.
د حزب اسلامي بل مهم غړی قطب الدین هلال ولسمشریزو ټاکنو ته خپلواک نوماند دی، خو د انجنیر حکمتیار ډله وایي چې تر اوسه یې د کوم کاندید د ملاتړ پریکړه نه ده کړې.
خو شنونکي په دې اند دي چې دانجنیر حکمتیار په مشرۍ به د حزب اسلامي ډله د هلال ملاتړ وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x