ټولنیزه برخه

خوږ ملګری ښه ژوند

صفی الله “رائد ”

ښه ملګرتیا او ښه ملګری د الله تعالی ځانګړې پېرزوینه ده. د دین او دنیا په ټولو چارو کې د ملګري حیثیت د یوه محرک په څېر وي چې هم دې تر ټولو خلکو وړاندې کولی شي او هم دې وروسته پاتې کولی شي.

بې ملګري ژوند که هر چېرې وي مګر  نیمکړی، بې کیفه او بې  خونده وي.

ځکه یو ملګری د یو شخص لپاره د هغه پېژاند، د څنګ ښکلا او د ژوند یې مهم راز بلل کېږي.

که یو څوک ښه ملګری په ژوند کې ونه لري؛ نو دا په دې معنا چې دی په ځان کې نیمګړتیاوې لري او ژوند یې خورا نیمګړی وي.

که غواړې چې تل اتل او خپل ژوند ته لا ښکلا ورپه برخه کړې؛ نو راشه خپل ځان ته داسې یو ملګری پیدا کړه!  چې د سترګو اوښکې دې په خپلو لاسونو پاکې  او تر څنګ يې د آرامۍ احساس وکړي. راشه نن د یو ښه او ښایسته ملګري په لټه کې شه!
چې ستا د درد په لېدو ستا د خوشحالولو او خندولو لپاره په هر حال  تیار واوسي.

داسې یو ملګری  چې له ځان نه هم ډېر په تا او ستا په ملګرتیا باور ولري.

داسې ملګری چې د ګمراهۍ له تیارې دې را ایسار او د هدایت رڼاوو ته دې برابر کړي.

هو! ملګرتیا هنر ته اړتیا نه لري بلکي پاک زړه او باور ته اړتیا لري؛

خو ډیر خلک بیا پاک زړه او باور نه لري، نو هڅه وکړه تر څو ځان ته پاک زړی او یو ښه باوري شخص پېدا کړې.

ځکه ښه ملګری د هغې ملایکې په څېر ده، چې انسان د کامیابۍ تر آسمانونو رسوي. او دژوند موخو ته د رسېدلو لپاره یې د سمې لارې په ښودلو کې د لارښود په څېر اوږه په اوږه او پل په پل قدم ږدي او د نړۍ ټوله سوکالي، خوشحالي او آرامي یې په لمنه کې ور آچوي.

هر څوک د ژوند ملګری مه جوړوه!  خو که ملګری دې ورته وویل، بیا به یې نو د چا په مخکې بد نه وایې! ځکه چې ملګرتیا دکتاب په څیر ده !

سوځیدل یې څو ثانیې مګر لیکل یې بیا  کلونه كلونه وخت نیسي.

هڅه وکړه تر څو خپل ښایسته ملګري ته په زړه کې ځای ورکړې؛ ځکه غوره ملګری لکه ملغلره داسې وي، له ملغلرې څخه که وړه ذره هم ماته شوه نو ټول ارزښت له لاسه ورکوي، چې ښایي ښې  پایلې  ونه لري.

له ملګرو پرته د انسان ژوند دومره تش او بې خونده وي لکه په یو ځای کې چې یواځې یو څو دېوالونه راچاپېر وي او په منځ کې یې هېڅ هم نه وي او یا هم لکه بې مالګې مالګه دانۍ.

ځکه چې ملګری د ژوند خوشحالي او ښکلا ده، او په شتون یې انسان دومره تازه وي؛ لکه په وچه او شاړه دښته چې باران وشي او په هغه باندې تازه ګلان وغوړیږي.

هرانسان دخپل دوست او ملګري په دین او طریقه باندې وي؛ په دې وجه له یوچا سره ددوستۍ او ملګرتیا نه وړاندې ښه غور او فکر کول اړین دي، چې له چا سره باید دوستي او ملګرتيا وشي.

د ملګري او ملګرتیا په هکله څو خورې ملغلرې ـ

ـ ﻫﯧڅ ﯾﻮﻩ ﻻﺭﻩ ﺍﻭږﺩﻩ ﻧﺪﻩ، ﮐﻪ ﯾﻮ ﻣﻠګﺮﯼ ﺩﯤ

ﺩ ﻻﺭﯤ ﻣﻞ ﻭﻱ.

“ﺟﺎﭘﺎﻧﻲ ﻣﻠﻐﻠﺮﻩ”

ـ ِښه ﺑﻪ ﺩﺍ ﻭﻱ ﭼﯥ ﺳړﯼ ﻣړ ﻭﻱ،

ﺗﺮ ﺩﯤ ﭼﯥ ﺑﯥ ﻣﻠګﺮﻭ ﮊﻭﻧﺪ ﻭﮐړﻱ.

