نړۍ

د ټرمپ پر قدم، کویټ هم پر پنځه مسلمانو هیوادونو بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه ۱۳، ۱۳۹۵ل): مسلمان او خلیجي هیواد «کویټ» هم د ډونلډ ټرمپ د فرمان وروسته د پنځه مسلمانو هیوادونو د اتباعو پر ضد پریکړه کړې چې دغه هیواد ته به د سیاحت او تجارت لپاره نه پرېښودل کیږي.

د افغانستان، پاکستان، ایران، سوریې او عراق اتباع به له دې وروسته نه شي کولای چې د سیاحت او یا هم د کاروبار او مزدورۍ لپاره د کویټ ویزه تر لاسه کړي.

له کویټ څخه دغه خبر په داسي وخت کې ورکول کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د مسلمان هیوادونو پر اتباعو او د مهاجرت پروګرام موقت بندیز د نړۍ په سطحه غبرګونونه راپارولي دي.

د عربي ورځپاڼې «البوابه» د خبر سره سم د کویټ چارواکو ویلي چې د یادو هیوادونو اتباع یې ځکه دغه هیواد ته له ورتګه بند کړي چې په نوموړو هیوادونو کې امنیت نشته او په خبره یې، کله چې د دوی هیوادونه پر کراره شي، یو ځل بیا به په کویټ کې د کار او سیاحت اجازه ورکړل شي.

باید وویل شي چې افغانان او پاکستانیان په پراخه کچه په خلیجي هیوادونو کې مزدوري او کاروبارونه کوي، چې د کویټ له لوري دغه بندیز به په زرګونو افغانان اغیزمن کړي.

په کویټ کې یوه افغان کارکوونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې په خلیجي هیوادونو کې افغانان په ښو اخلاقو او د خپل کار سره په اخلاص پيژندل کیږي، د محکمو او پولیسو سره یې دوسیې د بل هر هیواد د اتباعو په پرتله کمې دي، خو بیا هم د یو مسلمان هیواد له لوري ورته بندیز به په سیمه کې د ورور مسلمان هیوادونو تر منځ کرکه او نفرتونه زیات کړي.

نوموړي د خپل نوم نه څرګندولو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې په خلیجي هیوادونو کې اکثره افغانان یوازي خپله مزدوري کوي، چې تر اوسه نه په کویټ او نه هم کوم بل عربي هیواد کې د افغانستان او پاکستان خلکو د تروریزم اړوند کومه پېښه کې ونډه لرلې، بلکې برعکس د خلیجي هیوادونو اتباع د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په سطحه په امنیتي پيښو کې ښکېل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله الخراسانی

دوی یو دجالی اقتصادی او تبلیغاتی جنګ د هغو مظلومو ملتونو پر خلاف کوی چی شهامت او قربانی یی ددوی د بادارانو پخی ولرزولی او هغه ورځ لری نده چی د کومو بادارانو غوړمالی دوی کوی هماغه ددوی پر څټ پخه کیږدی خسرالدنیا والاخرة دوی خو هغه شرمیدلی خلک دی چی د شاهی خاندان لورګانی یی په لندن کی په یو وخت زان ته لس هاوو سړی د زنا لپاره په کرایه کوی او چی کله خبره یی رسواء کیږی نو میلیونونه دالر رشوت د خپل ګند د نه بربندولو لپاره ورکوی خو باداران یی له قصده افشاء کوی چی… نور لوستل »

سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

مرگ دوی پدا سی الامیرانو تش په نامه نوکرا نو دصدام حسین غلامانو هغه وخت ئ هیرشو چه صدام حسین دوی خپل نوکران وه…گرزول اودغه الامیران ددغه بادا نو غیژ ته پنا وروره اووه تشتدل. اودغه افغانان په شهامت وه رغل اوددوی دغه دبغیرتی چتل تاردغه سلیبی بادارانو ورپه سرکی ..الموت الامیر الموت الاخمیر الاخمیر الخمیر الاموت الموت …

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x