rabee awal

نیک مرغه میلاد ! – سرمقاله

نن ټکی آسیا – سرمقاله: اي شبِ مبلادِ تو عيدِ نجات يافته ازعيدِ تو دُنیا حیات

نن د ۱۴۳۵ کال د ربیع الاول دمیاشتې دولسمه ورځ ده

دغه نیک مرغه ورځ د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) له مبارکې زوکړې سره برابره ده

د نړۍ مسلمانان هرکال دغه ورځ په شاندارا مراسمو سره لمانځې، د اسلامي نړۍ په زیاترو هیوادونوکې په دغه ورځ عمومي رخصتي ،او خلګ یې د خپل ګران پیغمبرد میلاد د ورځې له امله خوښۍ کوي .

که څه هم په اسلامي ارشاداتو او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په احادیثوکې د دې ورځې په اړه کوم ځانګړی حکم او سند نشته او نه هم مسلمانان دتعبد په نیت هغه نمانځې ،خوهسي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سپیڅلي میلاد له امله ځان نیک مرغه احساسوي ، او دخپل ګران پیغمبر د مبارکو سنتونو او دهغه د مبارک سیرت یادونه کوي،اجتماعي محافل جوړوي او په هغوکې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند په بیلا بیلو اړخونو رڼا اچوي .

په شپږم میلادي قرن کې د اسلام دستر پیغمبر نبک مرغه میلاد دبشریت د اصلاح او فلاح په لاره کې نوی باب پرانیست .

هغه مهال ټول بشریت د جهل او ناپوهیو په تاریکي کې ډوب وه ، هیڅ لورته د رڼا څرک نه لګیدو، په جزیرة العرب کې به خلګوه خپلې معصومې لورګانې ژوندۍ خښولې ، ښځمنې به یې د حیوناتو په څیر خرڅولې ، یوه انسان به په ناحقه د بل انسان وینې تویولې ، شرف ، فضیلت عدل او مساوات هیچا نه پیژاند .

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په راتلو سره د انسانیت په مړه کالبوت کې نوې ساپوکړای شوه ، رحمت او عدل خپورشو اوهغه صلی الله علیه وسلم د بشریت دلار ورکې قافلې د ځیرک ساربان په توګه دغه قافله د مقصود تر منزله ورسوله .

هغه جاهل انسانان چې چابه ډبرو ته سجدې لګولې ، چابه په کعبة الله باندې لوڅ لغړ طوافونه کول ، چابه د اور عبادت کاوه … ټول د حضرت محمد (ص) د میلاد او بیا بعثت له برکته دنړۍ په ستر و لار ښوونکوانسانانو بدل شول ، هماغوئ ول چې ټولې نړۍ ته یې د الله مقدس دین احکام ورسول ،اوټوله نړۍ یې په عدل ،مساوات او علم سره روښانه کړه .

نن چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له نیک مرغه میلاد څخه څوارلس نیمې پیړۍ تیریږي بشریت یوځلې بیا د وحشت او حیوانیت په ګرداب کې ډوب دی .

هماغه د جاهلیت دور پرې راغلی ، یو انسان دبل انسان ویني بهوي ، دهغه په حریم تیري کوي ، خپلواکي او استقلال یې له منځه وړي دعلم او پوهي حق تري اخلي ، وژني یې ،ځوروي یې او په کلونویې په محبسونوکې ساتي .

او تر ټولو بده خبره دا چې دغه ټولې ناخوالې د علم ، ترقي او پرمختګ په نوم ترسره کیږي .

بشریت یوځلې بیا له حیرت او تباهي سره مخ دی ، د تمدن په دغه لالهانده ژوند کې د نجات لاره ترې ورکه ده …

د بشریت له منځه مسلمانان بیا تربل هر مذهب او قوم له زیاتو ستونزو سره مخ دي ، په ټوله نړۍ کې ، جهل ، تخلف ، رجعت او شاته پاتې والی ددوئ په برخه دی ، له افغانستانه تر عراقه ، له سوریې تر مصره ، له لیبیا ، صومالیا او تونس څخه تر فلسطین، کشمیر او لبنان پوري ټول په مصیبتونو ، مشکلاتو او جګړو اخته دي او هیڅ څوک نشته چې هغوئ ته له دې بدې ورځې څخه نجات ورکړي .

د مسلمانانو د دغه بدمرغه حالت عوامل او جوهات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پنځلس قرنه مخکې تشخیص کړي او هغوئ ته يې د نجات لاره داسې ښودلې :

ترکت فیکم امرین ؛ کتاب الله وسنتي ما ان تمسکتم بهما لن تضلوا من بعدي ابدا .

ژباړه : ماستاسي لپاره دوه شیان پري ایښي که تاسو پرهغوئ تمسک (ټینګ عمل) وکړئ هیڅ کله به لار ورکي نشئ .

هغه د الله تعالی کتاب (قرآن عظیم الشان) اوزماسنت دي.

الله تعالی دي ټولو مسلمانانو ته د اسلام دمقدس دين په عملي کولو او تمسک پوره توفیق ورکړي . آمین

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د