افغانستان

اشرف غني پر سیاف او مجددي پوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه ۱۳، ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني د پخواني جهادي ګوندونو مشرانو سره د هغوی په کورونو کې په جلا جلا توګه لیدلي او د هغوی د روغتیا په اړه یې ډاډ تر لاسه کړی دی.

د ولسمشر د ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن ورځ اشرف غني د جهادي رهبرانو صبغت الله مجددی او استاد سیاف پوښتنې لپاره ورغی او د هغوی احوال یې واخيست.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې اشرف غني د دواړو جهادي رهبرانو سره د افغانستان د ملي مسایلو او نورو موضوعاتو په اړه بحث وکړ. د خبرپاڼې په وینا دواړو له اشرف غني څخه پر دغه زیارت مننه کړې او د ښه خدمت او په هیواد کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې یې توفیق ورته غوښتی.

باید وویل شي چې څو ورځي وړاندي سولي شورا مشر او جهادي رهبر پیر سید احمد ګیلاني هم وفات شو چې له هغه راهیسي د سولي شورا چوکۍ خالي ده، ګمان کیږي چې اشرف غني به ددواړو مشرانو سره په دې اړه هم ږغېدلی وي.

د یادوني وړ ده چې د پير سید ګیلاني تر مخه د استاد برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني د سولې د عالې شورا مشر وو، څوک چې د خپل پلار د وژل کېدو وروسته په میراثي ډول د حامد کرزي له لوري وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زه باور لرم ، جه دا ځّل ورتګ یی هغه دوه باعوری ګانو ته د تش به نامه سولی جرګی د مشر ټاکلو له امله ترسره شوی ، د تش په نامه د سولی شوروا د سوړچنګ د غلامانو میراث دی ، اوله کی ربانی ، بیا یی ځوی ، له هغه وروسته افندی ، له هغه وروسته د سیاف نوبت رسیدلی مګر صبغت الله یی هم ورسره لیدلی چه خوابدی نه شی ، صبغت الله به یی مخکی له مخکی تسلی هم ورکړی وی چه ستا مرګ تر سیاف نزدی معلومیږی پریږده چه سیاف مشر شی ، له اشرف… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x