د اقصی د جومات ساتونکي او عثماني خلافت د اخري سرتیري رښتینې کیسه

شاکر مموزی

حسن الإغْدِرلي د عثماني خلافت ورستنی سرتېری و چې له بیت المقدس څخه په ۱۹۸۲ زېږدیز کال کې په مرګ ووت .

ټولې نړۍ ته جوته ده چې په ۱۹۱۷ ز کال کې بیت المقدس د برتانیې په لاس کې هغه وخت ولوېده چې کله عثماني خلافت په لومړي نړۍ وال جنګ کې ماتې وخوړه .

خو تاسو په دې لا نه یاست خبر چې هلته دعثماني خلافت ۵۳ سرتېرو له بیت المقدس څخه د وتلو انکار وکړ ځکه چې غوښتل یې بیت المقدس د برتانوي یرغلګرو له چور چپاول څخه وژغوري چې یو له هغو څخه هم “حسن الإغْدِرلي”و.

له نوموړي سره په ۱۹۷۲ ز کال کې د ترکیې د هیواد یو خبریال (إلهان بردكجي) مخامخ شو او په مرکه کې یې ورته وویل :

زموږ ټول کنډک دلته په بیت المقدس کې ددې موخې لپاره پاتې شو چې موږ نه غوښتل چې خلک ووایي عثماني دولت موږ یواځې پرېښودو موږ نه غوښتل له څلورو پېړیو وروسته بیت المقدس وژاړي.. موږ نه غوښتل د انبیاو سردار محمد صلی الله علیه وعلی اله وسلم ودردیږي.

په دې نه و خوښ چې اسلامي نړۍ په یو ستر ناورین او غم کې ډوبه شي، له دې وروسته هغه اوږده او دراز کلونه د سترګو په رپ کې یوپه بل پسې تېر شول .

نور ټول ملګري مې یو په بل پسې د الله حضورته ورغلل او مړه شول ، دښمن نه شوی کولی موږ ووژني خو د الله فیصلې او حق مرګ یوړل، دا دی زه حسن په خپله دنده لا ولاړیم او د اقصی د جومات ساتونکی اوڅوکیدار یم …

زویه ! (ترکي خبریال ته )

کله چې (اناضول) سیمې ته ورستون شې نو د (سنجق توکات) کلي ته ورشه هلته زما ضابط نقیب مصطفی دی چاچې زه دلته د اقصی په جومات د ساتونکي په دنده ګومارلی یم او ماته یې امانت راسپارلی دی ، زما له خوا یې لاسونه ښکل کړه او ورته ووایه

ښاغلی ضابط !

“حسن الإغْدِرلي”د رشاش یولسم کنډک مشر د اقصی د جومات ساتونکی لا هم په هغه ځای څوکیدار ولاړ دی په کومه ورځ او کوم ځای چې تا پرېښودلی و تر اوسه یې خپل نوبت نه دی پرېښی او ستاسو د مبارکو دعاو غوښتونکی دی .

حسن خپل ټول خپلوان او هیواد پریښي وو او د اقصی د جومات څوکیداری یې کوله ، په زړه کې یې هغه غیرت ، وفا او اخلاص ول چې یواځې پتمن خلک پرې پوهیږي .

خو (ملګري یې ټول )مرګي یو په بل پسې واخیستل او د په ۱۹۸۲ ز کال کې یې د اقصی د جومات اخري ساتونکی او څوکیدارهم واخیست .

رحمك الله يا بطل رحمك الله يا حسن أفندي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شیراز
میلمه
شیراز

الله د موږ مسلمانانو ته د هغوۍ به نقش قدم د تلو توفیق راکړي ، نن سبا خو سیکولریزم نړۍ لاندې کړې ده او ضعیف الایمانه مسلمانان یې ډول ته څلور اړخه اوړي ،کاش چې یو ځل بیا هغه اسلامي خلافت راغلیز وای کوم چې طالبانو غوښت.