“ﺳﻮﯾډﻧﻲ ﻣﻠﻐﻠﺮﻩ”

ـ ﻣﻠګﺮﺗﯿﺎ ﺍﻭ ﻣﯿﻨﻪ ﺩ ﯾﻮﯤ ﺭيښې ﺩﻭﻩ ﺑﻮټي ﺩﻱ ﺧﻮ ﻣﯿﻨﻪ ډﯾﺮ ګﻼﻥ ﻟﺮﻱ.

(ﻓﺮﯾﺪﺭﯾښ ګﺎﺗﻠﯿﺐ ﮐﻠﻮﭘﺸﺘﻮﮎ)

ـ ﻣﻠګرﺗﯿﺎ ﻣﯿﻨﻪ ﺩﻩ, ﺩ ﺗﻌﻘﻞ ﺳﺮﻩ، ﻧﻪ ﺩ ﺟﺰﺑﺎﺗﻮ ﺳﺮﻩ. (….)

ـ ﺩ رېښتینې  ﻣﯿﻨﯥ ﭘﻪ ﻫﮑﻠﻪ ډﯾﺮﯤ ﺑﯧﻠګې ﺷﺘﻪ، ﺧﻮ ﺩ ﻣﻠګرﺗﯿﺎ ﭘﻪ ﻫﮑﻠﻪ ځینې. (…)

ـ ﻣﻠګﺮﺗﯿﺎ ﻟﻪ ډﯾﺮﻭ ﻭﯾﺎﻟﻮ بهېږي، ﺧﻮ ﺗﺮ ټوﻟﻮ ﭘﺎﮐﻪ ﯾﯥ ﺩ ﺍﺣﺘﺮﺍﻡ ﻭﯾﺎﻟﻪ ﺩﻩ.
(ﺩﺍﻧﯿﻞ ﺩﯾﻔﻮ)

ـ ملګرتیا هغه چې له جدایي وروسته یې د درد احساس اختتام و نه مومي.

ـ ملگرتیا له مچۍ څخه مه زده کوه چی له یوه ګل څخه ولاړه شي او پر بل گل کښیني بلکی ملګرتیا له ماهي څخه زده کړه چې بې له اوبو شي؛  نو ژوند له لاسه ورکوي.

ته هم داسې شــه! له ځان څخه ماهی جوړ کړه!

او پای دا چې: ملګری باید د بدن هغه ټوټه وشمېرل شي چې بېلتون یې د ژوند هدف ته له رسېدو پاتې کوونکی وي.

ژوندون رنګین وي په ملګرو باندې
هېڅ کـــله هم نه کړې  خفه ملګري

چې راســـره کوي د حق ملـــګرتیا
له خـدایه غــواړمه هغه  ملــــګري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صفي الله "رائد"

له نن ټکی اسیا ادارې څخه نړۍ مننه چې تل نړۍ ته حقایق وړاندې کوي. داسې رسنۍ او قلموال دې رب نه کموي. رب دې لا پسې ډېر کړي. امین

janan

حیرانوونکی !! د خپلی لیکنی صفت په خپله کوی ؟؟؟ تاسی کولای شو چه د خپلی لیکنی څخه د منتقدینو مقابل کی دفاع وکړی مګر له اوله چه چا کوم نقد نه وی کړی او د خپلی لیکنی توصیف لیکی عرف او عادت کی مروجه نه ده . مننه

مجاهد

زاید صاحب ! د ملګری تر عنوان لاندی لیکنه دی ښکلی وه زه به هم څه ورسره زیات کړم : په رښتیا هم ملګری تر ورور خوږ او کله کله زیات ګټور وی تر دی چه ورور کله دشمن وی کله یی ستا په حقوقو تیری کړی مګر رشتونی ملګری نه یواځی دا چه ستا په حقوقو تیری نه کوی بلکه ستا د حقوقو د اعاده کولو د پاره له مال او سر هم تیر وی . تر دی چه الله ج چه الله ج دی پوره توانایی لری چاته اړه نه لری او له هره حیثه پوره دی ملګری… نور لوستل »

غمی،پښتین

د لندن پرنګی سوسیال خورمه………..مړی زیړی سترګی ورته نیسمه.
پیرنګی راته په قهر په غصه شی…….زما لنګی په پتلون په لړ زیدو شی
راته ووایی چه ورک شه پناه ګزینه……..خوری مفته ډوډی غواړه نمکینه
له ډاره ځواب نه شم ورکولای………پوهیږم چه خپل وطن می دی لوټی لوټی کړی
………………..غمی.پښتین.سټی.کنډو پکتیا ګردیز

janan

غمی جانه !
زما په خیال چه د هالیند سوسیال پروا نه کوی چه لمنی ورته غوړول شوی او پلټی ورته وهل شوی او د خلکو د خطاایستنی د پاره له هغه ځایه د سټو کنډو ، پکتیا او ګردیز لیکی؟

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x